{"book":"adl0986","page":1892,"text":"شماره ( هفتم ) سال دوم مجله کابل ( ۹۸ )\n\nراوول او رتې بل کړ ـ دودي کښوی پخه کړه او دوار ولە یی په خوله کښی ور کړله ـ چه\nماړه سول ـ نو ساعت پس دواړه کشینستل ـ او دده لاس او پښي یی مچ کړل ـ اودبودی\nله خولی داوختل « چه ویلی » « ما وی که دام څوی دی » او په زار زاریی وژړل ـ شریف\nله بو دانه پشته وکړه چه ستاسو هيڅوك نسته ؟ بودا ورله په ژرا سو او ویی ویل\nچه ای نیکه سریه ـ خدای د تاله اجر نيك درکی ـ تا موږ له مرګه خلاص کړو ـ ځموږ\nيو نيك زوی ستا به عمرسته ـ موږ دواړه ضعیف سوو ـ اوهغه به زموږ خدمت په شه شان\nکولو ـ اوستا په شان به یی په خپل لاس راله دودی بخوله ـ او را کوله دا دویمه میاشت ده چه\nهغه زموږ نه چیرته تله یی دی تر اوسه را نغلو خبر نه یم ـ چه ای ځماد زړه سره زویه ته څه بلا\nاو خوری ته خو پر موږ ډیر مین وی ـ ته خو ز موژ ډیر شه زوی وی ـ بود ادا خبری\nکولی ـ او په زار زار یی ژړل ـ او بودی غریبه هم ژړیده ـ شریف ورله بیا اووی چه با با\nدلوږی څو څوك نه مری ته که ضعیف یی ـ او کار کسب نسی کو لای نودی شارته به تلی\nاو خیرات به دی غوشت ـ نو تا سو ځان دلوږی مرکی ـ بودا یو سوړ اسویلی وکی ستر کی یی\nپاك کړي ـ او ځان سمبال کی ـ نو شریف له یی داسی جواب ور کی ـ بچیه ! ته څوك یی !\nاو څه دی نوم دی اودلته څرنګه راغلی یی .\nشریف ورله ووی ـ چه زه حاجی یم ـ حج له ځم ـ او زموږ ملك له دوه میاشتی سفردی ـ\nځما نوم شریف دی ـ اویوم بل ملګری هم وه ـ هغه مخکښ ولار ـ زه دلته او بوله راغلم ـ\nاو دا قصة ورله ټوله تيره کړه ـ بودا د شریف همدر دی او ایثار له ډیر حیران سو ـ او\nد عای ورله و کره اود خبری جواب یی دا سی ور کی ـ چه شريفه بچیه چه زموږ چه هغه\nزوی ورك سو اواوه ورځی تیری سوی ـ نو موږ دوا ړه ډير وږی سو ما فکر و کی ـ\nچه دصحرا نه به لرګی را وړم ـ او په با زار کښی به یی خر خوم يوه ورځ په اتمه ور څ\nروان سوم ـ مگر لاس او پښی م ړ پیدل او بلکل نه سوم تلی ـ بیام په زړه کښی\nاووي ـ چه ځم چه بدی ښار کښی خیرات او غواړم ـ ښار ته ولاړم ـ دری څلور\nدر وازي م اغوشتی ـ خوهیچاڅه را نکرل ـ آخر چه م په یوه دروازه کښی ډیر آوازونه\nو کرل ـ نو یوه سړی سره د خپل سپی بېړ په غصه کښی را غلو ـ او عباسی یی را وشکاره\n\n۷۲۷","chars":1882,"image":"https://storage.googleapis.com/adl-page-images/adl0986/01892.jpg","first_page":1,"last_page":3124,"title":"Kābul : ʻilmī, adabī, ijtimāʻī, tārīkhī کابل : علمى، ادبى، اجتماعى، تاريخى","permalink":"https://afghanpress.org/book/adl0986/1892","canvas":"https://afghanpress.org/iiif/adl0986/canvas/1892","source":"https://afghanistandl.nyu.edu/books/adl0986/","source_pdf":"https://afghanistandl.nyu.edu/pdf/adl0986_download.pdf","rights":{"image":{"statement":"Public domain. NYU states: \"All works presented on this website are, unless otherwise indicated, in the public domain. The images available on this website may be freely reproduced, distributed and transmitted by anyone for any purpose, commercial or non-commercial.\"","uri":"http://rightsstatements.org/vocab/NoC-US/1.0/","holder":"New York University Libraries","source":"https://afghanistandl.nyu.edu/about.html","delivery":"Images are served from a copy mirrored by this project, not from NYU's servers, under the reproduction terms above.","endorsement":"This is an independent project. It is not affiliated with, endorsed by, or reviewed by New York University."},"text":{"statement":"Machine-generated transcription, dedicated to the public domain under CC0 1.0. No warranty of accuracy: see the provenance block on every page.","uri":"https://creativecommons.org/publicdomain/zero/1.0/","holder":"Steps Ventures"}},"provenance":{"text_produced_by":"gemini-3.1-pro-preview","thinking_level":"low","read_completed":"2026-08-09","per_page_confidence":null,"per_page_confidence_note":"Not recorded during the corpus run. No calibrated per-page score exists, and none is estimated here.","human_reviewed":false,"accuracy_context":"Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting.","primary_source":"The page image. The text is an index into it."}}