{"book": "adl0692", "page": 1, "text": "نظامنامه\nمحاکمات جزائی\nپایه (۱) جزء (قانون) سنه ١٣٤٤"}
{"book": "adl0692", "page": 2, "text": "۱۴۱\n-۱۲\nنظامنامه\nد عمومی بودجی\nپه (۱۰) د (قوس) سنه ۱۳۰۷\n[ILL] واشوه"}
{"book": "adl0692", "page": 3, "text": "۲\nبسم الله الرحمن الرحيم\nنظامنامه عنکبوتیه\n(۱) قاعده لپاره دمعلومول دكردو خرڅونو د هغو عمومى\nخدمتونو چه په مُدَّة د يوكال كښ حکومت\nپه اجرا كولو دهغو سره مكلّف دی او لكه\nتيلفون او تلگراف د پستو و"}
{"book": "adl0692", "page": 4, "text": "۳\nکول د هغو خرڅونو ضروری لیدل کیږی.\nکال په کال به د حکومت له خوا یوه نظامنامه\nد عمومی بودجی جوړه او حاضره کړه شی- په\nنظامنامه د عمومی بودجی کښی کرد هغه خرڅونه\nآمدنی او محصولونه چه پر پاس وجهی سره بیان\nشول له شمیرې لیکل کیږی.\n(۴)- سم له (۵۹) قاعدی د اساسی نظامنامی سره کرد\nآمدنی او محصولونه او خرڅونه د دولت په هر حال\nخواً نخواه دئ نظامنامی د عمومی بودجی پوری تړلی ده\nپه هغه صورت کښی چه یو آمدنی او محصول په\nنظامنامی د بودجی کښی نه وی لیکلی شوی آخستل\nد هغه بالکل منع دی ، او اجرا کول د یو خرڅ\nچه په هغی نظامنامی کښی نه وی د هیڅ مامور له\nطرفی امر او اجرا کیدلی نه شی ، همداسې نګیر\nپه یو خصوص کښی چه څه تخصیصات پر نظامنامې"}
{"book": "adl0692", "page": 5, "text": "٤\nد بودجی کښی مقری شویدی ، اضافه له هغه په\nدی خصوص کښی بښتول د پیسی روا ندی.\n(۳): نظامنامه د بودجی د هر کال لپاره د ساتنه\nد دخل او خرڅ د هغه کال جوړیږی ، بنا په دا\nباندی د هغی نظامنامی د بودجی له مخی چه کال ئی\nتیرشویوی ، په دی حاضر کال کښی اجرا د خرڅونو\nله بیخه روا نه دی ، که هغه تخصیصات چه په\nنظامنامی د بودجی د تیر کال کښی لیکلی شویدی\nټول په خرڅ نه وی رسیدلی له دی شخز هم په\nدی حاضر کال کښی خرڅول رواندی او در اتلونکی\nکال سند شمیر کیږی ."}
{"book": "adl0692", "page": 6, "text": "۵\nاوّل فصل\nصورة د جوړه ول اوحاضره ولود نظامنامی\nدعُمومي بودجې\n(٤) - ښئی ، به هروزارة اومستقله اداره او خصوصی اداری، نظامنامی د بودجی، دځانو لـه خواجوړه وی .\n(۵): - هره وزارة او مستقله اداره يا خصوصی ادارې چه پاره د آخستل اوښندلو دآمدنی او محصولاتو د دولت مکلف دی، یوجدول د خرڅونو به جوړه وی، په دی جدول کښی، به همدا یو هغه خد متونه چه پـدی کال کښی په کولود هغو سره مجبور دی او هرڅومره پیسه چه لپاره د دغو خد متونو خرڅیږی، ځان ځان ته په ترتیب سره بیئی په دی جدول کښی ثبتوی، مثلاً وزارة داخله"}
