Afghanistan Digital Library adl0646 http://hdl.handle.net/2333.1/1zcrjdj7 This is a PDF version of an item in New York University's Afghanistan Digital Library (http://afghanistandl.nyu.edu/). For more information about this item, copy and paste the "handle" URL above into a web browser. When referring to or citing this item please use the "handle" URL and not this document or the URL from which you downloaded it. All works presented on New York University's Afghanistan Digital Library website are, unless otherwise indicated, in the public domain. The images available on this website may be freely reproduced, distributed and transmitted by anyone for any purpose, commercial or non-commercial. NYU Libraries, Digital Library Technical Services, dlts@nyu.edu
نظامنامه دَ توقيفخانو او محبسو په (۱) د اسد سنه ۱۳۰۶ په مطبعه د «شرکت رفیق» کابل کښی چھاپ شو شماره چاپ (۱۰۰۰) قیمت د یوی نسخې (۱۸) پول
[BLANK PAGE]
بسم الله الرحمن الرحیم نظامنامه توقیف خانوا وبندیخا قاعده ١:- په هر مرکز د نائب الحکومکیو او اعلی او نورو حکومتیو کښ یوه یوه توقیف خانه - او په مرکز د نائب الحکومکی او اعلی او لویو حکومتیو کښ بندیخانی - او برسیره په دا باندی په پایتخت د کابل کښ یو عامه بندی خانه شته . (٢):- په مرکز د ولایت د کابل کښ یو مامور د توقیف خانی او یو مامور د بندی خانی شته او په نورو ولایتو او اعلی حکومتیو په هغه ځای کښ چه بندی خانه لری ، یو یو مامور د بندیخانی شته
شته، او په هغه ځايو کښی چه توقیف خانه شته یوتن له منصبدارانو دکوتوالی څخه به یی اوکارونه د مامور د بندی خانی کوی. (۳):- توقیف خانی مخصوصی دی، لپاره د هغو سړیو چه سم له خاصی نظامنامی توقیف (نظبندی) لاندی راشی، اوتر هوسه د دوی په حق کښی څه حکم نه وی وتلی په بندی خانو کښی محض هغه سړی موجود وی چه په حق د دوی کښی فیصله او حکم وتلی ی (٤):- هغه کسان چه په سبب دقباحت حکم پری کیږی یا په واسطه د هغی "جنحی" چه مدة دبندی ئی له دو میاشتو څخه زیاد نوی بندی شی دی هم مدت د دی جزاء خپلی به په توقیف خانو کښی کوی. (۵):- هغه محکومین چه زیاده له دری میاشتو څخه بندی کیږی، بندی خانو د مرکز د ولایت یا اعلیٰ حاکم ماندو
٣ ته لیږل کیږی. مګر محکومین د ”جنحه“ د هغو حکومتیو چه لويو حکومتیو پوري تړلی دی، په بندي خانو د لويو حکومتیو کښي په مدۀ د بنګ توپ خپل پوره کوی. (٦) ــ هغه محکومین د ”جنحه“ او د ”جنایات“ چه په بندي خانو د ولایتو او اعلی حکومتیو کښي بندي کیږی، له نائب الحكومکیو او اعلی حکومتیو ځنه هغه محکومین چه مدۀ د بندي توپ د دوی زیات له پنځو کلو وی او د هغو لویو حکومتیو چه ولایت د کابل پوري تړلی دی، هغه سړی چه زیاد له درو کلو حکم د بندي توپ پرې شوی وی ــ په هر کال کښي دوه ځلی عامی بندي خانی د کابل ته لیږل کیږی. (٧) ــ بندي خانه او توقيف خانی د نائب الحکومکيو او د نورو حکومتیو، د کوتوال د هسي ځای تر
