Machine transcription
۹۱
ذکر شی لکه : درے سری، پنځه اسان، درے ښځی، دوه کټونه.
که عدد (یو) آو معدود مذکر وی نو عدد چه (یو) دهی د مذکر په ډول ذکر
کېږی لکه چه مثال ئی پاس تېر شو.
که عدد (یو) یا (دوه) آومعدود مؤنث وی نو عدد د مؤنث په ډول ذکر
کېږی لکه: یوه ښځه، یوه اسپه، دوے هندوانی، دوے تېرې.
عدد چه د هروی په مذکر آو مؤنث کښے د مذکر په ډول ذکر کېږی (اما عدد چه
دهروی معدود دجمع په ډول ذکر کېږی لکه چه پاس وویل شو) : دوه سری،
درے ښځے ، څلور آسان ، پنځه آسپی.
که عدد یو آو معدود د (کس) یا د (تن) لفظ وی عدد د مذکر په ډول
ذکر کېږی لکه : یوکس، یوتن.
که عدد ډېر آو معدود د (کس) یا د (تن) لفظ وی نو په دغه حال کښے
د مذکورو الفاظو په وروسته کښے د (ه) توره ی راوړل کېږی لکه :
دوه کسه، درے تنه.
Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.
