BrowseKābul ʻilmī, adabī, ijtimāʻī, tārīkhī → page 1377

Page 1377

Kābul ʻilmī, adabī, ijtimāʻī, tārīkhī · pages 1–3124


Page image — the source of record

Scanned page 1377 of Kābul ʻilmī, adabī, ijtimāʻī, tārīkhī

Machine transcription

(۱۱۲) ( شماره سوم ) سال دوم مجلة كابل «خپله ژ به » ( په قلم دامين الله خان « زمرلائی» نن ورځ واسطه د ترق اولوروالی د هر قوم دوه شی دی ! اول اتحاد او اتفاق ، دوم علم او معارف . اتحاد اواتفاق ـ یوزړه والی دی پلويو مطالبو دترقی او تعالی دملت کشی او قوت دی پمدافعه دخپل ملی او قومی حقوقوله غاصبانو او دښمنانو څخه ، متحد او متفق ملت په خپلو لو يو مطالبو د ترقی کشی به یوزړه او په خپل لويو مقصد و او ترقیو به رسيدلی وی . علاوه لدينه چه خپل حقوق له اغیار و څخه وساتی په ستر کودجهان کشی به لور او باعظمت وی . همدارنگی علم او معارف دی ؛ چه انسان به لار دترقی او تعالی سموی ـ نن ورځ ملل ددنيا چه په هوا کرزی او دمجکی له منځ نه خبری اوهغه اختراعات او فنون چه جهان ئی حیران کړی دی ټوله برکت دعلم دی . هر قوم او ملت چه دادوه صفت نلری نوم اونشان به ئی پمخ دمجکی کشی محو او نابود وی . واسطه او رابطه د حصول ددی دوه صفتونو ژ به والی د عموم افراد دملت دی چه تول ملت په یوه ژبه ویونکی او په پراخوالی او ترقی دخپلی ژبی کوشش کو نکی وی ځکه چه هيځ قوم اوملت به واسطه دپره دیژ بی خصوصی ترقی نده کړی او هر ملت چه په تعالی او ترقی باند رسیدلی ذریعه او واسطه ئی خپله ژ به وه او ده او دا ټول تاثیر د یورنگ والی دژ بی دی چه شکیدلی شیرازه د نفاق په رشته د اتفاق سره ترله کیژی او شایسته کوی ئی محبت او مینه په مینځ د قوم او دملت پیدا کوی اوافراد دملت یوتربله خپل مقصد او مطلب پوهوی نصیحت او بندئی یو و بل ته مؤثر کیژی که چیری هر سړی په بیله بیله ژبه و یونکی وی هیڅ څوك به دچا په مطلب پوه نشی او نه به په مینځ ددوی کشی یو صميميت او محبت پيدا سی او هيځ کله به خپل مقصد حاصل نکي ـ او هیڅ کله به یو قوم یا یو ملت د يوه سړی چه ژبه ئی له هغه قوم او ملت څخه بيله وی په خبره باند به ئی عمل و نکی اونه به دهغه سړی خبره تاثیر لری ـ لوی شاهد مویدی مدعا کشی دا آيت دقرآن عظیم الشان دی ( وماارسلنا من رسول الابلسان قومه ) اندازه د تاثیر دیورنگ والی دژبی ٣٢٠

Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.


Cite this page
Kābul ʻilmī, adabī, ijtimāʻī, tārīkhī, page 1377. Afghanistan Digital Library, New York University Libraries. Machine-transcribed text: Afghan Press Archive, https://afghanpress.org/book/adl0986/1377 (accessed [date]).
Permalink
https://afghanpress.org/book/adl0986/1377
Machine-readable
JSON · IIIF manifest · Canvas
Source
Afghanistan Digital Library record