Machine transcription
نتیجه د عمل
از طبع جناب امین الله خان زمرلائی
عضو انجمن ادبی
داجهان دسود و زیان دی که پوهیږی هر عمل دی دخپل ځان دی که پوهیږی
په نړی کښ چه یادیږی دښو بدو نوم، یواځی د انسان دی که پوهیږی
څوك چه خلق لری هنر اوهم غیرت پدی ښه عمل سلطان دی که پوهیږی
که محمود وه که احمد وه واړه لاړل برم پا تی په جهان دی که پوهیږی
لمرچه نلری بل کار پر ته له نفعی ځکه ځای ئی په آسمان دی که پوهیږی
هر سړی چه خدمت کاندی خپل وطن ته داخصلت ئی دایمان دی که پوهیږی
که په توره شجاعت هنر مشهوروی په عالم کښ هغه ځوان دی که پوهیږی
چه نه علم نه هنر نه ئی عمل وی که قارون وی خونا دان دی که پوهیږی
ای پښتونه د هغو چاری ته زده کړه چه ئی کړی ملك ودان دی که پوهیږی
ته تر کله به خچن وخوار زارئی د عالم څنگه سامان دی که پوهیږی
بیکاری ا ولتی مکره ته هیڅ کله دلتا نو ژوندون گران دی که پوهیږی
د عالم د هو شیاری که ته خبر شی نا پوهی دی ډیر نقصان دی که پوهیږی
دا وینا دی و که ځانته « زمرلائی »
عمل گران گفتار آسان دی که پوهیږی
۲۶۱
Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.
