Machine transcription
۳۳۸
کښی بیان وشو مجرد اسم په وروسته کښی (ته) راوړل کیږی او په
ترکیب کښی د مفعول به نه وروسته راځی لکه: وټک کتاب ښوونځی ته ورکړه.
که دیوه مجرد اسم په سر کښی (تر) لیا وروسته کښی (پوری) راشی هغه هم
مفعول الیه کیدای شی لکه: تر کابلہ تللی یوم، بلخه پوری تللی وم، کله کله
دواړه استعمالیږی لکه: تر پیښوره پوری لاړم.
د دغه دپاره چې وپیژندل شی چی یوه کلمه مفعول الیه ده که نه ده باید پوښتنه وشی چې
(چاته څه شی ته، چیرته) که ددغو درو پوښتنو دیوه ځواب شو خو مفعول الیه ده که نه، نه ده.
مفعول فیه ـ هغه لفظ ده ی چې دفعل ځای او وخت ښئی، چی یعنے په کوم ځای
کښی او په کوم وخت کښی واقع شوی، په سر کښی ئې (په) لیا په وروسته
کښی ئې (کښی) لیا دواړه راوړل کیږی لکه: د دغی پوښتنی په ځواب
چې وټک چیرته ده ی وئیل کیدای شی چې په کور ده ی لیا کور کښی ده ی، په هفته کښی
څو واری اداری ته ځی. په کور کښی چاسره کښنی، په دغو جملو کښی (په هفته، په
کور) هر یو مفعول فیه ده ی.
Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.