{"book": "adl0692", "page": 7, "text": "۶\n(۱) تنخواه دوزیر او معین اونور مامورین\nدوزارت او بالجمله نائب الحکومه او نور\nحاکمان اوعمله د دوی .\n(۲) د مامورینو خرڅ د لاری .\n(۳) دفرشو خرڅونه .\n(۴) دآبادیو خرڅونه .\n(۵) د خانه سامانی خرڅونه .\n(۶) د ژمی د سولو خرڅونه .\n(۷) خرڅونه دمکتوب نویسی اونور خرڅونه\nد دفترو .\n(۸) نوربیل بیل خرڅونه چه د وزارة داخله\nمعاملونه په یو کال کښ په کار دی او دا\nخرڅونه تردی وقته پوری جاری کیږی\nدی ، همدا خرڅونه به ځان ځانته لیکلی\nیو مخصوص جدول ترتیب کا وه شی."}
{"book": "adl0692", "page": 8, "text": "۷\n\n(۶) بگردهغه خرخونه چه په اول بیان شوی، \nجدول کښ لیکلی شوی دی نظر د غور سنجول \nکیږی، هغه خرخونه چه لپاره د کار او نفع \nد دولت ضروری ونه لیدل شی له جدول\nڅخه ویستل کیږی، دا راز خرڅونه\nچه بیان شول بنا بر مناسبت او علاقی د\nیوی بل سره په معلومداره قسمونو تقسیم\nاو بیلول شی، مثلا گرد و تنخواه په \nنوم د معاشات په یو قسم جمع کول شی\nپه دی صورت سره خرڅ د لاری او نور\nخرخونه په نوم د مصارف متنوعه په یو \nقسم جمع کول شی، او تول هغه خرخونه چه\nپر دی صورت ترتیب او جوړ شوی دی په \nمخصوص جدول د بودجی کښ سم له ښود\nشوی نمونی د هغہ سرہ قید او لیکل کیږی."}
{"book": "adl0692", "page": 9, "text": "۸\n(۷): هر خرخو نو چه یو بل سره تعلق او مناسبت\nلری پردی جدول کښ په یو فصل کښ لیکل کیږی\nاو له هر یوه خرڅو خنی چه په دی فصل کښ لیکل\nشوی دی یوه ماده تری جوړیږی ، لپاره د\nهر فصل او لپاره د هر هغه خرخ چه په دی\nفصل کښ یوه ماده تری جوړه شوی دی ،\nځان ځان نمبر ایښودہ کیږی.\n(۸): جدولونه د بودجی چه دوزارتو، او مدیریت\nمستقله او خصوصیه ادارو له خوا ترتیب\nکیږی ، لپاره د غور او جورے ولو وزارت\nماليه ليدل كيږى.\n(۹): لپاره ددی چه نظامنامه د بودجی وزارت\nمالیه کښ پر غور سره وکتله شی، او له\nلوړ ځایو نو څخه تصدیق او اجرا کړه شی\nپه هر کال کښ یوه میاشت نهی له سر"}
{"book": "adl0692", "page": 10, "text": "۹\nدکال څخه پر هر حال جدولونه د بودجی وزارت\nمالیه ته لیږل کیږی ، هر وزارت او نوری دائری لپا\nد جدولونود بودجی چه جوړ کړی ئی دی ، یوه یوه\nلایحه به لپاره دروښانه بیانولو د سببونو د خرچونو\nاو نور شیان جوړه وی ، او له دی جدولونوسره\nیوځای وزارت مالیه ته لیږل کیږی ، او هغی\nته لایحه د موجبه سببونویله شی\n(۱۰) دوزارة مالیه هغه جدولونه چه قسم دخرچونو\nدخپل وزارة لره شامل وی ، دوی به ئی پخپله\nجوړه وی هم دغسی رنگه قسم د آمال ئی اومحصولونو\nد نظامنامی د بودجی چه په عموم سره محصولونو\nد دولت لره شامل وی ، دغه ټول قسمونه د وزار\nمالیه له خواجمع او ترتیب کاول شی .\n(۱۱) لپاره د جوړه ولو د قسم د محصولونود نظامنا\nد بودجی هغه محصولونه چه په یوه کال"}
