Machine transcription
( صفحه ١٦٥ ) د استقلال ملی نشیده ( سال ششم )
لمر نن بیا د استقلال له مطلع ځلیږی
پورته کیږی عزیزانو چه سحر دی
په وطن د آزادی شمال چلیږی
په دښمن د استقلال سمسور محشر دی
توریالی پښتانه لوړ پخپل همت شول
مړه را پورته شول ژوندی شوونن اختر دی
ښایسته د پښتنو په پاکو وینو
تل ، هرات ، قلعهجدید ، پنجده ، خیبردی
هوکی توره بریالی ده په دنیا کی
په عقبی کی هم مخ ولره سپر دی
توره بویه که جنت له ربه غواړی
پیغمبر له بی ننګانو مرور دی
بیله توری څوک تر مراده نرسیږی
جنت هم تر سیوری لاند د خنجر دی
خدایه و بخښی هغه لوړ لوړ مرونه
چه حیاة ئی ز موږ کټلی پخپل سر دی
هریوه چه په دی لار کښی ستونزه وکړه
ښایسته درګر پښتون لکه لوی غر دی
٤٦٠
Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.
