{"book": "adl0833", "page": 1, "text": "Afghanistan Digital Library\nadl0833\nhttp://hdl.handle.net/2333.1/rfj6q6q2\nThis is a PDF version of an item in New York University's Afghanistan\nDigital Library (http://afghanistandl.nyu.edu/). For more information about\nthis item, copy and paste the \"handle\" URL above into a web browser.\nWhen referring to or citing this item please use the \"handle\" URL\nand not this document or the URL from which you downloaded it.\nAll works presented on New York University's Afghanistan Digital Library website are, unless\notherwise indicated, in the public domain. The images available on this website may be freely\nreproduced, distributed and transmitted by anyone for any purpose, commercial or non-commercial.\nNYU Libraries, Digital Library Technical Services, dlts@nyu.edu"}
{"book": "adl0833", "page": 2, "text": "اساسی نظامنامه\nدَ دولت د افغانستان\n\nپه ۲۲ حمل سنه ۱۳۰۶ شمسیه کښ\nہجرے\n\nمطبعه کښ د شرکت رفیق په ماشين\n\nد کابل کښ چاپ شويدے\n\nشمار د چاپ . . . . . (۲۵۰۰)"}
{"book": "adl0833", "page": 3, "text": "[BLANK PAGE]"}
{"book": "adl0833", "page": 4, "text": "بسم الله الرحمن الرحیم\nاساسی نظامنامه د لوړ دولت د افغانستان\n(١)- لوړ دولت د افغانستان په دنننی او باندنی کار\nخپلو د پوره استقلال او خپل واکی لری - ټول\nځایونه او علاقۍ د ملکونو د دی مملکت تر حکم\nاو پاکه اراده د خپل پادشاه لاندی په صورت د\nیو وجود تشکیل کیږی، او په هیڅ شان په علاقو\nد دی دولت کی تفریق او جلاوالی کولای نشی!\n(٢):- دین د افغانستان، پاک دین د اسلام\nاو رسمی او عمومی مذهب د افغانستان پاک مذهب"}
{"book": "adl0833", "page": 5, "text": "۲\n\nدحق دی ـ اهل د نورو دینو چه غیر له اسلامه\nپه افغانستان کښی شته لکه هندوان او یهودیان\nتر ساتنه لاندی نیول کیږی په شراد ورکولو\nدجزیه او لَولود مَیْزَةُ لَبْنی که آرامی او لازمی احتراماً\nته د افغانستان خلل او ویجاړنه ونه رسوی.\n\n(۳) :ـ د افغانستان پایتخت شهر د کابل دَه ـ او ټول\nتابعان خلق د افغانستان ته نظر د حکومت په یو\nکتنه کوری چه خلق د کابل نسبت د نورو شهرو\nاو علاقو رعیت ته هیح فرق او بیلوالی نلری!\n\n(۴) :ـ په سبب د لویو لویو خدمتو چه اعلیحضرۀ همایو\nپه باب د ترقی او پورته کول، او استقلال د ملّت\nد پښتانه کښی ښکاره کړی دی ـ پاك ملت د پښتا\nذمه بردار کیږی، چه سلطنت او پادشاهی د افغانستا\nبه اولاد او زامنو د دی ترقی خواه پادشاه ته په صول\nد اولادیت په انتخاب او خوښه ول د پادشاه او د ملت"}
