Machine transcription
۹۷
کېږی چه دغه سی صفاتونه (مؤکده صفات) و پېل کېږی لکه : تک تور، تک شین، تک ژېړ، تک سور.
په پښتو کښی دغه سی تاکیدات ډېر دی لکه : جک جوړ، رک روغ، روغ رمټ، دډ بډ.... الخ. چه آورېد وپوری اړه لری.
و صفت مبالغه :
که چېری د صفت د معنا مبالغه لازمه شی د صفت په سر کښی د (ډېر) کلمه راوړل کېږی : ډېر ښه، ډېر سپین، ډېر خوږ.
که وغوښتل شی چه مبالغه لا زیاته شی د (خښت (١)، خورا، بېکوره) کلمی استعمالېږی: خښت سپین، خښت خوږ، خښت تریخ، خورا ښه، بېکوره خیرن.
که وغوښتل شی چه مبالغه د دغه نه هم پسی ډېره شی نو د (خښت، خورا، بېکوره) سره د (ډېر) کلمه یو ځای استعمالېږی: خښت ډېر سری، خورا ډېر غټ.
(١) په مؤنث کښی (خښته) استعمالېږی
Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting. How this was measured.
