Machine transcription
بیعت خُفی اخیت لکه چه په صحیح بخاری کښی له جریر
بن عبد الله بجلی رضی الله عنه څخه په صحیح اسنادو ددی
حدیث روایت سوی دی چه قَالَ بَايَعْتُ رَسُولَ اللهِ
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى إِقَامِ الصَّلوةِ وَاِيتَاءِ الزَّكوةِ وَالنُّصْحِ
لِكُلِّ مُسْلِمٍ - یعنی بیعت می وکړ د رسولعلیه السلام سره په
اداکولو کښی دلمانځه او ورکولو کښی د زکوة او خیر رسول
و هر مسلمان ته - خدای جل جلاله دی په حرمت دَادوَجانو
دَخپلو دوستانو د ټوله اسلام ته دسعادت توفیق او دسُمی
لاری هدایت ورکړی او په عزت او بقا د عمر دحضرت
ظل الله چه نن ورځ اولوا لامر او پاچا او ساتونکی دسنك
او ناموس داهل اسلام دی دا هیواد او دټوله اسلام
هیوادونه له غارت او تسلط څخه دكفارو د قيامت تر ورځی
پوری وساتی وَالسَّلَامُ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدٰى
Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.