{"book": "adl0833", "page": 6, "text": "نقل کیږی ـ ذات د سوکانه به یوقت د کیناستلو\nپر تخت د پادشاهی باندی په حضور د اشراف او\nمعتبرین د ملت دغه برداره کیږی چه سم\nد \"شرع شریف\" او د دی نظامنامی سره به اجرا د\nحکمونوکوی ـ رعایت د \"استقلال\" د \"افغانستا\"\nاوصداقت لپاره د ملت او د وطن به کوی .\n(٥):ـ ذات د اعلیحضرت خدمتګار او ساتونکی\nد دین مبین د اسلام، ټولواک او پادشاه د تمامی\nتبعه او رعیت د افغانستان دی !\n(٦):ـ ټول کارونه د افغانستان پر واسطه د وزیرانو\nد دولت [چه پر امر و پاکه اراده او خوښوالی د\nاعلیحضرت دیږی] اداره او جاری کیږی\nهر یونه وزیرانو پخپلو وظیفو و کارو کښ مسئو\nو جوابده دی ـ له دی جهته ذات د اعلیحضرت\nمسئول نه ګرزی ."}
{"book": "adl0833", "page": 7, "text": "۴\n(۷) به خطبه کښی اخیستل د نوم د پادشاه، وهَل د سِکې\nپه نامه د پادشاه، تعیین او خوښول د درباری\nمنصبو برابر خاصو قاعدو خپلو سره، د رول د\nصدر اعظم او د نورو وزیرانو، او معزولول او\nبدلَول د دوی، تصدیق او دستخط کول د عامو\nنظامنامو، اعلان او حکم کول د ساتنۀ د\nدوی ساتل او جاری کول د حُکمونو د شرعی\nاو قانونی، قوماندانی او مشر والی د ټول لښکر د افغانستان\nاعلان د جنګ او صلح کول، عَقْدُ وتړل د ټولو\nعهد نامو، بښنل یا تخفیف وکمه ول د مجازات\nد قانونی عموماً یا خصوصاً، دا ټوله د لوی حقوقه\nد پادشاهی څخه شمیرل کیږی.\nعام حقوقه د تبعی او اوسیدونکو (افغانستان).\n(۸):- هرڅه نفری چه مُلک کښ د افغانستان دی، بلا\nتفریق په هر دین او مذهب چه وی تابعان او"}
{"book": "adl0833", "page": 8, "text": "۵\n\nرعیت د افغانستان بلل کیږی - صفت د\nتابعوالی د افغانستان سَم له خاصی نظامنامې\nسره ورکول یا ضایع واخستل کیږی .\n(۹) :- ټول اوسیدونکی د افغانستان په کاروکښِ دِ دِین\nاومذهب اوپه سیاسی نظامناموکښ د دولت\nپابند اومُقیَّد دی، چه پری عمل وکړی اوپه حقو\nدخان خپل کښ آزادی لَرَه مالِك دی\n(۱۰) :--خپلْ والی او آزادی دهر سړی له هر قسمه خلل\nاومداخلی ځنی ساتلی شوی دی ، هیچ څوك بې\nلدحکمه د شرعی اوقانونی نظامناموڅخه نه توقیف\nکیږی اونه جزا ور کوله کیږی،\nافغانستان کښ اصول د بنده ی ګریت بالکل موقوف\nاومنع دی ، هیچ نارینه اوښځه په قسم د بندګـ\nګریت بل څوك خدمتكار او نوکر ساتلی نه شی\n(۱۱):-چاپي پاڼي او اخبارونه د نَنه افغانستان سم لد"}
{"book": "adl0833", "page": 9, "text": "٦\nخپلی نظامنامی سره آزاد دی. جاری کول د\nاخبار محض له حقوقڅخه دحکومت یا د اسيّد کے\nاو رعیت د افغانستان دی ـ دِ خارجه چاپی پاڼو\nپه باب کښی حکومت د افغانستان هم قيدونه\nاو شرطونه اِښودای شی\n(١٢):ہراوسیدونکی د افغانستان سم له نظامنامو سره\nد پاره د سوداګری ، کسب ، کار، کِښت وکرنه\nهر رنګه شرکت کولئ شی.\n(١٣):رعیت د افغانستان، یوسړی یا ډله ، کدیو کار خلاف\nد شريعت غراّء يا له نظامنامو د دولت له مأمورین\nیا له بل چا ځني وويني، د اکْرو او دسر بارود دولت\nتر بدئ عرضوی ـ که پر هغه دربار و کښ چير غرض\nشوی دی ـ واوریده شی او بازخواست وغوره\nونه شی، په سلسله د مراتب سره پورته تر هغه\nدرباره د عرض ورسوی، او که غوږئ په هيڅ دبار\n[marginalia text not clear, looks like:] د تاریخ امضاء څه ۲۰۰۰ همیره الإرشده \n[ignoring marginalia as per typical extraction rules unless requested, but will include it if legible, or just transcribe main text.]