{"book": "adl0692", "page": 11, "text": "۱۰\n\nکښ لاسته راغلی او خزانې ته رسیدلی دی په\nلیدلو د موازنه او سنجش سره کتل کیږی\nاو صورت د تیریدل د فصلونو او ضروریات\nاو نور حالات او د سوداګرۍ حالونه په ښه\nشان غور کاول شی، د راتلونکی کال واردات او\nمحصولونه رښتیا او نژدی صحت ته په اتکل سره\nنیول کیږی .\n(۱۳) :ـ وزارت مالیه واک او صلاحیت لری، چه جدولونه\nد بودجی، په نظر د غور سره وګوری، او بعض\nخرڅونه چه نسبت وآمدنی او محصولونو د دولت ته\nهغه ښند نه مناسب نه وی کَمَئی کړی،\nاو په باب کښ د دغو کمولو په حضور کښ د اعلیحضرت\nحق د عرض لری .\n(۱۴) : له جمع کیدلو د هغو جدولونو چه له هری خوا\nوزارت مالیه ته رسیږی برسیره په هغو له"}
{"book": "adl0692", "page": 12, "text": "11\nجل ولونو دقسم د محصولونوچه د وزارت ماليه له خوا\nجوړیږی، نظامنامه د عمومى بودجی پیدا کیږی ـ دوژا\nمالیه له خوا یوه لايحه د موجبه سببونو جوړیږی\nپه دی لایجی کښ به په خصوص دآمدنی او محصولونو\nاوخرڅونود دولت کښ وزارة مالیه فکرونه ومرکړی\nلپاره د اصلاح اوزیاته ول او کمولو دټولو\nآمدنی او محصولونو او خرڅونو به صورت دفکر\nخپل ښکاره کوی .\n(14) :-هغه وقت چه وزارتونه او مستقله اداره او\nنوی خصوصيّه اداری جل ولونه د شعبوخپل\nجوړه وی، په ټولو اصلاحاتو او نوی ترقیاتو کښ\nچه په دی کال کښ پیدا کیږی په ښه شان\nبه فکر او غور کوی، چه لپاره د منده کولو\nد دی ترقیاتو څومره نویو تشکیلاتو ته احتیاج\nلری، او څه راز متحصصین لپاره داجرا اتولازم"}
{"book": "adl0692", "page": 13, "text": "۱۲\n\nمورین\nاو لپاره دلوخول او کنودل دکانو څومره ما\nاو مخصوصی سړیوته اړدی او لپاره ددی کار څومره\nخرڅونه لګیږی، او په دی کال کښی څومره طالبان\nلپاره د اِزْدَه کولو د علمو چاو خواته آستول کیږی\nاو دغو شاګرد انولپاره څومره خرڅونه لازمیږی،\nاو لپاره د داسی راز نویو خرڅونو د هغی لایحی چه\nپخپله د دوی له خواجوړه شویدی، د اعلیحضرت\nله حضوره به منظوری حاصلوی ـ او ه د اسی\nرنګ کرد هغه فائده مند تشکیلو نه چه لپاره\nد ترقی د ملك او ملّت پلیسی د اعلیحضرت\nهمایونی له خوا پیل اکیږی ټول خرڅونه ددَ\nتشکیلا تو په نظر کښ نیولی جدولونه د\nبودجی خپلی به ترتیب او جوړه وی.\n[ornament]"}
