Machine transcription
۱۴
هماغه حرکات دی چه په پاسینو دواړو ژبو کښی استعمالیږی او عوام (زور،
زیر، پیښ) ورته وائی چه له (زبر، زیر، پیش) څخه ماخوذ دی او موږ (لوړ کړی
کوز کړی، ګرد کړی) ورته وایو . څلورمه حركه پښتو ژبې لره مخصوصه ده
چه موږ (خوځکړی) ورته وایو . لکه د (ګر، پړ) په کلمو کښې (ګ، پ)
و(ستن، خوه څند، ګربند) په کلمو کښی (ت، څ، ب) هر یو خوه څکړی لری.
هر هغه توری چه حرکه و نه لری هغه ته ساکن بیا وچ ویل کیږی.
په عربی او پارسو کښی پیښه په وچ (ابتداء په ساكن) نشته یعنی لمړی
توری هیڅکله په هیڅ کلیمی کښی ساکن نه وی اما برخلاف ددغه په پښتو کښی
ابتداء په ساکن شته لکه د (ستن، دروند، زمره) په کلمو کښی لمړنی توری
ساکن دی پښتو کښی اجتماع د ساکنینو هم شته لکه د (بلندره) په کلمه
کښی چه په معنی د دعوت او میلمستیا ده نون او دال دواړه وچ دی بلکه
دری ساکنه هم په پښتو کښی یو ځای کیدای شی لکه د (دپرش، څلوپښت)
په کلمو کښی دروستی دری توری ساکن دی .
Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.
