Machine transcription
۱۴۳
نام مصدر او ناقص مصدر :
پښتو کښی ځینی مصادر دی چه د هغو مصادرو څخه درست افعال او درستو زمانو
اشتقاق کیږی (۱) دغه سی مصادرو ته ( تام مصدر ) ویل کیږی لکه : کول ، وهل ،
شیندل ، ساتل . او نور .
ځینی مصادر دی چه د هغو مصادرو نه ټول افعال او درستو زمانو نه اشتقاق کیږی مثلاً
د یوی زمانی یا دوو زمانو ځینی اشتقاق کیږی اما د نورو زمانو افعال ددغه مصدر څخه
نه کیږی بلکه د بل مصدر نه اشتقاق کیږی .
په دغه حال کښی که څه هم معنوی مناسبت موجود وی مګر لفظی مناسبت نه حاصل کیږی
نو دغه سی مصادرو ته ( ناقص مصدر ) ویل کیږی لکه : تلل ، کتل ، ویستل .
مستعمل مصدر او غیر مستعمل مصدر :
د پښتو مصادر د شهرت په اعتبار دوه رازه دی : یو مستعمل مصدر او بل غیر مستعمل مصدر .
مستعمل مصدر هغه مصدر ده ی چه استعمال ئی کیږی او شهرت لری او دیوی
(۱) چه لفظاً او معناً مناسبت سره ولری .
Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.
