Machine transcription
۱۳۹
مثبت ، منفی :
مثبت ـ هغه ده ی چه دیوی چاری وقوع و ښئی لکه : ځی ، ویی .
منفی ـ هغه ده ی چه دیوی چاری نه وقوع وښئی لکه : نه ځی ، نه ویی .
په پښتو کښی دنفی ادات ( نه ) ده ی .
لازم آو متعدی :
لازم ـ هغه فعل ده ی چه معنائی د فاعل (۱) پر حال آو شان منحصره وی یعنی هغه
فعل ده ی چه بی له فاعله په بل سړی یا بل شی کښی ئی آغیزه جوته نشی مثلاً :
خاندم ، ژاړم . د غلته هغه معنا چه دفعل ئی بیانه وی د ویونکی حال آو شان څه
عبارت ده ی چه په خارج کښی ئی اثرونه ښود آو معنا ئی تمامه شوه .
متعدی ـ هغه فعل ده ی چه معنی ئی د فاعل پر حال آو شان منحصره نه وی آو آغیز
په بل سړی یا بل شی کښی ولیده شی لکه : لسبته پری که ، تیږه ماته که ،
پښتانه سره مینه وکه .
(۱) فاعل : د یواشوی چاری کوونکی ته وییل کیږی .
Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.