\nLet's stick to the main text.٦\nخپلی نظامنامی سره آزاد دی. جاری کول د\nاخبار محض له حقونڅخه دحکومت یا د اسياّدګے\nاو رعیت د افغانستان دی ـ دِ خارجه چاپی پاڼو\nپه باب کښی حکومت د افغانستان هم قيدونه\nاو شرطونه اِښودای شی\n(١٢):هراوسیدونکی د افغانستان سم له نظامنامو سره\nد پاره د سوداګری ، کسب ، کار، کِښت وکرنه\nهر رنګه شرکت کولئ شی.\n(١٣):رعیت د افغانستان، یوسړی یا ډله ، کدیو کار خلاف\nد شريعت غراّء يا له نظامنامو د دولت له مأمورین\nیا له بل چا ځني وويني، د اکْرو او دسر بارود دولت\nتر بدئ عرضوی ـ که پر هغه دربار و کښ چير غرض\nشوی دی ـ واوریده شی او بازخواست وغوره\nونه شی، په سلسله د مراتب سره پورته تر هغه\nدرباره د عرض ورسوی، او که غوږئ په هيڅ دبار"}
{"book": "adl0833", "page": 10, "text": "کښی و نه شی منافع حضور مبارک ته د پادشاه\nعرض کولای شی .\n\n(۱۴) :- کار د تدریس او سبق ورکول ، بالکل آزاد او خلار\nدی ، چه سم له نصایح سره د عمومی معارف\nهر یو لر تابعانو د افغانستان شخر په قسم د عمومی ا\nخصوصی ، درس ، ویلایشی - مگر بیگانه خلق ،\nپه داخل د افغانستان کښی ، په خلاصول د مکتبو\nسره اجازه نه لری - غیر له هغو ځنی ، چه\nلپاره د تعلیم نوکران شوی وی .\n\n(۱۵) :- ټول مکتبونه د افغانستان ، د حکومت\nتر پلټنه او علم آوری لاندی دی - حکومت\nپه ټول هغه سببونو او تدبیرونه غور و\nکوشش کوی . چه لپاره د تربیت د علمی او قومی\nد ټولو وسیدونکو د افغانستان په یو شانی\nسم او برابروی - مگر هغه تعلیمی قواعد ته"}
{"book": "adl0833", "page": 11, "text": "٨\n\nهیچ خلل ویچاپه نه رسیږی ، چه په أمور\nد دینی او د مذهبی هندوانو ، یا نورو امـاً\nغوښتونکو پوری تعلق لری .\n(١٦):- ټول تابعان د افغانستان په مخ د شریعت او\nنظامنامو د دولت په حقوا ووظیفو د وطن کښی\nیـو رنـگ دی .\n(١٧):- عام تابعان د افغانستان ، په اند ازه د\nقابلیت او اهلیت ووړتوب خپل ، په ټولو\nماموریتو او نوکریوکښی په اندازه د احتیاج\nد دولت نوکر کید لای شی .\n(١٨):- مالیې او محصولات په قرار د نظامنامو د\nهغو، لد تابعانو د افغانستان نه په انـدازه\nواستعداد او ودانی ددوی ، ایښـول او\nاخستل کـیـږی .\n(١٩):- په افغانستان کښی هر چا هسی مال او ملک\n\nاساسی نظامنامه ۱۳۰۱ حوت په میاشت کښی"}
{"book": "adl0833", "page": 12, "text": "۹\nچه د ده په تصرف او په لاس کښ وی ، په امن\nاو ساتنه کښ دی ۔ کـر کمه ځمکه، لپاره د یّو\nعامی فائدے، د دولت پکارشی، سم له خاصی\nنظامنامی د هغی سرہ ، پس له ورکولو د قیمت مِلكُ\nخاوند ته ئی هغه ملك اخستای شی .\n(۲۰):- کور اوځای د استوګی، د هر یوه د تابعانو\nد افغانستان، له هر وازه لاس وهلو څخه ساتلے\nشوی دی ۔ هیچ څوک له لوری د حکومت اوبل\nچانه، بی له حکمه د نظامنامو، د هیچا کورته جبراً\nبی له اجازی دخاوند ، ننوتای نه شی .\n(۲۱):- په محکموں کښ د عدلیّه ، تول عمومی عرضونه\nدادونه ، سم له شریعته او قاعد ود محکمو د\nحقوقیّه او جزائیه فیصله او خلاصیږی . .\n(۲۲):- بېګار او په زور سره چاباندی کارکول او\nشی اخستل بالكل موقوف دی ــــ مګرهغه کجا"}