٤ لیدلو او نګرانی لاندی وی برسیره په دا باندی پر عامه بندی خانه کښ یو مامور د بندی خانې شته، انتظام اوشپه ساتنه دشه د بندیخانو په واسطه د کاردارانو د بندیخانی او د توقیفخانی د کوتوالی دهغه ځای تر سیوری لاندی (۸):-ماموران د توقیف خانو او د بندی خانو له ټو لو باخبری د ټولو نظامنامو اوقاعدو د هغو توقیف اوبندی خانو چه دوی پوری تعلق لری مسئول اوجوابده دی- او هم دارازی له باخبری او توجه د خپله توقیفخانو اوبندی خانو څخه هم مسئول وی. (۹):-مامورین د توقیف خانو اوبندی خانو، احوال و کیفیت د هغو سریو چه توقیف اوبندی شوی دی په یو مخصوص کتاب کښ قید او ثبت او داخلوی. د دی کتاب پاڼی پخوا له استعمال څخه، نمبر وهلی شی، او د هغه ځای د کوتوالی له خوا څخه شمار اوپه آخر د د دی کتاب کښ تصدیق
کړی شی. (۱۰):- ټول هغه سړی چه توقیف یا بندي او په توقیف خانه یا بندی خانه کښ داخل شی، لیکلی شوی سند د قوماندان د کوتوالی یا د قاضی فیصله به کوری او په دا مخصوص کتاب کښ به ئی ثبت او قید کوی - مامورین د توقیف خانی او بندی خانی هیڅ کله داسی شان سړی چه د دوی په حق کښ یوسند د توقیف د قوماندان د کوتوالی یا فیصله د قاضی وتلی نه وی په توقیف خانه یا بندی خانه کښ قبولی نه شی، هغه مامورین چه په خلاف د دی قاعدی کم سړی په توقیف خانه یا بندی خانه کښ داخل کړی سم له نظامنامه د جزای عمومی هغو څخه باز خواست کیږی. (۱۱):- په دغه کتاب کښ تاریخ د توقیف یا بندی توپ
سوه له تاريغه دپوره کولو د جزائیه مدة، ښکاره ثبت کیږی، هغه مجرمین چه زیات له مقرری مدّة خپلو څخه په بندی خانه کښی پاتی شی ددغه مامور مسئول دی! (۱۲)-کوتوالی او حاکمان، وقت په وقت، پلیټنه او يا خبره د هغو توقیفخانو ابتدائیخانو چې دوی پورې تعلق لری کوی به ئې، او په برابره ولو د دې نظامنما کښی به دقت اوکوشش کوی. (۱۳)- د هغو دائرو څخه چه ابتدائیئر تحقیقات په حق د مجرمينو كښی کیږی، د تحقیقات له مخی لِیا د ” منفرد حبس “، د بعضی سړیو، تر یوی میاشتی پورې امر ور کولى شی - غیرله هغو دائرو څخه هیڅ څوك په امر ورکولو د منفرد حبس، کښی اجازه نلری! (١٤)- توقیف شوی سړی اوسندیان، په رعایت او
سادق د ٹولو داخلی تعلیمونو او نظامنامو د توقیفخا او د بندی خانی سره مجبور دی، هغه کسان چه رعایت د داخلی نظامنامی د هغی نه کوی یا سہ لردی څخه باسی یا لپارہ د ځان فعلیّه تلاښونه د تثبتیډلو کوی ـ سم لہ حکمہ د حاکمانو د هغه ځای په حق کښ د داسی شاً سړیو به هر ځلی سزا ومجازات د (منفر دحبس) ترپنځه لس ورځو اجراء کیږی! (۱۵):ـ په بندیخانه او توقیف خانوکښ لپاره د ښځو او وړکيو هلکانو بیل ځایونه مقرر دی ! (۱۶):ـ هیڅ څوك په توقیف خانه او بنادی خانوکښ هغه شیان او پیسی چه زیاد د دوی د احتیاج څخه وی ، ځان سره نشی ساتلی ـ او داسی پیسه او شیان چه مجرمئی له خپل حاجت څخه زیاد لری که کوره د تو مئی په ښهر یانژدی قعته
وی په هریولر خپل قوم څخه چه د مجرم رضا وسپارکی او رسید روښتی اخسته شی ، که دا مجرم د اطراف یا د نورو ولایتو او په شهر او نژدی و ښهر ته کور او قوم نه لری - په اوله ورځ د بندی توب او توقیف دده کښ په مدیریت د توقیف خانی یا بندی خانی کښ سپارلی ، او رسید د هغه پخپله هغه مجرم ته ورکول کیږی ـ په مدة د بندی توب د ده کښ که څه شی دخپل خرڅ لپاره ، ضروری د اخستلو وګڼی اخستای یی شی ـ او په هغه وقت کښ چه مدة د بندی توب د ده خلاص شی برابر له هغه رسید د مدیریت سره هغه پیسه او شیان و ده ته سپارل کیږی ـ هغه ماموران چه په امانت مال د توقیف شوی سړیو او بندیانو کښ تصرف وکړی یا په ورځ د یله کیدلو د دوی کښ څه شی له دی څخه خاوری ښیری کړیوی سم له
