تعليمات
پياده نظام
[ILL]
به مطبعه کابل در مکتب رفیق پادشاهی
دارالسلطنه کابل چاپ شد
[ILL]
نظامنامه
مقياساتُوَ
په (١٦) دسنبله پر سنه ١٣٠٦ هجری شمسی
په مطبعه کښی د «شرکت رفیق» پيښاوریانو
د دارالسلطنه کابل کښی چاپ شویده
(قیمت یابو جلد (١٥) پول)
شماره دچاپ ............ (٢٠٠٠)
طبع اول
بسم الله الرحمن الرحيم
نِظَامْنَامَهْ دَمَعْلُومُودَ أَنَكْ أَوْ دَكَرْوُ دَتَيْرُهُ
أَوَيَكُو
تَمْهِيدْ أَوْ تَوْتِيَهْ
هر کله چه هر یود انسان لپاره د چلن د
معاملو او بدلول د حاجتو خپلو، حساب ته
محتاج دی - او هغه شی چه معاملی، او
عمومی . حاجتو ته په واسطه د هغه بدل،
او حساب کیږی سکه او وزن او کزونه دي
عالميانو د حساب لپاره د آسانی د معاملو،
او زر پوهيدلو ددی حسابو يو
اساس نوی او بهتر چه
لپاره د سکو او وزنو، كزون ايښدی قاعده
د اعشاريه دی چه په لس لس تقسيميري
او واحد قیاسی د هغه په اصول د اعشاري
اضعاف و دو چند او مجری کیږی.
د هر اندازئی معلومول چه څوك غواړی،
په يولږ فكر سره پوهیده کیږی. لکن په
افغانستان کښ، وزنو ، كزو، سکوپه قسما
قسم رواج موندلی ! نه په قاعدو د اعشاریه
سره بلکه يوه اندازه او مقیاس هم نه لری
مثلاً يـو خروار اتيا سيره ، يو سير شپاړس
پاوه ، يو پاو څلور خورد ده، چه تجزیه و تقسیم
اضعاف و جمع ددی ، په مختلفو درجو او نوعو
سره کیږی.
همداسی سز له شپاړس ګره او هره ګره
له څلور بارته جوړ شوی دی ـ قیمت او وزن
د روپی هم یو مقیاس او صحیحه اندازه نه لری
تطبیق
له دی مشکلاتوڅخه ده چه مږ همیشه به
او برابر ه ولو د معاملو خپلو کښ چه له خارجه
کوو، یا په داخل د مملکت خپل کښ، خرڅول،
او آخستل کوو، لوی نقصانونه، مادی، او معنوی
په ځان باندی آخستی دی.
له دی جهته لپاره د پورته کولو د دی
سختیو او خلاصولو د قومی مشکلاتو ـ او
اصلاح کولو د حسابی نواقصاتو ــ وزنونه
ګزونه، سکی د افغانستان په قاعده د اعشاریه
سره و ږړولی شوی ـ چه آسانی، او فایدی،
له دغی ښو قاعدو څخه ـ افغانیه دولت او ملت ته
٤
ورسیږی .
اول فصل
ماده مقیاسات او اندازی د مساحت چه په نوم
(۱)
د"ګز د شاه" "ګز د معمار "ګز د د جریب سره بجا
وه ـ په "متر" باندی بدل شول ـ
اضعاف او اجزا د متر په دا شان دی:-
(د متر اجزاء) -
" دهم میتر" مساوی او برابر دی ــ له لسمی برخه د متر
"صدم میتر" مساوی او برابر د ــ له سلمی برخه د متر
"هزارم میتر" ــ مساوی او برابر د ــ له زر می برخه د متر
(د متر اضعاف) ـــ
"لس متری" مساوی او برابر دی ــ له لس متره سره
"سل متری" مساوی او برابر دی ــ له سل متره سره
"زره متری" ــ مساوی او برابر دی ــ له زره متره سره
"لس زره متری" ــ مساوی او برابر د ــ لس زره متره سره
-(۳)
دوه يم فصل
(۳) : مقياس د وزنو، "نخود"، "مثقال"، "خورد"، "پاو"، "چهارك"، "سير"، "خروار" وو
دا ټول په گرام سره بدل شول (اضعاف او اجزاء د گرام دا رنكه دی)
- (اجزاء د گرام) -
دهم گرام - مساوی او برابر دی - له لسمی برخه د گرام سره
صدم گرام - مساوی او برابر دی - له سلمی برخه د گرام سره
هزارم گرام - مساوی او برابر دی - له زرمی برخه د گرام سره
- (اضعاف د گرام) -
لس گرامه - مساوی او برابر دی - له لس گرامه سره
سل گرامه - مساوی او برابر دی - له سل گرامه سره
زر گرامه - مساوی او برابر دی - له زر گرامه سره
لس زر گرامه - مساوی او برابر دی - له لس زر گرامه سره
سره
هم
له خـ
د رو
له دی
او برا
او اخسـ
په خـ
له دی
پینځلسو
