Machine transcription
۱۲۳
نږدی وی ( مذکر او مؤنث دواړو دپاره) استعمالیږی لکه : دوی وښړل،
دوی پری وتل ، دوی پریوتل، دوی ژاړی ، دوی پاڅیږی ، دوی وهی،
دوی وهل کیږی ، دوی به و خاندی ، دوی به شمی ، دوی به مات کی ، دوی به ورسږی .
تنبیہ — د غیر ذوی العقولو اشاری اسمونه جمع نه لری .
و— دغه : د مذکر ذغیر ذوی العقولو د پاره چه نږدی وی ہر کله استعمالیږی.
د مؤنث غیر ذوی العقولو د پاره په لاندینو ځایو کښی استعمالیږی .
۱— د ماضی صیغو په سېغه لازمی افعالو کښی استعمالیږی چه مشار الیہ د سه فعل فاعل
وی چه د غیر مخصوص لازمی لام والا مصادرو څخه اشتقاق شوہ وی : دغہ پرېوتہ،
دغه ځغلاستہ .
۲— پہ حال ، استقبال ، اقتداری ، التزامی ، اجباری ، ( که مشارالیه فاعل
بیا مفعول آو فعل لازمی بیا متعدی وی ) ټولو کښی استعمالیږی : دغہ دانګی ،
دغہ شمی ، دغہ وهی ، دغہ لې وہي ، دغه به ئی وہ وهی .
۳— د ماضی پہ صیغہ متعدی افعالو کښی استعمالیږی چه مشارالیه مفعول واقع شی :
Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.
