Machine transcription
۸۵
بد ، ښکولی ( ښائسته ) چټل ، اوږد ، لنډ ، تارت ، تنګ ، آو نور.
په پښتو کښی صفت مخکی آو موصوف وروسته راځی ، که موصوف مذکر وی
صفت د مذکر په ډول ذکر کیږی لکه : پوه سړی ، لوی آس ، جګ غر ، خوږ
خټکی .
وی
که موصوف مؤنث صفت دمونث په ډول ذکر کیږی لکه : پوهه ښځه ،
لویه اسپه ،جګه ونه ،خوږه هندواڼه .
که موصوف مذکروی آو صفت جمع و نه لری (۱) په مفرد آو جمع کښی صفت یو شان
وی لکه : مفرد جمع
ښه سړی ښه سړی
لوی سړی لوی سړی
ټیټ سړی ټیټ سړی
سپین آس سپین آسان
(۱) بعضی صفتونه جمع نلری آو جمع کول یی د پښتو ژبی د قاعدی سره هغنده وی هغواړه اعتبار نشته لکه چه جګ د (جګان)
آولوی د (لویان) په ډول جمع کوی ، د دغو صفاتو جمع غلط ده باید تنی څنګ آو اجتناب وشی .
Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.
