BrowseKābul ʻilmī, adabī, ijtimāʻī, tārīkhī → page 2151

Page 2151

Kābul ʻilmī, adabī, ijtimāʻī, tārīkhī · pages 1–3124


Page image — the source of record

Scanned page 2151 of Kābul ʻilmī, adabī, ijtimāʻī, tārīkhī

Machine transcription

شماره ( نهم ) سال دوم د نیکه ږغ (۹۷) ( د نیکه ږغ ) د جناب حاجی ولی محمد خان « مخلص » وینا له طلوع افغان څخه یو صحیح پښتون له کوره په وا ته سو و لار د باندی مخ پر لور د هدیره سو ور نژ دی چه و زیارت ته د نیکه سو په ادب ور ته ولاړ لاس پر نامه سو ویل خدایه له تا غواړ مه بخښنه خپلو مړو ته ای دلوی جناب څښتنه نیکه ګان خوندی دخپل رحمت په مخ کړی په امان یی له عذابه د برزخ کړی هم ژغورلی یی داوره د دوزخ کړی د جنت په نعمتو نوی زړه یخ کړی که دوی نه وای موږ به چاوای پیژاندلی په دنیا کښی کوم تاریخ به وای لیکی؟ خدایه دا خو زموږ هغه نیکه ګان و چه عزیز وطن د دوی په لاس ودان و یو د بل په خوږ خوږ من مسلمانان و پښتانه و توریا لی و ننګیا لیان و موږ د دوی له برکته پښتا نه یو چه په ښه تو ګه پر خپل وطن پراته یو دی لا لاس په دعا اښکی بهید له نیکه ږغ کړه ای ځما زویه عاقله! هم د حال په ژبی ده ته و ویله زړه درټول کړه ولی ژاړی بیحاصله؟ یوسه ځما دخواه دا څوخوږی خبری پښتو ته صافی روښنی مرغلری ور ته و وایه ځا منو دا وطن دی د رګټلی مو په سرو وینو دتن دی ښی ولی دی سه سیندونه شین چمن دی لری کړی موپه وچ موټه دشمن دی له خیبر تر کوټا نه ټو له ستا دی ای پښتو نه د امیراث ستا د آبا دی نه له چا سره میشته و و په کور وکی نه مو واک نه اوسیده وه په ښار وکی نه پر سمعه و پراته نه په ار شوکی موږیو څو کورواستو ګه کړه په غرو کی چه پر موږ باندی دلوی باری کرم سو د ژوندون کار مو دده په احسان سم سو ۹۳۲

Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.


Cite this page
Kābul ʻilmī, adabī, ijtimāʻī, tārīkhī, page 2151. Afghanistan Digital Library, New York University Libraries. Machine-transcribed text: Afghan Press Archive, https://afghanpress.org/book/adl0986/2151 (accessed [date]).
Permalink
https://afghanpress.org/book/adl0986/2151
Machine-readable
JSON · IIIF manifest · Canvas
Source
Afghanistan Digital Library record