BrowseKābul : ʻilmī, adabī, ijtimāʻī, tārīkhī → page 1894

Page 1894

Kābul : ʻilmī, adabī, ijtimāʻī, tārīkhī · pages 1–3124


Page image — the source of record

Scanned page 1894 of Kābul : ʻilmī, adabī, ijtimāʻī, tārīkhī

Machine transcription

شماره (هفتم) سال دوم مجلة كابل (۱۰۰) حکمت د سفر تكليفونه تیر کړل ـ او آخربیت الله له ورسید او د حج په ورځ عرفات له ولار ـ د خلقو په هجوم کښی ممځ کښي تلو ـ لیکن خلق دومره ډیر وه ، چه نور په مخکښي نسویتلی ـ او د عرفات و خواته ئی کتل ـ څه ګوری چه عرفات په ډیری باند پاس شریف په خندا خوشحال و لاردی ـ ده ورله په کوشش سره او کا ته چه ګوند بل څوك به وی مګر یقین ئی و سو چه داشریف دی مګر د ملاقات څه امکان نه وه بیګاه له حکمت خواب او ليدو ـ چه شریف ورله وائی چه ته ماهغه ځای او ګوره ـ څه کم موژجدا سوی ووـ د حکمت په خیال کښي خوب یو خوب وه دوه دری ورځي ئې په هغه پا که مځکه کښی ئی شریف ډیر و کوت خوهغه چیرته وه ! خیر دی را ران سو چه څو موده پس دجدائي هغه مقام له را اورسیدو هلته کښي چه ګوری ـ چه یو ډیر ضعیف سړي ـ پتیا وله ناست دی ـ وخت هم ناوخته وه او حکمت دخپل یار په غم کښي ډیر خفه وه ـ دا ئی بهتره و ګڼله ـ چه بودا نه شپی کولو د ځای دپاره درخواست و کی خیر بودا له نژدی سو ـ ورله او وی ـ چه با با زه دحج نه واپس سوم ـ او نماز دیګر دی ـ که ستا مهربانی وی نوزه به ستا سره شپه کړم ـ بوداله شریف و ریاد سو له ستر ګونه ئی اوښکی را او بهیدلی اوحکمت له ئې او وی ـ چه بچیه قربان دی سم او دازه چه تراوسه پوري ژوندي یم ـ داهم دیو حاجی په مهربانی او همدردی ـ ګوندزه خو مروم ـ چه بودا داخبره و کړه ـ نو د حکمت زړه ولویده‌ ـ او ترنه ئی بیا پښتنه و کړه بودا ورله ټول بیان و کی حکمت چه شریف دمرګ خبر و اوریدو ـ نو په ژړا سو ـ او بیائی ژړا کراره نسوه ـ د بودا نه ئي د شریف د قبر پښتنه وکړه ـ او لاړو ـ او د قبر د پاسه پریوتو او ژړیدو ـ حتی داچه حکمت داسی صا دق یار وه ـ چه په ژړا کښی د شریف د قبر د پاسه ساوخته او بودا دهغه دخواه سره شخ کی . ۷۲۹

Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.


Cite this page
Kābul : ʻilmī, adabī, ijtimāʻī, tārīkhī, page 1894. Kābul, Anjuman-i Adabī, 1310- 1931-. Afghanistan Digital Library, New York University Libraries. http://hdl.handle.net/2333.1/g79cnpr4. Machine-transcribed text, Afghan Press Archive, https://afghanpress.org/book/adl0986/1894.
Permalink
https://afghanpress.org/book/adl0986/1894
Machine-readable
JSON · IIIF manifest · Canvas
Source
Afghanistan Digital Library record