Machine transcription
۱۳۵
که د ذوی العقولو د پښتنی دپاره استعمال شی مدعا تحقیر آو استخفاف وی په دغه
عباری سره یی د ذوی العقولو د ډلی څخه باسی . مثلاً هغه څه سړی دی .
کوم : د سوال په موقع کښی د هغه ساهو یا اشیانو د پښتنی د پاره استعمالیږی چه
مذکر وی مثلاً ؛ کوم سړی ، کوم کتاب ، کله کله د ( یو ) کلمه هم ورسره یو ځای کیږی ؛
کوم یو سړی ، کوم یو نفر ، کوم یو ښځی .
کومه : د هغه مفرد ساهو یا اشیانو د پښتنی د پاره استعمالیږی چه مؤنث
وی ؛ کومه ښځه ، کومه و نه .
کومی : د هغی جمع ساهو یا اشیانو د پښتنی د پاره استعمالیږی چه
مؤنث وی ؛ کومی ښځی ، کومی ونی .
څو : د کمیت ( گڼره آو عدو ) د پښتنی د پاره دی ؛ څو روپی ؟
څومره : د مقدار د پښتنی د پاره دی ؛ څومره غنم دی ، د پاره د پښتنی که
د عد د راشی د پښتنی څه مراد د پر والی دی . په ځینو ځایو کښی د استعمال
د کثرت د لامله بیا هر څه چه وی ( څونه ) شوه ی .
Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.
