{"book":"adl0986","page":1634,"text":"شماره ( پنجم ) سال دوم مجله کابل ( ٩٦ )\n\nنه ورکوی او زيات او بیکاره شی ئی بولی .\nهمدار نگه ټولی هم فاسد او بیکاره سړی ته مخ نه ورکوی يو زيات او بيكا ره شیى يولي\nبلکه همیشه په ژوندون ئی بعذاب او باندی شرمیږی ـ او هغه سړی هم لكه وچ اعضا له\nحقو قو د سعادت او لذت نه د ژوندون کم نصیب او شرمنده وي او هیڅ کله خپل تامین\nد حيات بصورت دیوه کامل انسان نسی کولای آخر په خپل مرګ رضا او مرګ هم چون\nمقد ور دده ندی ورته نسی حاصليدی ځکه چه دده معامله او ژوندون تړلی او مشروط په\nمقابله دبا لمثل سره ده او د بل سره ربط لری که نیکه معامله وکی له مقابله به شه معامله وینی\nکه بد وکی خپله لار به وه تړی او خپل ژوندون به تریخ کی .\nنوکه څوک غواړی چه پدی دار دگیرو دار کشی نیک معامله او محبوب دټولي سی او ژوندون\nباندی تریخ نسی او په شه وجه سره او په شرافت سره ژوندون و کی او قوم او ملت دده مسعود\nوی او په ژوندیوی او مترقی ملتو كشي حساب سي نوضرور دی چه په صداقت ، امانت، عفت سره\nهر نوعی خدمت او کار په خپل ژوندون کشی له ضروریاتو څخه وګنی بلکه هغه له حياتيه\nوسائلوخپلو حساب کی به ایفا او اجرا کشی ئی یوه لمحه سستی او کاهلی وه نکی بلکه له پاره\nد تامین د خپل ژوندون نيك معامله ګي او شه رفتار په خپل عمل كشی اختیار کی ـــ علا وه\nلدینه چه فرد په کار او غيرت خپل حيات او ژوندون ساتی خپله جامعه اوټولی هم مسعود کوی\nاو ژوندون ئی په شرافت سره ساتی ، ځکه چه ټولی جوره سوی ده له فردنه او تشكيل او\nاساس دټولی او اجتماع افراد دی .\nپدی اساس سره هر پښتون ته یواځی یواجی وایم چه ای پښتونه ګناه د ټولو پښتنو یعنی\nد اجتماع ستا به غاره بارده ځکه چه ته ییوه غره یا ګوشه کشی پروت ئی ځان په خپل کار او\nوظیفه نه خبر وی علم چه دی دین او د دنیا رهبر دی پګوشه کشی دی اچلوی تش ورته\nنه کوری ـــ له تجارت خبر نه ئی سیاست نه پیژنی ـــ مکتب دی ندی اوریدلی ـــ صنعت ته\nفکر نلری ـــ کسب دفن او دکمال عیب کڼی ـــ دا کتر به تاکی نسته ـــ انجنیر نه ئی ـــ په\nسلو کشی دی یو خط نسی لوستی په کتاب نه پوهیژی که پوهیژی هم عمر دی په ورقه او گلشا یاسبزپری\n\n٥٢٥","chars":1792,"image":"https://storage.googleapis.com/adl-page-images/adl0986/01634.jpg","first_page":1,"last_page":3124,"title":"Kābul : ʻilmī, adabī, ijtimāʻī, tārīkhī کابل : علمى، ادبى، اجتماعى، تاريخى","permalink":"https://afghanpress.org/book/adl0986/1634","canvas":"https://afghanpress.org/iiif/adl0986/canvas/1634","source":"https://afghanistandl.nyu.edu/books/adl0986/","source_pdf":"https://afghanistandl.nyu.edu/pdf/adl0986_download.pdf","rights":{"image":{"statement":"Public domain. NYU states: \"All works presented on this website are, unless otherwise indicated, in the public domain. The images available on this website may be freely reproduced, distributed and transmitted by anyone for any purpose, commercial or non-commercial.\"","uri":"http://rightsstatements.org/vocab/NoC-US/1.0/","holder":"New York University Libraries","source":"https://afghanistandl.nyu.edu/about.html","delivery":"Images are served from a copy mirrored by this project, not from NYU's servers, under the reproduction terms above.","endorsement":"This is an independent project. It is not affiliated with, endorsed by, or reviewed by New York University."},"text":{"statement":"Machine-generated transcription, dedicated to the public domain under CC0 1.0. No warranty of accuracy: see the provenance block on every page.","uri":"https://creativecommons.org/publicdomain/zero/1.0/","holder":"Steps Ventures"}},"provenance":{"text_produced_by":"gemini-3.1-pro-preview","thinking_level":"low","read_completed":"2026-08-09","per_page_confidence":null,"per_page_confidence_note":"Not recorded during the corpus run. No calibrated per-page score exists, and none is estimated here.","human_reviewed":false,"accuracy_context":"Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting.","primary_source":"The page image. The text is an index into it."}}