Machine transcription
۱۵
حرکات دوه رازه دی : رسمیه حرکات ، حرفیه حرکات .
رسمیه حرکه ـ د رسمیو حرکاتو نښی چه د عربی نه آخیستی شوی دی دری
دی چه نښی یی لاندنی دی ( اَ ، اِ ، اُ ) چه لمړی یی آو دری یی اشار تونه
پر توری باندی آو دوه یم تر توری لاندی ایښودل کیږی . خو په پښتو کښی
په عمومی صورت سره حرکات پر تورونو ایښودل کیږی آو توری لکه چه د حرکی
نښه ولری لوستل کیږی . څلور می حرکی دپاره چه ( خولګی ده ی )
تر هوسے پوری کومه نښه نه ده مقرره شوی . خو که دغه سی ( ـ ) ولیکله شی
ښه به وی .
ضوابط
په عربی کښی دکلماتو د لیکلو د پاره بے د حرکو آو سکونو څه ضوابط آو علامی
نوری هم شته چه د ( شده ، مده ، وصل ، قطع ، آو حرفیه حرکه ) ځینی
عبارت دی ځینی ددغو په پښتو کښی هم شته نو ځکه په دغه خصوص کښی په
لاندینیو لیکو کښی بیان کیږی :
Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.
