{"book":"adl0986","page":1891,"text":"شماره ( هفتم ) سال دوم دحج په سفر کښ حج ( ۹۷ )\n\nاظهار وکی مګر دائی او وی ـ چه ځماسره خو به د وئی رونی وی ـ چه په مشکله به دلاري خرڅ و سی ـ نوکور شځی له به څه چل کوم ـ شریف ور له او وي چه زه تاله د خرڅ روپي په بخښنه در کوم ـ هغه شځی له پریږده ـ او څه چه څو ـ خیر پدی فیصله وسوه ـ ورځ مقرره سوه ـ کورونوله ئی روپي پریشودي .\nد زیارت ورځ ده ـ شریف او حکمت د خپلو خپلوانو نه رخصت واخستو ـ او حج له روان سول ـ ګاډی او موټر خونه وه پیاده روان دی ـ څه موده پس قریب په نیم منزل کښ وه چه یوه ورځ دیوه شار په خواء کښ تیریژی ـ او شریف صحرا له حاجت راغلو ـ حکمت لۀ او و یلی ـ چه ته ځه زه صحرا له کیښم ـ مګر ما له مه دریژه ـ زه به ځان در اور سوم ، حکمت خو پر پژهء چه روان وی .\nشریف چه له صحرانه فارغ سو ـ نو اوبو څښوله ئی شوق وسود شار نه په بغل د لار په غاړه په پټی کښ د چاغریب دهقان د غوړګی نه جوړ سوی څپری وه ـ اود و شودك غولی هم وه ، شریف ورغلو ـ او په دروازه کښ ژغ وکی ـ چه خداي مو اوبخښه لږ او به راکی ـ مګر چا جواب ورنکی ـ غریب دوه دری ژغه وکړل ـ خوژغ را نغی دی لا ولا ړ وه چه دکورنه یوتری فریاد راغلو ـ اودا فریاد داسی وه ، چه د شریف زړه پربکی ـ اود ده داخيال راغی ـ چه دلته په چا ظلم کیژی ـ او ورڅم چه د خدای د پاره مدد وکم ـ خیر شریف دلته ولاړ ـ ګوری ـ چه په منځ غولي کښ یو ضعیف سړي په شلید لو جا مو کښ نیم پټ او نیم لیڅ په مځکه پروت دی ـ او خبری نسی کولای ـ شریف ځنی ډیره پښتنه و کړه ـ خوڅه جواب ئی ـ ور نکړی سو شریف ولاړ سو او د څپری د ننه چه ولاړ ـ ګوری ـ چه یوه بوډی ډیره ضعیفه شځه د نغری خوا ته په مځکه اړ غړی ـ ار فریادونه کوی ـ دی چه دلته ولاړ ـ توله ډیره افسوسه اوله کمال انسانی همدردي له و چی ئی له خولی نه یوه ناره وخته ـ او دی په خواه کښ کښینست ـ او پښتنه ئی ځنی وکړه چه څه چل دی څه تکلیف دی بوډي هم د خبرو نه پریوتلی وه ـ مګر په اشاره خولی له لاس یو وړ او دی پوه کی ـ چه موټر نږ یو ـ شریف چه په مطلب پوهسو ـ نوژر بیرته سو ـ او په منډه شارته ولاړ شار دهغه ځايه میل قدر لری وه ـ له شار نه څه سبزی او مصالح او اوړۀ\n\n٧٢٦","chars":1823,"image":"https://storage.googleapis.com/adl-page-images/adl0986/01891.jpg","first_page":1,"last_page":3124,"title":"Kābul : ʻilmī, adabī, ijtimāʻī, tārīkhī کابل : علمى، ادبى، اجتماعى، تاريخى","permalink":"https://afghanpress.org/book/adl0986/1891","canvas":"https://afghanpress.org/iiif/adl0986/canvas/1891","source":"https://afghanistandl.nyu.edu/books/adl0986/","source_pdf":"https://afghanistandl.nyu.edu/pdf/adl0986_download.pdf","rights":{"image":{"statement":"Public domain. NYU states: \"All works presented on this website are, unless otherwise indicated, in the public domain. The images available on this website may be freely reproduced, distributed and transmitted by anyone for any purpose, commercial or non-commercial.\"","uri":"http://rightsstatements.org/vocab/NoC-US/1.0/","holder":"New York University Libraries","source":"https://afghanistandl.nyu.edu/about.html","delivery":"Images are served from a copy mirrored by this project, not from NYU's servers, under the reproduction terms above.","endorsement":"This is an independent project. It is not affiliated with, endorsed by, or reviewed by New York University."},"text":{"statement":"Machine-generated transcription, dedicated to the public domain under CC0 1.0. No warranty of accuracy: see the provenance block on every page.","uri":"https://creativecommons.org/publicdomain/zero/1.0/","holder":"Steps Ventures"}},"provenance":{"text_produced_by":"gemini-3.1-pro-preview","thinking_level":"low","read_completed":"2026-08-09","per_page_confidence":null,"per_page_confidence_note":"Not recorded during the corpus run. No calibrated per-page score exists, and none is estimated here.","human_reviewed":false,"accuracy_context":"Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting.","primary_source":"The page image. The text is an index into it."}}