{"book":"adl0986","page":1633,"text":"(٩٥) غللی وپشتانه نه شماره (پنجم) سال دوم\nدده په وحشت او جهالت سره لکه څلور پښې تیریږی. نو پدی حساب سره هر څوك\nوټولنی او اجتماع دخپل بنی نوع ته محتاج دی.\nعلماؤو، اجتماع د انسانانو ویوه لوی ژوندی جسم ته تشبیه کړی دی او ژوندی جسم\nترکیب سوی دی له اعضاو څخه لکه سترګی، خوله، لاس، پښې او نور...... او هر\nعضو خاصه وظیفه تر معلوم او معین قانون لاندی لری او په ځائی راوړی - او هغه عضو\nپه هغه وقت کشی هم ځانته او هم نورو اعضاوو ته کار کوی. د امثال، ژوندون دیوه سړی\nته په جامعه کشی ډیر نژدی والی او یورنک والی لری. ځکه چه ګورو یوسړی په کار\nاخته دی په هغه وقت کشی چه له پاره د ځان کار کوی په حقیقت کشی د ټولو فائده\nدده په کار کشی سته مثلا: د بنا، ټوله ورځ لا س په خټو او لمړ ته زحمت کاژی اگرچه نتیجه\nد زحمت د ده دخونی جوړول او مزدوری اخستل دی مگر په عین حال کشی د ده زحمت\nبل هم دخونی خاوند او په استراحت کوی. یا بوزارع تمامه ورځ داوړی و لمړ ته په کار او زحمت\nتیروی اگرچه به ظاهره سره معلومیږی چه له کشت نه غم اخستل له پاره د ده دنفعی دی\nمگر په حقیقت کشی دټولو نفع د ده په فائده کشی شريك ده ځکه چه ټول احتیاجات د ده\nیواځی غنم ندی بلکه نور ډیر مایحتاج او ضروریات لری چه بوله هغو مايحتاجو څخه غنم دی\nنو داغنم ده وټولنی دافراد و ته په زحمت سره حاصل کړی دی چه په عوض د هغو غنمو له بزاز\nڅخه رخت اوله بنانه خونه او له نجارخنی لرګي دخونی اوله...... اونور لوازمات د\nژوندون آخلی.\nهمدارنگی هر سړی چه هر کار کوی. نو هيڅ څوك يو د بلنه نسی بی نیازه کیدی.\nلکه چه پځان کشی سترګی له سر نه اولاس دپښو نه او نور.\nوقتی چه فردپه جامعه کشی لکه یوعضو په جسم کشی ثابت سو - نو همدارنکی لکه پجسم\nکشی چه یو عضو ناقص او مفلوج سي او وظیفه پاتی سی اوجسم ځنی نقصان مند او ور\nسره پعذاب او به پریکیدونی رضاوی - همدارنگی تولنی له کاهلی اوسستی یابد اخلاقی دیوه\nسړی نه نقصان مند او په بلا کښیوزی او څرنګه چه جسم، و چ او ناقص اعضا ته لذت\n٥٢٤","chars":1693,"image":"https://storage.googleapis.com/adl-page-images/adl0986/01633.jpg","first_page":1,"last_page":3124,"title":"Kābul : ʻilmī, adabī, ijtimāʻī, tārīkhī کابل : علمى، ادبى، اجتماعى، تاريخى","permalink":"https://afghanpress.org/book/adl0986/1633","canvas":"https://afghanpress.org/iiif/adl0986/canvas/1633","source":"https://afghanistandl.nyu.edu/books/adl0986/","source_pdf":"https://afghanistandl.nyu.edu/pdf/adl0986_download.pdf","rights":{"image":{"statement":"Public domain. NYU states: \"All works presented on this website are, unless otherwise indicated, in the public domain. The images available on this website may be freely reproduced, distributed and transmitted by anyone for any purpose, commercial or non-commercial.\"","uri":"http://rightsstatements.org/vocab/NoC-US/1.0/","holder":"New York University Libraries","source":"https://afghanistandl.nyu.edu/about.html","delivery":"Images are served from a copy mirrored by this project, not from NYU's servers, under the reproduction terms above.","endorsement":"This is an independent project. It is not affiliated with, endorsed by, or reviewed by New York University."},"text":{"statement":"Machine-generated transcription, dedicated to the public domain under CC0 1.0. No warranty of accuracy: see the provenance block on every page.","uri":"https://creativecommons.org/publicdomain/zero/1.0/","holder":"Steps Ventures"}},"provenance":{"text_produced_by":"gemini-3.1-pro-preview","thinking_level":"low","read_completed":"2026-08-09","per_page_confidence":null,"per_page_confidence_note":"Not recorded during the corpus run. No calibrated per-page score exists, and none is estimated here.","human_reviewed":false,"accuracy_context":"Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting.","primary_source":"The page image. The text is an index into it."}}