{"book": "adl0833", "page": 13, "text": "۱۰\nاو تکالیف چه پوقت د غزا او د جنګ کښې پيښ\nشی، سم له خاصی نظامنامی د هغی سره لک\nقاعدی نه وتلی دی!\n(۲۳):- خارج او وتلی له نظامنامو ددولت نه هيچاڅخه\nهيڅ شی نه اخستل کیږی .\n(۲۴) پیشکنجہ ،پانہ، کندہ،نور قسمونه دزجر،وهل\nتکول موقوف دی ۔ بیرون له حکمونو د شرع\nشریف او نظامنامو د دولت ، چه سم لہ حکمو د\nشرعی سرہ تنظیم او جوړی شوی دی ، هیچا تہ\nمجازات نه ورکول کیږی .\nوزیران\n(۲۵) په افغانستان کښې وظیفه اوکار دادارې د حکومت\nهیئت وزراء او ادارۀ مستقله ته سپارلی شوی د\nپه وقت د یوضای کیده د هیئت وزراء کښ\nد ریاست و مشر توب دمجلس پخیله اعلیحضرت\n(مر حما الیه کی سکنجہ جوڑ دی)"}
{"book": "adl0833", "page": 14, "text": "۱۱\n\nکوی او که ذات شاهانه تشریف نه درلود،\nمشرتوپ د سول به صدراعظم کوی\nکه صدراعظم حاضر نه وی ، له جملی د وزیرانو اول\nوزیردوزراتو، په کارد مشرتوب اجراء کوی.\n\n(۲۶) په حال د غائب والی د یوله وزیرانو څخه ، چه وکیل\nدتل کیږی ، دا وکیل کټ مټ اختیارونه\nاو حقوقونه د هغه وزیر لری !\n\n(۲۷) په هرکال کښی پخواترعمومی عید د استقلال نه په\nیوه خاصه ورځ کښ، چه د اعلیحضرت له خوانه\nمعینه کیږی ، په مشرتوب د اعلیحضرت یولو\nدربار به تړل کیږی ـ هغه دربار جوړیږی له\nمامورینو د دولت ، اوله غټانو ، لویانو نه ، چه\nد ذات شاهانه، له لوری غوره وپسند شوى و،\nپه مخ د هغه دربار کښ، به هر وزیر\" او \"مستقل مأت\"\nیوکلن اجراآت اومحلمتونه خپل ښکاره بیان\n\nنظامنامه اساسی افغانی ۱۲۵طبع بل رتبه"}
{"book": "adl0833", "page": 15, "text": "۱۲\nڅرګنده وی !\n(۲۸):- ”صدر اعظم“ او نوره وزیران ”داعلیحضرت“ له\nخوانه غوره او معلومیږی !\n(۲۹):”مجلس وزراء“ مَرْجَعْ وځای د ټل ، د ټول دننه نی او\nباندنی لوی کارو ددولت دی ـ هغه مذاکرات\nاو خبری د وزیرانو او قراردادونه ، چه تصدیق\nغواړی، پس له امضاءُ ودستخط کول ”داعلیحضرت“\nنه به جاری کیږی .\n(۳۰):- د وزیران هغه کارونه چه د دوی وزارتونه\nتړلی شوی دی ، په هغه اندازه چه اختیار او\nواك د دوی کښ وی ، دوی ئی پخپله اجرا کوی\nاو پورته ترواك خپل نه هغه چه پخپله حضور\nد اعلحضرت ته ، به ئی ورباندی کړی ـ او هغه\nکارونه چه سم له بیانه د نظامنامی دکارو د\n”مجلس وزراء“ تر هغه مجلس پوری تعلق لری، ؛\n\nنظامنامه اساسیه افغانستان\nپاره ٢٥ ... كأغه سيه الرشيد\n\nته د اعليحضرت په ورق حضور"}
{"book": "adl0833", "page": 16, "text": "۱۳\n\nمجلس وزرا ته اچول كیږی - مجلس\nوزرا په هغه کاروکښ سم له خپلی\nنظامنامی د مجلس ددې خبری، ویل به كوی،\nبیا به چاره او خلاصوالی د هغه کار سره له\nخپلو فكرو امضا كوی!\n\n(۳۱) هریوله وزیرانو، په عام سیاست او تمام کارو\nد دولت کښ په شریکی؛ او په هغه کاروکښی\nچه وظیفه د هغه وزارت او پخپله دغه وزیر پوری\nتعلق لری ؛ یوازی په حضور د اعلیحضرت\nمسئول او جو ابده دی .\n\n(۳۲) په هغه كاروكښ چه یوله وزیرانو څخه یا نورو\nکار دار انو ته د اعلیحضرت له خوانه دخولی حکم\nوشی، په دی حکم کښی به فرمان په دستخط\nد اعلیحضرت سره حاصلوی.\n\n(۳۳) : كه یوله وزیرانو ددولت نه ، په کار د وزارت خپلو"}