۹ نظامنامی دجزای عمومی سره حکم د جزا پری کین (۱۷):- لپاره دکيناستلو اولیدلود محرمینو، ددوی قوم ته په هره هفته کښ دوه ورخی پنجشنبه او یکشنبه معلومی شوی دی- وتلی ددی ورخو شخه مجرمین خیل قوم سره كيناستل اوليدل نشی کولای (۱۸):- دتوقیف او بندی خانی ماموران له خبر استلو د اصول دخوراك او علاج د مرضو د هغو کسانو چه په بندی خانو کښ استوکنه لری جواب ده دی یعنی دا ماموریه بنه شان سب ك سره به كوری چه د بندیانو د ډوډی عناد خودرا وی، او په معلومد او اندازه په ترتیب سره په خاص وقتو کښ دوی ته ورکړشی او همداسی توقیف شوی سړی او بندیان دخپل دخوراك سړ شته له خپلو پیسیو
۱۰ نخه کولای شی، مگر لپاره د داسی شیا سړیو د دولت له خواڅخه خوراک نه ورکاول کېږي (۱۹) :ـ دهغه بنديانو او توقيف شوی سړیو چه په دی مرضو اخته وی چه نورو نغړیو ته ورځی په یوی خاصی بېلې کوټې د بندي خانې کښی علاج او دارو د دوی کېږي ـ یواځی هغه رنځوران چه د جراحی عملیات لازم ولري لېږل شی په عامی شفاخانې کښی تر علاج لاندی نیول کېږي (۲۰) :ـ لپاره د ضبط او ربط او ساتنه او انتظام د داخلي ماموران د توقيفخانو او د بندي خانو، هرکله چه ضرور وويي کوټي او شا وخواه د بندي خا او لاندی د فرش او کالی د بندیانو لېدلايشی له توقیف شوی سړیو او بنديانو سره ، پردېل دبندی خانه او توقیف خانه کښی هر وتری؟ حرکات کی ادووس در کونکی وسلی او همدا رنگه
۱۱ چرس او تمباکو او نسوار او نور کیفی شیان بالكل منعه دی هغه کسان چه د تریاك عملی وی، په باب د دوی کښ د سعی و کړی چه برابر د ډاکتر له هدایتی او پندونو سره ، عمل د ترياك تلو پرینودل شی او که دا سبب د مړه کیدلو دسپي شی په قدر داحتیاج په خوراک د هغه سره اجازه لری. (۲۱) مجرمين بي له حضوری د حاکم اوله هغو ځا یو څخه چه د دوی استنطاق هلته کیږی، بل ځای ته اجازه د تللو نه لری مجرمین لپاره دجوړه ولو د کارو دخپل ځان یوتن وکیل نیولی (۲۲) په بندی خانو کښ کار او کسب د بنديانو له بويا دی هر بندی په يوهغه کار باندی چه بند يتما کنی ترغیب کیږی مشغول به وی ! (۲۳) هغه کسان چه بندی کیږی خوراک ددنی
۱۲ د دولت له خوا ورکـاوه شی ـ هغه پیسی چه د دوی د کار و نتیجی څخه پیدا کیږی، دولت ته تعلق لری! (۲۴) : ښـه ساتنه د اسبابونو د کار د بندی خانو د مامورانو له وظیفو څخه شـمارل کیـږی ـ کار داران د بندی خـانی به په نـظـر د غـور سـره گـوری چه بندیان دا اسبابونـه د کار لپـاره د تیښتیـدو یا لپـاره د ضرر رسـولو د نته په بندیخـانه کښ استعمال نکړی ـ (۲۵) : ترهغه پوری چه بندی خانی په نـوی اصول سره جوړیـږی، نائب الحکومه او ټول حاکمان په انـتـظـام او صفائی او ترتیب او پاکی د بندیخانی کښ توجـه کړی ـ له دی جملـه څخه ، ښـه به گوری ، چه چاپیـر له بنـدی خانـو لپـاره د سـاتنـه د بندیانـو ښـه مـضـبوطـه دیوالونه . [Text on left margin:] مطبع دار السلطنته کابل تمم طبع شد مدیر طبع سید غلام محمد خان مطبعجی
۱۳ اودننه په ښک ی ځانوکښ لکه غسلخانېداوبو لپاره او نور شیان چه لپاره دلری کولود احتیاج د بند یانو ضرور ولیدل شی په ښه شان سره به ئې ترتیب کوی ! (۳۶) دا نظامنامه له تاريځ د خپوریله او اعلا ددی چلیږی او مقرر دی . (۳۷) - په اجراکولو د ماده ددی نظامنامی وزاره عد لیه مکلف او مسئول دی! په داخلولو ددې نظامنامی په نظامنامو د دولت کښ او په جاری کولو دحکمونو مادو د دی سره امراو اراده کومه . مطبعہ مر کزی ثبوت خانہ قلم قوم مفرح جڑا محمد ظہیر
[BLANK PAGE]
[BLANK PAGE]
[BLANK PAGE]
[BLANK PAGE]
چاپ بمطبعه دارالسلطنه کابل بتاریخ ۲۵ شهر جمادی الثانیه سنه ( ۱۳۳۴ )