BrowseDa Puṣhto da zhabe liyārah : liyā, Puṣhto ṣarf aw naḥw → page 345

Page 345

Da Puṣhto da zhabe liyārah : liyā, Puṣhto ṣarf aw naḥw · pages 1–523


Page image — the source of record

Scanned page 345 of Da Puṣhto da zhabe liyārah : liyā, Puṣhto ṣarf aw naḥw

Machine transcription

۳۲۲ اسناد دیوه شی نسبت کول بل شی ته ده ی چه دغه نسبت هم بشپړ بیانګړۀ ی دی. نیم ګړۀ ی نسبت هغۀ ده ی چه مضاف مضاف الیه ـ صفت موصوف ته نسبت کړشی آو پاس ذکر شو چه دغه سے ترکیبونه نیمګړی ترکیبونه وییل کېږی آو مخاطب لره بشپړه فائده نه ورکوی . بشپړ نسبت ـ د خبر نسبت مبتدا ته ، د فعل فاعل ته یا نائب د فاعل ته ده ی چه دغه سے ترکیبونو ته (بشپړ ترکیبونه) یا (کلام آو جمله) هم ورته وییل کېږی . هغه نسبت ته چه د مبتدا آو خبر په منځ کښے ، د فاعل آو مفعول په منځ کښے وی هغۀ ته (اسناد)، مبتدا آو فاعل ته (مسندالیه) آو خبر آو فعل ته (مسند) وییل کېږی . جمله دوه رازه ده یوی ته (اسمیه جمله) آو بلی ته (فعلیه جمله) وییله کېږی . اسمیه جمله ـ هغه جمله ده چه د مبتدا آو خبر نه مرکبه وی چه د خبر په وروسته کښے نسبی ضمیرونه (یم، یے ، ده ی ، یو، یئ ، یا یاست ، دی) راوړل کېږی چه دغو ضمیرونو ته د خبر ادات هم وییل کېږی لکه: لمر ختند ده ی، ته کاتب یے ، ځۀ عالم یم ، دلته لمر ، ته ، ځۀ ، (مبتدا) ، ختند ، کاتب ، عالم (خبر) آو (ده ی ، یے ، یم) د خبر

Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.


Cite this page
Momand, Muḥammad Gul. Da Puṣhto da zhabe liyārah : liyā, Puṣhto ṣarf aw naḥw, page 345. Balkh, Afghānistān, Da Balkh Da Shirkat Riṣhtiyā, 1317 1938 or 1939. Afghanistan Digital Library, New York University Libraries. http://hdl.handle.net/2333.1/j3tx9755. Machine-transcribed text, Afghan Press Archive, https://afghanpress.org/book/adl0455/345.
Permalink
https://afghanpress.org/book/adl0455/345
Machine-readable
JSON · IIIF manifest · Canvas
Source
Afghanistan Digital Library record