اصلا
سره و
اله د
۶
دریم فصل
(۳)- وزن او قیمه د نوی سکّی چه پس له دی نه یه نرخ
د هر شی، او معاملی په دغو سره کیږی
له دی قرار دی:
اوّل
سکّی د سرو زرو نوم وزن نرخ
الف ——— یوه "امانی" = ۶ ګرامه = شل افغانی
ب ——— نیم "امانی" = ۳ ګرامه = لس افغانی
دویم
د سپینوزرو سکی = نوم = وزن = نرخ
الف ——— یوه "افغانی" = ۱۰ ګرامه = سل پوله
ب ——— نیمه "افغانی" = پنځه ګرام = پنځوس پوله
ج ——— ۲۰ پولی = ۲ ګرامه = شل پول
۷
دریم
د مسو سکی نوم وزن نرخ
الف ــــ ۲ پولی ــــ ۲ ګرامه = دوه پول
ب ــــ ۵ پولی ــــ ۳ ګرامه = پنجه پول
ج ــــ ۱۰ پولی ــــ ۶ ګرامه = لس پول
(۴م) :- نرخ د پخوانیو سکو ، په نسبت سره نویو سکوته
چه په خزانو د دولت او په مابین د رعیت کښی خرڅ
او آخستلی کیږی ، او مروجی دوی، په دی طرز
سره دی :-
یوو لس کابلی = لس افغانی ، یوه کابلی = یوسو پول
یوه کابلی قرآن = پنځه څلویښت پول ، یوه عباسی = دیرش
پول ، دری شاهی = دوه ویشت پول ، ستاری =
پنځه لس پول ، یو شاهی = ووه پول ، دوه پیسی =
دری پول . نرخ د قرآن او د عباسی ، او دری شاهیګی
او ستاری ، او شاهیګی چه پاس معلوم شوی دی
پاره د یوی یوی دانی ده چه په بازار کښی ئې
لپاره د اخستو د یوشی پول تری جوړه وی او
سکه ډیری وی ـ مثلاً ، دوولس شاهیګی یا شپږ
سناری، یا څلور دری شاهیګی، یا دری عباسیګی
يا دو قرانه ولرو، په يوه کابلی روپي یرئ شمیر
نو سکه وغواړو د احسابونه چه یوه روپي کابلی
شوه ـ پول تری جوړ کړو ـ په یونوی پول باندی
به چلی لری ـ دغه شانی، له یوی نه تر لس روپو
پوری، که پول تری جوړ کړو، پائې په افغانی شر
حساب كړوـ له قراره د يونوي پول به
حسابیږی ـ او كه يوولس روپي وی،
په لس افغانی حساب او بدلیږی
*
څلورم فصل د قواعد و د اجراآتو
(۵): په رسمی دفترو کښ له ابتداء د سحمال د
نظامنا
مصام
مخت
خسس
او حس
۹
(۱۳۰۵) پخوانی وزن، کز، سکی په دخل او
خرج د دولت کښ له نوی وزن، کز، سکی
سره، څو چه امکان وی، تطبیق او برابر والی
به کیږی - تر آخره دهغه کاله، اندازی
وزنونه پخوانی او نوی، حتي الامکان دواړه
د په دفاتر و د دولت کښ داخل وی- په سنه
د(۱۳۰۶) خواه مخواه په دفتر و د دولت کښ، وزنونه
او اندازی، او سکی، پخوانی او نوی دواړه د لیکل کېږي
په سنه د(۱۳۰۷) کښ، که حساب دانان د دفتر
په پوهیدلو خپلو باندی، په نوی وزنو، او اندازو،
وامده وی پخوانی وزن او کزه له دفتر و څخه محو
او لری کوی - نوی وزن، او مقر د په قید د قلم
کښ راولی- او که بعضی حساب دانان
پوره پوهیدله نه لری او تر آخره د سنه د(۱۳۰۷)
پوری هم، وزنو ته، اندازی نوی او زجری،
سید اکبر شیر .. ۱۰۰ کاغد
دیوه شیر کنجشکلی
په رسمی دفترو کښی، داخلولی شی .
(۶) : پاره د چلن د معاملو د رعیت ، له قیمو
د تیرو د وزنو او ماترونه پر قدر دکفاف ، سر
د دولت له لوری ، نوی ، جوړ شوی ، او ټولو
ځایو د افغانستان ته تقسیمایږی .
(۷) : وزنی تیږی د تلو او مټرونه ، په مرکزود ولا
کښی ، کر اداره د بلدیه موجوده وی ، په
واسطه د کاردارانو د بلدیی سره او په نورو
ځایو کښی ، پر واسطه د قوماندانانو د کوتوالی
سره تقسمییږی - همغسی شان ، په حکومتیو
او په علاقه داریو کښیچه وظیفه د کوتوالی ، حکما
او د علاقه دارانو په غاړه ده ، ــ د دوی پر
واسطه سره تقسمیږی . -
(۸) : نوی تیږی ، او مټرونه ، په ټول مملکت د
افغانستان په یوعاد لانه قیمت سره بیمرکښی
چه قیمت د هغو له وزارت مالیه څخه معلومیږی.
