Machine transcription
شماره ( پنجم ) سال دوم مجله کابل ( ٩٦ )
نه ورکوی او زيات او بیکاره شی ئی بولی .
همدار نگه ټولی هم فاسد او بیکاره سړی ته مخ نه ورکوی يو زيات او بيكا ره شیى يولي
بلکه همیشه په ژوندون ئی بعذاب او باندی شرمیږی ـ او هغه سړی هم لكه وچ اعضا له
حقو قو د سعادت او لذت نه د ژوندون کم نصیب او شرمنده وي او هیڅ کله خپل تامین
د حيات بصورت دیوه کامل انسان نسی کولای آخر په خپل مرګ رضا او مرګ هم چون
مقد ور دده ندی ورته نسی حاصليدی ځکه چه دده معامله او ژوندون تړلی او مشروط په
مقابله دبا لمثل سره ده او د بل سره ربط لری که نیکه معامله وکی له مقابله به شه معامله وینی
که بد وکی خپله لار به وه تړی او خپل ژوندون به تریخ کی .
نوکه څوک غواړی چه پدی دار دگیرو دار کشی نیک معامله او محبوب دټولي سی او ژوندون
باندی تریخ نسی او په شه وجه سره او په شرافت سره ژوندون و کی او قوم او ملت دده مسعود
وی او په ژوندیوی او مترقی ملتو كشي حساب سي نوضرور دی چه په صداقت ، امانت، عفت سره
هر نوعی خدمت او کار په خپل ژوندون کشی له ضروریاتو څخه وګنی بلکه هغه له حياتيه
وسائلوخپلو حساب کی به ایفا او اجرا کشی ئی یوه لمحه سستی او کاهلی وه نکی بلکه له پاره
د تامین د خپل ژوندون نيك معامله ګي او شه رفتار په خپل عمل كشی اختیار کی ـــ علا وه
لدینه چه فرد په کار او غيرت خپل حيات او ژوندون ساتی خپله جامعه اوټولی هم مسعود کوی
او ژوندون ئی په شرافت سره ساتی ، ځکه چه ټولی جوره سوی ده له فردنه او تشكيل او
اساس دټولی او اجتماع افراد دی .
پدی اساس سره هر پښتون ته یواځی یواجی وایم چه ای پښتونه ګناه د ټولو پښتنو یعنی
د اجتماع ستا به غاره بارده ځکه چه ته ییوه غره یا ګوشه کشی پروت ئی ځان په خپل کار او
وظیفه نه خبر وی علم چه دی دین او د دنیا رهبر دی پګوشه کشی دی اچلوی تش ورته
نه کوری ـــ له تجارت خبر نه ئی سیاست نه پیژنی ـــ مکتب دی ندی اوریدلی ـــ صنعت ته
فکر نلری ـــ کسب دفن او دکمال عیب کڼی ـــ دا کتر به تاکی نسته ـــ انجنیر نه ئی ـــ په
سلو کشی دی یو خط نسی لوستی په کتاب نه پوهیژی که پوهیژی هم عمر دی په ورقه او گلشا یاسبزپری
٥٢٥
Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.
