{"book":"adl0986","page":1378,"text":"شماره ( سوم ) سال دوم\nخپله ژبه\n(۱۱۳)\n\nپه ترقی او تعالی کشی لدی آیت هدایت نشان څخه معلومیژی. بل عام مثال مودادی که\nیوسری په یوه پره دی وطن کشی مسافر وی او یوسری چه دده په ژبه و پونکی او شریک\nوی ونی وینی اکرچه نه ئی پیژنی خومره خوشحالی ورته حاصلیژی او خومره دهغه سری\nقدر او عزت کوی او محبت ئی په زړه کشی نسی ـ دا محبت او مینه دبل شی نده بیله\nدیو رنگ والي دژبی ، یا یو ځای ساز او آواز دی که داوریدو نکی په ژبه نوی تاثیر\nبه ورباند ونکی ـ اکرچه دا آواز او ساز په قاعده د موسیقی برابر او په مقام موافق وی\nاو که دا اواز ئی په خپله ژبه وی اکرچه چار بیتی وی بیاهم تاثيرنى له پره دی ژ بى څخه\nزیات او اوریدونکی باند خوشحال او مؤثر کیژی .\nهمدا رنگ دژبی تاثیر دی په تحصیل د علم او معارف کشی. که چیری علم او معارف بخپله\nاصلی ژبه د قوم او د ملت وی تحصیل ئی آسان وی ، ځکه چه دبل په ژبه علاوه دزده کیدو\nداصلی علم نه بل تکلیف هم موجود دی چه هغه زده کیده دهغه پردی ژبی دی چه بدی\nصورت سره دوی برخی عمر د طالب په علم کشی تیریژی ځکه اول به ئی ژبه او اصطلاحات\nزده کوی بیا هغه علم ، او که چیری علم د طالب په خپله قومی او ملی ژبه وی په هغه\nصورت سره بدیره آسانی وی او د طالب ټول عمر به په تحصيل د اصل علم کشی تیریژی\nپه هغه صورت سره که یوعلم زده کی بدی صورت سره دوه علمه زده کوی او که هغه په لس\nکاله زده کوی دا په پنځه کاله زده کو لای سی .\nدبل دژبی اصطلاحات او لغات او باریکی او شیرین والی د عبارت بیله تحصیله او دیر\nعمر صرف او تیره ول ، آسان کار ندی چه به لژ عمر سره دی سړی وپوهیژی او به عکس سره\nبخپله ژبه کشی دا تکلیف نسته بی مکتبه او لوستو د قواعد دژبی به تولو اصطلاحاتو او لغاتو\nباندی پوهیژی. علاوه بردی هغه قوم او ملت چه دخپلی ژبی پاشته او په ترقی او پر اخوالی ئی\nکوشش کوی هغه ملت او قوم به له ژوندیو او مترقی اقوامو او ملتو ددنیا شمیرل کیژی او که\nچیری اصلی ژبه دیوه ملت ورکه سی نوم به دهغه ملت له قطار دژوندیو ملتو څخه محو او نابودسی .\nملت د افغانستان چه یوقوم ، یو ملت او په اصل کشی ټول پښتانه دی و به همدی سبب\nوطن ئی افغانستان بلل کیژی ، باید چه په یوه ژبه ویونکی او په لاری د ترقی او تعالی خپل\n۳۲۱","chars":1879,"image":"https://storage.googleapis.com/adl-page-images/adl0986/01378.jpg","first_page":1,"last_page":3124,"title":"Kābul : ʻilmī, adabī, ijtimāʻī, tārīkhī کابل : علمى، ادبى، اجتماعى، تاريخى","permalink":"https://afghanpress.org/book/adl0986/1378","canvas":"https://afghanpress.org/iiif/adl0986/canvas/1378","source":"https://afghanistandl.nyu.edu/books/adl0986/","source_pdf":"https://afghanistandl.nyu.edu/pdf/adl0986_download.pdf","rights":{"image":{"statement":"Public domain. NYU states: \"All works presented on this website are, unless otherwise indicated, in the public domain. The images available on this website may be freely reproduced, distributed and transmitted by anyone for any purpose, commercial or non-commercial.\"","uri":"http://rightsstatements.org/vocab/NoC-US/1.0/","holder":"New York University Libraries","source":"https://afghanistandl.nyu.edu/about.html","delivery":"Images are served from a copy mirrored by this project, not from NYU's servers, under the reproduction terms above.","endorsement":"This is an independent project. It is not affiliated with, endorsed by, or reviewed by New York University."},"text":{"statement":"Machine-generated transcription, dedicated to the public domain under CC0 1.0. No warranty of accuracy: see the provenance block on every page.","uri":"https://creativecommons.org/publicdomain/zero/1.0/","holder":"Steps Ventures"}},"provenance":{"text_produced_by":"gemini-3.1-pro-preview","thinking_level":"low","read_completed":"2026-08-09","per_page_confidence":null,"per_page_confidence_note":"Not recorded during the corpus run. No calibrated per-page score exists, and none is estimated here.","human_reviewed":false,"accuracy_context":"Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting.","primary_source":"The page image. The text is an index into it."}}