هغه څوك چه قیمت ئی نقد ورکولی نه شی، تر
شپږ میاشتو پوری په هغوسره قسط وکر شی
(۹) :ـ د چودن، او ژيړو، او وسپنو زړی تیږی. او د سپينو
پخوانی گزونه چه مرمت غره دی. او هغه خایونه چه
نوی تیږی تقسیميږی ، واټی وړی ، له دوی څخه
په قیمت سره د همغر شی آخستل كيږی.
په عوض د هغو، کښ، نوی تیږی ، او مترونه په
قیمت سره ورکول کېږی.
(۱۰):ـ هغه څوك چه د دولت له لوری ، اجازه ورکړه
وشی ، له دغو مقیاسو ، اندازو، څخه ، دوی هم
په نمونه د هغر مقیاسو چه د دولت له خوا
جوړ شویدى ، د ننه په افغانستان کښ جوړه
ولامی شی، په مُهر د نشانه د مقیاسو ، چه په ولایاتو
او اعلی حکومتیو کښ سته مهره وی بد ئی ـ پس
۱۲
مهرولو څخه یواځی خرڅولو اخستلو پر دغو مقیا
سره به وشی .
(۱۱) په بانډو او کلیو کښ چه په نوی ټاپو و سره تلول
او اخستل کوی ـ له دو مُهر شوی ټاپو و سره به
نورې ټاپې برابرې وی ـ او تر هغه وقته پوری
چه دحکومت له خوا دوی ته مهر شوی ټاپې جوړې
او ورکولے کیږی ، په دو سره تلل او معاملې
کولای شی .
(۱۲) په مرکز کښ، که رعیت پخپله له دغو بساطو او
مقیاسو څخه لپاره د اجرا د معاملو خپلو جوړ
کړیوی سمدله (۱۴) قاعدې سره بازخواست
ښکاره شی .
(۱۳) هغه مقیاسونه اندازی ، چه په مرکز و
د نائب الحکومتیو او اعلی او لویو حکومتنو
کښ مهرو نښان د دولت نه لری، له درجې
عبدالرئوف ۱۰۰۰ پاکټه
[ILL]
۱۳
د اعتبار څخه ساقطی بللی کیږی ـ ـ
مأمورین د بلدیه او قوماندانان د کوتوالی همیشه
په باخبری کوی، چه په هغو مرکز وکښ، په دغه
مقیاسو سره بی له مهره د نشان څخه داد او گرفت
څوك ونکړی ـ که څوك بی له نشانه د دولت څخه
مقیاسونه د وزن، او د میتر په دغه ځايو کښ استعمال
کړی ـ سم له قانونه سره د جزای عمومی جزا
مومی ـ ـ
(١٤):- په هغه مقیاسو کښ چه په مهر د نشان د دولت
سره وی ـ یا نوری تیږی چه په دهات او کلیو کښ
له جمله یك تیږ و سره برابری وهی ـ تفاوت او
فرق منله شی ـ هغو کسانو ته چه داتیږی استعمالوی-
سم له جزای عمومی سره تعزیری مجازات ورکول
کیږی ـ ـ
(١٥):- له سنه د(١٣٠٥) تر اخره د(١٣٠٧) نوی تیږی
١٤
د وزن او متر په رعیت کښ شروع کږی
له ابتدا د سنه د (١٣٠٨) نه، پخوانی وزنونه،
او گزونه، بالكل پريښو دل كيږی ۔ کہ پہ
سنه د (١٣٠٨) کښ پر پخوانی تبرو او گزو سره چو
داد او گرفت وکړی ۔ جزای تعزیری بہ مومی
دا نظامنامه په جمله د نورو نظامنامو د دولت کښ
منظور او په اجرا کولو د حكم و د مواد و ددی
سری امر او اراده ده
ددی غلطنامی ځني ځايونه دګنظامتادپقانو
چی په چاپ کښ غلط شوی دی تصحیح دکړی؟
صفحه سطر دا چاپ شوی دی داسی دو لوست
1 2 دمعلوم دانداز دمعلومواود اندازو
" 8 حاجبونه حاجتونه
" 9 او حسابایو او حسابایږی
2 14 پوپاو یوپاو
3 4 وولی رولي
4 3 مادة (1) ماده
" 4 کړ دد جریب کړ دجریب
" 14 ژر ماتړی ژروماتړی
5 15 لس وږ لس ژر
" 3 پیاو پاو
6 2 نه په توځ نه په نرخ
" 4 قراردینی قراره دی
" 8 اومروجی دو اومروجی دی
" 11 یوه کابلی یو کابلی
" 13 یوشاهی یوه شاهی
8 5 دوځوانه دوه قرانه
" 9 پائی پائي
9 13 روالی والی دی
10 12 دهــ ه دوی دی د دوی
11 9 سره ورکول سره دوی ته ورکو
" 11 دری دوی
13 13 درگولی ورکول
چاپخانه شمس النهار طبع ۱٣٠٠
در مطبعہ عنایت پناه دار السلطنة كابل بتصديق مديريت معارف طبع شد
یه مد
شماره