Machine transcription
۸۷
د اعتبار په نظر و نه نیول شی صفت هماغه سی چه پاس بیان شو ذکر کیږی اما
که صفت د موصوف پر هر فرد شامل وی یعنی د موصوف افراد ډیر او د هماغه
صفت خاوند وی آو استثنا و نه لری با لته صفت تکرار ذکر کیږی :
ښه ښه سړی، واړه واړه هلکان، جګے جګے ونے .
د اعداد و اسمونه ـ هغه اسمونه دی چه عدد ښئی ، لکه چه صفت دیوه اسم
حال آو شان ښئی هم غه سی عدد د اسم کمیت یعنی ګنړه څرګند وی چه
دغه هم دصفت دیوه څانګه دهی .
د اعداد واسمونه پنځه رازه دی : (اصلیه، کسریه، ترتیبیه، توزیعیه، متعاقبه)
بی له اصلیه آوکسریه اعداد و نور قیاسی دی چه د هغو بیان به د (وصفیه اعداد) په
نامه د قیاسیه صفاتو په بحث کښی وشی .
اصلیه اعداد ـ دغه هم دوی برخے دی :
یوی ته بسیط وئیل کیږی چه دیوه نه تر نهو پوری دی :
یو ، دوه ، دری ، څلور ، پنځه ، شپږ ، اووه ، اته ، نه ، بلی ته مرکب وائی
Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.
