{"book":"adl0616","page":1136,"text":"صحیفه ۷ سال چهارم شارة ١٦\n\nادبیات\nبزبان افغانی\n(بحالت امروز دنيا يك نظر عبرت)\n\nته کره را ته مکی ګوره نظر وکه زما وروره چه عجب ښه فرصت دی خدای راکړی غنیمت دی\nچه عجیبه آوازی دی رنګا رنګه ننداری دی همت کړه درکانو — درو میانو عثمانیانو\nعالم ټوله دی په شور کی مرد و زن په شور ماشور کی بیدار مغز کاملان دی باعبرت عاقلان دی\nد بعضو مخ ترقى له — د بعضو داو پستی له د سلطان همت ته ګوره — مردانه غیرت ته ګوره\nځنی نور ملکونه نیسی ځنی خپل ساتلای نیسی د همت توره په کټلی د غیرت په لاس نیولی\nبعضو نوی تهدای کنیشو و بعضو خپل رهنمای پریښود آفرین دی پر همت وی صد تحسین دی پر غیرت وی\nځنی وا لوله هوانه ځنی شوه بر زمکه بانه چه فرصت په کی پیدا و روان سو په بریتانیا\nیو عجب رنګه احوال دی شوه منشور او ول مقال دی غربی وکی اور وهی سو مقابل هم د روسی سو\nدنیا ده پر شور راغلی تو بدلی قهر بدلی ځنی وی نیوی قفقاز په مطلب سو سرفراز\nلوی دول چه پر دنیا دی په یورپ که په ایشیا دی هم پر مصری حمله کړی هم په سویز په چه وری\nتول په جنګ کښی اخته دی په سرو و وینو آغشته دی بلی بلی ښه فرصت دی خدای راکړی غنیمت دی\nپر (دنیا) ترخپل سرتیر دی خان و مان به بالکل هیردی عطا سوی دی له پاسه وقت به مه باسی له لاسه\nپه یورپ کی زلزله ده سینه روز به نور شبه ده ای زما برادرانو ! ای جمله مسلمانانو !\nد جرمن پر غلبه ده — زمکه سره ددوی پر شپه ده شه فرصت دی خدای راکړی شه نعمت په عطا کړی\nبل دی هر ځای اورونه د توپو ګیزی وارونه چه کفار سره اخته دی په سرو وینو آغشته دی\nپه هوا دی جهازونه په اوبو کی آبدوزونه دښمن وژنی چه بی حده کافران بی توله مړه\nهم په ځمکه دی ریلونه — په دشتو کی موترونه همیشه ښه فرصت نه وی بل بری پر ګمان نه وی\nد توپو نور در بهار دی د سرو کریجو در بهار دی کافی کافی مه پیدا — بیداد په وی دنیا —\nد پکو ټکه هار دی د مردو کو شرکه ها دی تیر کلونه که نظر په احوال که ځان خبر\nهم د پاسه عمان اوری هم کښتی بلادی توری چه پرواز باندی چه حال وو پریشان زموږ احوال وو\nلوی عظیم مهلک توپونه ډیر مدهش آوازونه د کفارو غیر غربی وی شپاو و روز رموز عمری وی\nپر دشمن کوی وارونه ورانه وی هر یو شهرونه تر خوله تیری یی کټلی لافی شانی یی وهلی\nپه لکو عالم قتلیزی — په لکو هم امیر بزی و حرم ته بی نسبت — دوی کاوه په جمعیت\nد قرنو لوی دولتونه — د عمر و سلطنتو نه خدای اخته کړه اوس په خپله سره وژنی یو له بله\nپه یوه آن کښی برباد — د دشمن په زده می شاد داد خدای مهربانی ده د خالق نگهبانی ده\nشه برباد قوم په خرابی پیش عظیم لوی اضطراب دی چه په موږ ګروه نه خلاص شکری وکی په اخلاص\nیوسه بل راسته — می خپور بل ایشا ده ولی ولی مهربان دی د مظلو و نگهبان دی\nد بلجیم و حال ته ګوره له دی حاله دی خدای ساته له ظالم انتقام — اخلی دی همیش مدام\nپه یوه آن شوه برباد — د جرمن زړه شوه په شاد ای باری پرور دګاره ای قادر ای غفاره\nیو عجیب رنګه احوال دی یو غریب منقلب حال دی خوار ( افغان ) تانه زاری که بیا زاری په عاجزی که\nجرمن دی خدای ګمارلی روس انګریزی ښکار لی موږ ټکه کښی له آقانو له جمله افلاطونو\nروسیان ژاړی (زار) زاری کی جرمن خاندی خوشالی کی په سایه کی موده شاه زموږ امیر حبیب الله\nانګریزان په ویر آخته دی ډیر مغموم خو راځی آسوده لری ای خدایه ای هادی او رهنمایه\nپه فرانس کی و لوله ده — د جرمن پری غلبه ده\nالحاصل چه په احوال دی چه تعبیر به ډیر محال دی\nخوشحال دی سامانان خصوصاً بیا افغانان\n\nبحرمت د مصطفی\nمحمد مجتبی ( ص )\n\nسه شنبی اومه د ربیع الثانی سنه ۱۳۳۳\nپه مدرسه شاهی کی ( صالح محمد )","chars":3001,"image":"https://storage.googleapis.com/adl-page-images/adl0616/01136.jpg","first_page":1,"last_page":1787,"title":"Sirāj al-akhbār سراج الاخبار","permalink":"https://afghanpress.org/book/adl0616/1136","canvas":"https://afghanpress.org/iiif/adl0616/canvas/1136","source":"https://afghanistandl.nyu.edu/books/adl0616/","source_pdf":"https://afghanistandl.nyu.edu/pdf/adl0616_download.pdf","rights":{"image":{"statement":"Public domain. NYU states: \"All works presented on this website are, unless otherwise indicated, in the public domain. The images available on this website may be freely reproduced, distributed and transmitted by anyone for any purpose, commercial or non-commercial.\"","uri":"http://rightsstatements.org/vocab/NoC-US/1.0/","holder":"New York University Libraries","source":"https://afghanistandl.nyu.edu/about.html","delivery":"Images are served from a copy mirrored by this project, not from NYU's servers, under the reproduction terms above.","endorsement":"This is an independent project. It is not affiliated with, endorsed by, or reviewed by New York University."},"text":{"statement":"Machine-generated transcription, dedicated to the public domain under CC0 1.0. No warranty of accuracy: see the provenance block on every page.","uri":"https://creativecommons.org/publicdomain/zero/1.0/","holder":"Steps Ventures"}},"provenance":{"text_produced_by":"gemini-3.1-pro-preview","thinking_level":"low","read_completed":"2026-08-09","per_page_confidence":null,"per_page_confidence_note":"Not recorded during the corpus run. No calibrated per-page score exists, and none is estimated here.","human_reviewed":false,"accuracy_context":"Roughly two thirds of characters agree with a modern printed edition of the same text. Much of the disagreement is editorial, not misreading. Treat the transcription as a finding aid and read the page image before quoting.","primary_source":"The page image. The text is an index into it."}}