BrowseKābul ʻilmī, adabī, ijtimāʻī, tārīkhī → page 1379

Page 1379

Kābul ʻilmī, adabī, ijtimāʻī, tārīkhī · pages 1–3124


Page image — the source of record

Scanned page 1379 of Kābul ʻilmī, adabī, ijtimāʻī, tārīkhī

Machine transcription

( ١١٤ ) مجله کابل شماره (سوم) سال دوم سرمبه یوه زره روان وی ـ او کوشش او سعی و کی جه دی خپلی دپشتو ژبی ته چه عمومیت لری ترقی ورکی او ژوندی ئی وگرزوی ، اوهغه ترقی اولوروالی چه یوی قومی او ملی ژبی ته دیوه قوم او ملت پکار دی خپلی اصلی ژبی ته دپشتوئی ورکی او ورته حاصل ئی کی . او هغه پشتانه چه دپشتو په ژبه آشنا او پوهیژی اوخپل عالم او فاضل گڼی په میدان د سعی او عمل راووزی ؛ کتابونه دجدیده علومو او فنونو په خپله ژبه ترجمه او تالیف او تصنیف کی . استاد ویلی دی که د دین او د وطن ترقی غواړی ډیرکوشش وکه چه ټول علوم پشتو سی او هغه پشتونه چه خپله اصلی ژبه ئی ايره کړی ده ترغیب او تشویق ورکی چه بخپله ژبه گویان سی ـ او آسانه او ساده لارو روشنی ځکه چه نن ورځ هرخو تجسس او تفحص وکو یو کتاب علمی بدی ژبه نسو پیدا کولای او یوه پشتون داهت ندی کړی جه قواعد ( صرف او نحو ) دخپلی ژبی په خو پاڼو ولیکی چه عموم ملت دهغه څخه یوه فائده واخلی هر خو چه پاڼه کوو گورو ، چه پلانی مستر ( انگریز ) پلانی کتاب د صرف او نحو دپشتو جوړ کړی و پلانی کتاب ئی دپشتو چاپ کړی او په پلانی مکتب کښی ئی نصاب دتعلیم دپشتو سته (یووخت زموژ دیر پولوی سړی هندوستان ته ولار یو انگر یزچه دده مهماندار مقرر وه ، وغی ته ئی راغی په پشتونی پشته ورسره کوله، ده لکه وحشی ورکتل او جواب ئی داوه ( که من افغانی نمیدانم ) آیا جای دافسوس ندی چه موژ دخپلی ژبی څخه بیخبر او دبل داترنه خپله ژبه زده کو و یا نوم مو افغان دی موژټول افغانیت پریشودلی او په نورو ژبو إسى روان یواو فخرهم باندی کو و . اواصلی سبب زموژ دنا کامی او دیر ته پاته کید و د ترقی څخه هم همدا دی بلکه اکثر دپشتنو او اقوامو خپل قومیت ایر کړی په بیلوبیلو لارو روان دی . عمده سبب اوجهة دمحصوروالی دپشتو د ژبی او داچه څوك مينه اورغبت نه ورته کوی اور واج نه پیدا کوی دادی : چه پشتنو او دپشتنو عالمانو ـ ستی اوکاملی ئی اختیاریاد بلی ژبی تراثر لاندسوی دی خپله ژبه ئی ایره کړی هیڅ یو صحیح اثرئی پاتی ندی اونه اصلی رسم الخط ئی پیدا کیژی ـ بعضی کتابونه چه په پشتو دی په رنگا رنگ لغاتو او صورت صورت رسم الخط ٣٢٢

Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.


Cite this page
Kābul ʻilmī, adabī, ijtimāʻī, tārīkhī, page 1379. Afghanistan Digital Library, New York University Libraries. Machine-transcribed text: Afghan Press Archive, https://afghanpress.org/book/adl0986/1379 (accessed [date]).
Permalink
https://afghanpress.org/book/adl0986/1379
Machine-readable
JSON · IIIF manifest · Canvas
Source
Afghanistan Digital Library record