Machine transcription
شماره ( سوم ) سال دوم
خپله ژبه
(۱۱۳)
په ترقی او تعالی کشی لدی آیت هدایت نشان څخه معلومیژی. بل عام مثال مودادی که
یوسری په یوه پره دی وطن کشی مسافر وی او یوسری چه دده په ژبه و پونکی او شریک
وی ونی وینی اکرچه نه ئی پیژنی خومره خوشحالی ورته حاصلیژی او خومره دهغه سری
قدر او عزت کوی او محبت ئی په زړه کشی نسی ـ دا محبت او مینه دبل شی نده بیله
دیو رنگ والي دژبی ، یا یو ځای ساز او آواز دی که داوریدو نکی په ژبه نوی تاثیر
به ورباند ونکی ـ اکرچه دا آواز او ساز په قاعده د موسیقی برابر او په مقام موافق وی
او که دا اواز ئی په خپله ژبه وی اکرچه چار بیتی وی بیاهم تاثيرنى له پره دی ژ بى څخه
زیات او اوریدونکی باند خوشحال او مؤثر کیژی .
همدا رنگ دژبی تاثیر دی په تحصیل د علم او معارف کشی. که چیری علم او معارف بخپله
اصلی ژبه د قوم او د ملت وی تحصیل ئی آسان وی ، ځکه چه دبل په ژبه علاوه دزده کیدو
داصلی علم نه بل تکلیف هم موجود دی چه هغه زده کیده دهغه پردی ژبی دی چه بدی
صورت سره دوی برخی عمر د طالب په علم کشی تیریژی ځکه اول به ئی ژبه او اصطلاحات
زده کوی بیا هغه علم ، او که چیری علم د طالب په خپله قومی او ملی ژبه وی په هغه
صورت سره بدیره آسانی وی او د طالب ټول عمر به په تحصيل د اصل علم کشی تیریژی
په هغه صورت سره که یوعلم زده کی بدی صورت سره دوه علمه زده کوی او که هغه په لس
کاله زده کوی دا په پنځه کاله زده کو لای سی .
دبل دژبی اصطلاحات او لغات او باریکی او شیرین والی د عبارت بیله تحصیله او دیر
عمر صرف او تیره ول ، آسان کار ندی چه به لژ عمر سره دی سړی وپوهیژی او به عکس سره
بخپله ژبه کشی دا تکلیف نسته بی مکتبه او لوستو د قواعد دژبی به تولو اصطلاحاتو او لغاتو
باندی پوهیژی. علاوه بردی هغه قوم او ملت چه دخپلی ژبی پاشته او په ترقی او پر اخوالی ئی
کوشش کوی هغه ملت او قوم به له ژوندیو او مترقی اقوامو او ملتو ددنیا شمیرل کیژی او که
چیری اصلی ژبه دیوه ملت ورکه سی نوم به دهغه ملت له قطار دژوندیو ملتو څخه محو او نابودسی .
ملت د افغانستان چه یوقوم ، یو ملت او په اصل کشی ټول پښتانه دی و به همدی سبب
وطن ئی افغانستان بلل کیژی ، باید چه په یوه ژبه ویونکی او په لاری د ترقی او تعالی خپل
۳۲۱
Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.
