Machine transcription
۳۲۲
اسناد دیوه شی نسبت کول بل شی ته ده ی چه دغه نسبت هم بشپړ بیانګړۀ ی دی.
نیم ګړۀ ی نسبت هغۀ ده ی چه مضاف مضاف الیه ـ صفت موصوف ته نسبت
کړشی آو پاس ذکر شو چه دغه سے ترکیبونه نیمګړی ترکیبونه وییل کېږی آو مخاطب
لره بشپړه فائده نه ورکوی .
بشپړ نسبت ـ د خبر نسبت مبتدا ته ، د فعل فاعل ته یا نائب د فاعل ته ده ی
چه دغه سے ترکیبونو ته (بشپړ ترکیبونه) یا (کلام آو جمله) هم ورته وییل کېږی .
هغه نسبت ته چه د مبتدا آو خبر په منځ کښے ، د فاعل آو مفعول په منځ کښے وی هغۀ ته
(اسناد)، مبتدا آو فاعل ته (مسندالیه) آو خبر آو فعل ته (مسند) وییل کېږی .
جمله دوه رازه ده یوی ته (اسمیه جمله) آو بلی ته (فعلیه جمله) وییله کېږی .
اسمیه جمله ـ هغه جمله ده چه د مبتدا آو خبر نه مرکبه وی چه د خبر په وروسته کښے نسبی
ضمیرونه (یم، یے ، ده ی ، یو، یئ ، یا یاست ، دی) راوړل کېږی چه دغو
ضمیرونو ته د خبر ادات هم وییل کېږی لکه: لمر ختند ده ی، ته کاتب یے ، ځۀ عالم یم ،
دلته لمر ، ته ، ځۀ ، (مبتدا) ، ختند ، کاتب ، عالم (خبر) آو (ده ی ، یے ، یم) د خبر
Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.
