Machine transcription
۱۱۸
د فعلی ضمیرونو فعلی حالت هغه حالت دهی چه ضمیر د فعله سره راشی ؛ د غه ضمیرونه
پہ فعلی حالت کښے پہ لاند ینو صیغو کښے پہ لاندینی دول سره استعما لیږی :
۱ ـ د ماضی په درستو صیغو د متعدی فعل پہ فاعلی حالت کښے ( هرکله چه ضمیر فاعل
واقع شی ) مثالونه دے پہ ا فعالو کښے وکتل شی .
۲ ـ د حال ، التزامی ، اجباری ، اقتداری ، امر ، نهی ، استقبال ، د صیغو پہ
مفعولی حالت کښے (هر کله چه ضمیر مفعول واقع شی) مثالونه دے پہ افعالوکښے
وکتل شی .
۳ ـ د مخصوص لازمی (ل) والا مصاور و د ماضی په ټولو صیغو کښے مثالونه دے
پہ افعا لو کښے وکتل شی .
د فعلی ضمیرونو اضافی حالت هغه حالت دهی چه ضمیر د اسم سره راشی .
هر کله چه د یوی خصوصی (۱) معنی د افادی دپاره دوہ اسم یو ځای شی هغه ته اضافت
وئیل کیږی چه د ہغو نه یو مضاف بل مضاف الیہ دی .
(۱) د خصوصی معنی نه تملک ، اختصاص ، نوعیت ، اصلیت ، تشبیہ ، مراد دہ ی .
Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.
