Machine transcription
۸۴
دوهیم څپرکی
صفت
هغه کلمی که چه دیوه اسم حال آو شان بیانوی (صفت) آو هغه اسم له
چه حال آو شان یی بیانېږی (موصوف) وییل کېږی.
لکه د (لوی غره سپینه کوټه) په کلمو کښی چه لوی آو سپین صفت ، غر آو
کوټه موصوف دی .
صفت دوه رازه دهی: یو(سماعی) بل (قیاسی).
سماعی صفت ـ هغه صفتونه دی چه په آوریدو سره څرګندیږی آو په کومی قاعدی
سره نه کېږی یعني مستقله قاعده نلری، دغه هم په دوه ډوله سره دی:
ملا (وصفیه الفاظ) بل (داعدادو اسمونه دی).
وصفیه الفاظ: هغه لفظونه دی چه خپله وصفی معنی ولری دغسی الفاظو ته
(اصلی صفت) هم وییل کېږی . لکه : سپین، تور، لوی، کوچنی، ښه ،
Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.