{"book": "adl0833", "page": 17, "text": "١٤\n\nکښ تر محاکمی لاندی ونیوه شی، محاکمه د\nدوی ”دیوان عالی“ ته ورشی. محاکمه د هغوبه\nسم له خاصی نظامنامی سره خلاصیږی - او\nنوری دعوی د خپلی ځان د وزیرانو چه له سرکاری کارونه\nشخ\nوتلی وی، په شان د نور رعیت محکمود عدلیه ته به ور\nشی\n(٣٤) هغه وزیر چه دیوان عالی لخوا تر تهمت لاندی را\nتر هغه پوری چه نتیجه د محاکمی او خلاصیدل د\nهغو معلومیږی ، له کارو د وزارت نه به معطل پاته\nکیږی.\n\n(٣٥)- حساب او اندازه د وزیرانو - جوړیده د دائرو او\nوظیفی د هغو په نظامنامه د ” تشکیلات اساسی“\nکښ ښکاره دی.\n\nمأمورین\n\n(٣٦) - عام مأمورین، کارداران، سم له هغه قاعدو سره\nچه په خاصو نظامنامو کښ بیان شوی دی، په هغه\n\nنظامنامه اساسی افغانی ٢٥٦٤ عبد الرشید"}
{"book": "adl0833", "page": 18, "text": "۱۵\nکارو کښی چه وراو مناسب له هرچا سره وي\nاو درول کیږی- او هيڅ یوله کاردارانوڅخه\nترهغه پوری چه له وظیفے خپلی نه خلا صنه\nونه غواړی، یا له بد رفتاری د دوی ند لایق\nد معزولیده و نه شی، یا د دولت له لوری په\nسبب ديو ضروری کار مناسب د بد لید و\nموقوفيد و نه وی، بالکل نه معزول اونه موقوفیږی\nهغه مأمورين چه سبه والی دکذ را ن او سم\nوالى دخپل خدمت معلوم او څرګند کړی حق\nدلوروالی د مرتبی او د کاری او د مستمری تنخواة\nلری.\n(۳۷):- دکاردارانو وظیفے د کارداری په خاصو\nنظامنامو کښی بیل بیل سکاره شویدی هر کاردا\nسم له خاصو نظامناموسره له خپلو خدمتو\nڅخه پیستل کاوی."}
{"book": "adl0833", "page": 19, "text": "١٦\n\n(٣٨) ټول مامورین په مرتبی درجوخپلو سره په\nفرمان منلود لوی آمرخپل کښ سمر له نظامنًا\nد دولت سره مکلف او موظف دی ـ که د\nهغوه پورته آمر له خوا ، په اجرا کولو د\nکوم کار کښ، خلاف له نظامنامو ددوت\nنه ، امر او تاکید وشى، لاند کارداران د\nهغو، د مرکز وزارت ته ، دا خبر دور کړی،\nکه بى خبر ور کولو مرکز ته هغه کارونه خلاف\nله قانونه ئی، اجرا کړل؛ دوی هم مسئول او\nجواب ده دی ـ\n\nمجلسونه دمشوری\nاو\nشوری د دولت\n\n(٣٩):ـ په مرکز د پایتخت کښ یو هیئت دشوری\nدولت، اوپه نائب الحکومګیو کښ، په آوالدِ"}
{"book": "adl0833", "page": 20, "text": "۱۷\nدویمه، دریمه درجه حکومتونوکښی او په علاقه\nداریوکښی یو یو مجلس د مشوری موجود ده .\n(٤٠) - اعضا د مجلسود مشوری او \"شورای دولت\" جوړشوے\nدی له طبعیته اعضا\" اوله \"منتخبه اعضاؤ\" څه.\n(٤١) - طبعیته اعضا د مجلسود مشوری له هغه مامورینوڅخه دریږی،\nچه په نظام نامه د \"تشکیلات اساسیه\" کښی بیان شوی دی\nاوطبعیته اعضا د \"شورای دولت\" برابر په شمار\nد \"اعضای منتخبه\" د \"شورای دولت\"، په خپله\nله خوا د \"اعلیحضرت\" نه تعیین او غوره کیږی\nاو ټولی \"اعضای منتخبه\" د رعیت له طرفه معین\nاو مقرریږی ـ په باب د صورت د انتخاب ددو\nکښی ځان ځان ته قاعدی په نظامنامه د\n\"تشکیلات اساسی کښی موجودی دی !\n(٤٢) - مجلسونه د مشوری او د \"شورای دولت\" زیات\nپرهغه وظیفو چه په نظامنامه د تشکیلات"}
