Machine transcription
۱۳۲
و مقدار اشاره :
الف ـ دغومره : دنژدی اشاری دپاره استعمالیږی د استعمال د
کثرت آو د تلفظ دسهولت له لامله په ځینو ځايو کښی ( دومره ) ليا ( دونه )
شوی .
ب ـ هغومره : دلږ لری اشاری دپاره استعمالیږی د استعمال دکثرت
آو د تلفظ د سهولت له لامله په ځینو ځايو کښی ( هومره ) شوی .
ج ـ ناغومره : دلری اشاری دپاره استعمالیږی .
د ـ هوغومره : د ډيری لری اشاری دپاره استعمالیږی .
Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.
