Machine transcription
۹۱
زیان کړی، پس له شرعی تاوان څخه (تعزیر).
(۳ - م) : هغه څوک چه عامی لاری، یا چینه، یا پول، یا ابروه
د اوبو، یا هغه آبادی چه پخپله دده ملکیت نه وی
په اختیار سره یی ونړوی او وران یی کړی
پس له شرعی تاوانه (تعزیر).
(۴ - م): هغه څوک چه بی له یوسمی دست آویزه او
بی له یوشرعی مجتکه چه حق د ده ثابت کړی،
پخپل سر بی له حکمه د شریعت څخه غیر منقو
مالونه چه په عهده او تصرف د بل سړی کښی
وی، مداخله په کښی وکړی، پس له بیرته ورکولو
د ضبط کړی شوی شی (تعزیر).
(۵ - م): هغه څوک چه نهالوند باغ یا قیمتدار او میوه داره
نهالونه غچ او تلف کړی، یا په مطلب د ورانولو په
هغو کښی چارپایان خوشی کړی، برسیره په شرعی
تاوان باندی (تعزیر).
Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.