{"book": "adl0833", "page": 21, "text": "۱۸\n\nاساسی کښ ښودلی شوید د الاندکارونه هم له طبقو\n\nد دوی څخه دی :۔\n\nالف : دکسب اوکار ، سوداګری ، کرنه ، معارف\n\nترقی ولوی والی دپاره ، هرڅه تکلیفونه ببینه\n\nچه مناسب وويني دولت ته بدئی وراندی\n\nكوی .\n\nب: په خصوص د ماليو ، محصولواونورومعاملو\n\nدحکومت کښ۔ که مخالف له قاعدی دنظامنامو\n\nووینی - په نیت دجوړښت د داسی شان\n\nكارو، حكومت ته عرض او د اد\n\nكولای سی!\n\nج: - که په هغو حقو كښ د رعیت ، چه سم له ګي\n\nنظامنامی سره ورکړی شوی دی له یخوا\n\nڅخه خلل وخرابی ووینی ، صلاحیت دعرض\n\nاوحق د غوررسی لری .\n\nنظا منا مه رسای افغان ۲۵۰۰ جلد چاپ سول"}
{"book": "adl0833", "page": 22, "text": "۱۹\n\n(۴۳) :- هغه فقری چه مجلس د مشوری دولایات\nاود نوروځایو، حضورته د نائب الحکومه او د\nحاکمانو عرض او وړاندی کوی - هغه\nچه په اندازه د اختیار او واك د \"نائب الحكومه\"\nاودحاکمانوسره وی، دویی پخپله اجرا کوی- اوترواك بتون\nبرهغه \"وزارة\" ته ليږي چه دافتره دی پوری تعلوی\nهغه \"وزارة\" يه لازم الاجراء اجراء کوی - او که لازم الاجراء\nنه وی سم له (۳۰) قاعدی سره د د نظامنامی کارکوی.\n(٤٤):- هغه فقری چه مجلسود مشوری نه \"نائب الحكومه ته\nاوحاکمان ته عرض او وړاندی گیژی - د نائب الحکومه گانو او\nحاکمانو له خوا بیواب دهغہ مجلس د مشوره ته تریو\nمیاشتی ښکاره نه شی، مجلسونه د مشوری عرض د\nحاجتونو خپل شورای دولت ته کولای شی.\n(۴۵):- هغه فقری چه مجلسونه د مشوری ئی شکایه\nشورای دولت ته ولیکی - شورای دولت پخیر کی"}
{"book": "adl0833", "page": 23, "text": "۲۰\nپه دغه باب کښ واکې او هغه ”وزارت“ ته به خبر\nورکوی، چه داسی فقری ئی په تعلق کښ وی- که\nپه اجراء دهغی کښ د ”وزارت“ له خوا ځنډ و معطلی سے\n”شورای دولت“ هغه فقره حضور د اعلیحضرت ته\nوړاندی کولای سی .\n(۴۶):- نظامنامی د حکومت، د ”شورای دولت“ له خوا په\nغور سره جوړ، او ”مجلس وزرا“ ته وړاندی کیږی-\nپس له تصویب و قلیلد ود ”مجلس وزراء“ او منظور\nد اعلیحضرت نه په ځای د اجرا و چلول کښ ایښودل\nکیږی .\n(۴۷):- زیاد په هغه ”اعضای طبیعیه“ باندی چه همیشه\nپه ”شورای دولت“ کښ وی - ملکی کاره اران له\n”نائب الحكومه“ نه اعلی حاکما نوپوری - اوله\nلښت کری منصبدارانوتر ”لوامشر“ پوری چه له\nکاردا و نه خلاصوی، اوترمحاکمی لاندی ندی\n(برهان الدین کشک کی طبع پیښ محقنا)"}
{"book": "adl0833", "page": 24, "text": "۲۱\nراغلی - په جمله د \"اعضای طبعیۀ\" د \"شورای دولت\"\nکښ، تر وقت دمعلومید و دخپلی کارداری ددوۍ ښه\nوقای سی.\n(٤٨):- د هر کال بُودجه چه په وزارت مالیّه کښ جوړیږی،\nسم له عمومی نظامنامی د \"بودجی\"، \"شورای دَولت\" کښ\nپه نظر د غور سره کتله کیږی .\n(٤٩):-خبری او عهد نامی او قراردادونه چه بیگانه وُ سره\nکیږی، د \"شورای دَولت\" له خوا مذاکره او نظر دَ\nغور به کیږی.\nمَحْکَمَی\n(٥٠):- په عدلیۀ محکمّوکښ هر راز دعوی ښکاره جاری کیږی\nیوڅه دعوی چه په خاصه نظامۀ د محکمّوکښ ښودلی سُوۍ\nدهغو فقرو دعوی، قاضی په پټه سره اجراء کوی .\n(٥١):- په مخ د محکمّوکښ هرڅوك، لپاره د ساتنه دخپل حق شَرعی\nشرعی واسطی ایستلی، وړاند ی کولای سی ."}
