Machine transcription
٣٢٦
د هری وخت فاعل آونائب فاعل فعلی ضمیرونه وی لکه : ځم ، ځو ، وهی وهیل ،
وهی لوست ، ووهل شوم ، کله کله فاعل آونائب فاعل که ضمیر وی نه ذکر کېږی لکه
دافعالو غایبے صیغے : راغی ، لاس ، هوساشو ، چه یعنے هغه راغی ، هغه لاس ، هغه
هوساشو یا حاضر امر لکه : ولوله ، ولیکه ، چه یعنے ته ولوله ، ته ولیکه .
نائب فاعل – هغه مفعول دهی چه په جملے کښے فاعل ذکر شوی نه وی آو دغه د فاعل
قائممقام وی لکه : ونه پرے شوه ، دلته ونه نائب فاعل ده ی ولې چه اصله جمله
( وهنک و نه پرے کړے ) وه وهنک چه د ونې پرے کوونکړی وه په کار نه وه
ځکه حذف شوی آو د ( ونه ) لفظ د فاعل پرځای راغله ی آو فعل هم مجهول شوه ی
آو جمله په دغه شال چه ( ونه پرے شوه ) ایراده شوې ده . په بل عبارت سره
دمجهول فعل مفعول نائب فاعل ده ی .
دجملے متممات – د جملے متممات دمفعولونو ، حال آو تمیز ، څخه عبارت ده ی .
په پښتو کښے مفعولونه شپږدی : ( مفعول به ، مفعول الیه ، مفعول فیه ، مفعول منه ،
مفعول له ، مفعول معه ) .
Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.