{"book": "adl0833", "page": 25, "text": "۲۲\n\n(۵۲)- محکمې د عدلیه په لیدل او خلاصه ول د دعوو\nكښ چه په وظیفه د دوی کښ وی ځنډ او معطلی\nكولای نه سی\n\n(۵۳)- ټولی محکمې له هر راز مداخلت و خود غرضی\nڅخه خلاصی دی .\n\n(۵۴):- رازونه او درجې د محکمو، واك او اختيار د دو،\nپه نظامنامه د \"تشکیلات اساسی\" کښ روښانه بیا\nشوی دی .\n\n(۵۵)- هېڅ څوك غير له محكمو د عدليه نه چه د حکومت\nله خوا مقرر دی ، هيڅ محكمه لپاره د خلاصولو\nد بعضی خاصو شخړو جوړه ولای نه شی .\n\nدیوان عالی\n\n(۵۶)- ديوان عالی خاص له پاره د محاکمې د وزراء د دولت\nپه وقت د ضرورة څه وقت له مخی جوړیږی ـ او پس له\nپوره کولا د هغه کار چه ورسپارلی شویده هېڅ ورا نښلۍ\n\n(برهان الدین کشککی مطبع جلال آباد)"}
{"book": "adl0833", "page": 26, "text": "۲۳\n(٥٧):- ران د جوړولو د دیوان عالی اونا عدی دمحاکمی څخه\nله خپلی خاصی نظامنامی سره سمبسپاری کیږی\nد مالیئی کارو\n(٥٨):- ټول محصولونه د دولت سم له خاص قانون خپلی\nسره آخسته کیږی.\n(٥٩): هرکال له پاره د دخل او خرڅ ددولت یوه بودجه\nجوړیږی او دابودجه به اساس ددستور العمل چي\nله پاره د دخلوا وخرڅو د دولت، ټول دخلونه او خرڅونه\nددی له مخی آخسته، او په خرڅ رسول کیږی.\n(٦٠):- پس له جاری کیدلود سالانه بودجی او تمامیدلود\nکال یو قطعی حساب به جوړیږی، چه د اقطعی\nحساب به دخل او خرڅ صحیح اندازه دتیرکال ښکاروي\n(٦١):- لپاره دتحقیق وغور ددی خبری چه آیا دخلونه او خرڅونه\nد دولت په رښتیاسم له نظامنامه بودجی سره شوی دی وکه نه؟\nیودفتر دسنجش جوړیږی - دیوان سنجش دپاره خاص نظامنامه\nنظامنامه رسای اعضای ١٥٠٠ ټوکه"}
{"book": "adl0833", "page": 27, "text": "٢٤\n\n(۶۲) :- له پاره د جوړولو د محاسبة قطعیّته او د پاره د جوړولو\nد بودجې ، او صورت د تطبیق و برابره ول او چلولو\nدهغی خاصه نظامنامه سته\n\nد ولایاتو اداره\n\n(۶۳) :- د ولایاتو اداره له درې قاعدو اساسی څخه بنا و جوړ ده :-\nزیاد والی د اختیار، بیلوالی د وظیفه او کار، معلومیدل د\nمسئولیت و بازخواست بناپر دا قاعدو سره چه ذکر شوی\nوظیفی و کارونه د ولایتو د کاردارانو سم له جوړی شوی نظامنامو\nسره معلومی او بیلی شوی دی ۔ واک و اختیار داری د نُورو\nکاردارانو هم له نظامنامو خاصو سره محدود وښکاره شوے\nدی ۔ هر مامور په وظیفو خپل کښ په درجه سره ، هغو ماموراته\nچه په مرتبه کښ له ده نه پورته وی ، جواب ده دی.\n\n(۶۴) په ولایتو کښ د هر وزارت له خوانه بیل بیل کاردارانا\nمقرر دی ، رعیت به له پاره د اجرا د کار او خلاصون\n\nعبدالرشيد نمبر چاپ ۲۱۰۰ سنه ۱۳۰۵ ش"}
{"book": "adl0833", "page": 28, "text": "۲۵\n\nدحاجتو خپل ، اقل همغه مامورته ورشی چه دا\nکاره ورپوری تعلق لری!\n(۶۵) :ـ که چاواو اجراد کار د رعیت په مامورانوئی\nیا په حق د دوی کښی مامورین خلاف له نظامنامی\nرفتار وکړی ـ دوی په سبب د معطلی اد\nخپلده ولو د کار او بد رفتاری د کاردارنو بوته\nکاردار ته د عرض وکړی ـ او که دی\nنه اورید و نائب الحکومه او اعلی حاکمانو\nته عرض او داد کولای سی .\n(۶۶) :ـ تشکیل او جوړول د دائرود بلدیا، او\nوظیفی د هغو په خاصه نظامناموکښی روښان\nبیان شویدي.\n(۶۷) :ـ هرکله چه په یوکوسب، د ملک کښی علاً\nد سوکشی اود یاغی والی چه عمومی امنیت ته\nخلل رسوی ښکاره شی دولت دحکومت"}
{"book": "adl0833", "page": 29, "text": "٢٦\nحکومت لښکری اعلان کوی او لښکری\nاداره جوړوی.\nمتفرقه قاعدی\n(٦٨):- رعیت او تابعان د افغانستان ته زده کول د\nابتدائی درجى د علم لازم او ضروری . دیری\nاو ښاخونه د تعلیم په یوه خاصه نظامنامه\nکښ ښکاره دی چه موافق اوسم له هغی سره\nزده کیږی.\n(٦٩):هیڅ ماده او قاعده د دی اساسی نظامنامی\nپه هیڅ سبب او په هیڅ شانمردنه معطلیږی او\nنه ئ حکم د چلولو ساتلیږی.\n(٧٠):په سبب ده ضرورت او لازم والی که کمه\nقاعده د دی اساسی نظامنامه اړول او\nبدلول وغواړی پس له فکر و د دوه له دریو بر خي"}
{"book": "adl0833", "page": 30, "text": "۲۷\nشنی داعضاء د شورای دولت او تصویب او پسلگ\nدعالی مجلس وزراء حضور دا علیحضرت ته در اندی\nکیږی. اوبدل او اړول هغی ممکن دی.\n(۷۱): که شرح او ترجمه او ښکاره بیان کول دیوی\nمادی ددی اساسی نظامنامی یا د نورو نظامنامو\nد دولت لازم او ضرور ولیده سی شورای دولت\nته لیږل کیږی. پس له صحیح کول او ښکاره\nبیانولو د شورای دولت او خوښولو دعالی مجلس\nوزرا چاپ شوی نشر او خپور کیږی.\n(۷۲): په وقت د جوړولو د نظامنامو کښی معاملی د\nخلقو مقتضیات، خواهشات دزمانی خصوصا\nحکمونه د شرع شریفی په خورا ښه تحقیق\nسره کاته کیږی.\n(۷۳): ساتنه ده کاغذونو له حقو د استیلونکو د وطن\nشخردی محصولی مکاتیب خطونه چه پوسته"}
{"book": "adl0833", "page": 31, "text": "۲۸\nکښی ور کول کیږی ترڅوچه یوی محکمی له خوا تر حکم ګڼنه\nونشی په هیڅ پوسته خانه او نورو ځایو کښی نه لوستل\nکیږی. هغسی سرتړلی هغه چاته چه لیکلی شو\nدی سپارل کیږی .\nدا اساسی نظامنامه له اوله تر آخره پوری یو شلی په (۱۰)\nد حوت ۱۳۰۱ لویه جرګه کښی د سمت مشرقی په اتفاق د فکرد\nد دولت د وزیرانو او د ټولو ملتی وکیلانو له پاره د اسا\nد لوړ دولت د افغانستان قبول او خوښه شوی دی ـ اوا\nسوه دوه او یا کس غټان دی کی په سموالی او صحت د دی يې مهر\nاو دستخطونه کړی دی ـ او بیا په ستر مجلس کښی د لویه جرګی\nچه په میاشت کښی د سرطان ۱۳۰۳ په پغمان کښی جوړ شوی\nوه ، له تصویب او خوښوالی د قول علماء ، سادات ، شیخان\nوکیلان ، غټان د کل افغانستان نه وتلی دی .\nپه شمیر لو د دی اساسی نظامنامی د دولت او په اجرا کولو د حکم و د قاعلی\nپدی باندی حکم کوم ."}
{"book": "adl0833", "page": 32, "text": "[BLANK PAGE]"}
{"book": "adl0833", "page": 33, "text": "[BLANK PAGE]"}