{"book": "adl0692", "page": 14, "text": "۱۳\nدوه یم فصل\nنظر د غور او منظورے منلہ کول نظا میے\nد بودجی\n(۱۵):- جدولونہ د بودجی چہ لہ وزارتوا و لزما یونت\nمستقله اولہ خصوصیہ ادارو څخہ جوړ یږے\nپہ موجب د (۹) ماده اول لہ طرفه د وزارت مالیه\nڅنی نظر د غور پرې کاوه شی چہ دا معلو\nکړی شوی خرڅونہ او مثلاً تنخواه د مامو\nاو نور شیان لہ هغی اندازی دتیر کال سرہ\nچہ پہ پاکہ ارادہ دا علیحضرت مقرره شوی\nبرابروالی لری؟ او کہ نه؟ د وه یم نوی خرڅونہ\nچہ تکلیف کاول شی ، نظر و محصولو نو د دو لت\nتہ امکان د قبول او د اجرا کولو لری او\nکہ نہ دریم لپارہ د اجرا کولو نویو خرڅونو"}
{"book": "adl0692", "page": 15, "text": "١٤\nپیره و جب د (١٤) قاعدی اجازه د اعلحضرت\nاحستلی شوی اوکه نه ؟\n(١٦) نظامنامه دعومی بودجی پس له اولنی نظر\nدغور څخه له وزارت مالیه څنی سره له لا-\nد موجيه سببونود هغه چه په (۱۳) قاعده\nکښ بیان شویدی عالی مجلس د وزیرانو\nته وړاندی کیږی ، او په دی عالی مجلس\nکښ نظامنامه دعومی بودجی بیاله\nسره هره ماده بیله بیله غور کاوله شئ\nاو په نتیجه ددی غور سره نظامنامه دعومی\nبودجی یو شکل او وجود منده کوی ، اردا\nشکل لپاره دعومی بودجی ددی کال تکلیفیه\nفکرونه او اجرائیۀ قوّت شمیره کیږي.\n(۱۷)نظامنامه دعومی بودجی چه په عالی مجلس\nد وزیرانو کښ علم پری را وستل کیږی پس له"}
{"book": "adl0692", "page": 16, "text": "۱۵\n\nهغه د شورای دولت لخوا خبری او غور په کښ\nکاوه شی.\n(۱۸)-: نظامنامه دعومی بودجی چه شورای دولت ته لیږ\nکیږی ، اوّل ديو مجلس له خواچه اعضا د دی\n(۷)\nمجلس له وؤه څخه كم ، او له پنځه لس ځنی زیاد\nنه وی غور کاوله شی، لپاره د آسانولو د غور\nکولو د نظامنامی عمومی بودجی ،ا نظامنامه\nبرخه برخه د مجلس د اعضاپه منځ کښ تقسیم او\nبیلیږی ، هغه اعضا د شورای دولت چه لپاره\nدغور كولو د نظامنامی عمومی بودجی مقره او\nاو مكلف کیږی ، په وقت دضرورت كښ له هغه\nچه تعلق ور پوری لری گرد ضروری معلومات آخستاً\nشی او هغه مامورین چه نظر د غور ته یی کار د مجلس چخا و\nاو راوستل شی ، ضروری معلومات آخستل اوضری\nورتی غور كولی شی ، اعضاد دی مجلس لپاره د"}
{"book": "adl0692", "page": 17, "text": "١٦\nهر قسمونو ددی نظامنامی چه ددوی له خوا په نظر\nلائحه\nدغور سره کتلی شویدی بیل بیل بیان سره په یوه لا\nد موجبه سببونو جویه وی، دا لایحه تول هغه غور\nاو تدقیقاتو لره چه اجرا کړی ئی دی شامل دی .\n(١٩):- پس له اول غور څخه په دغی نظامنامی کښی به عمومی\nمنامی\nهیئت د شورای دولت خبری کوی، او په خیر ود نظا\nدعمومی بودجی په عمومی هیئت د شورای دولت کښی\nلے\nهغه اعضا به هم حاضر او شامل وی ، چه د نظامنا\nپه اوّل کښی پر نظر د غور سره کتلی دی، بنا پر\nغور کولو د دوی او بنا پر لائحې د موجبه سببونو\nعمومی هیئت د مجلس به روبنانه بیانونه لیکی.\n(٢٠):- نظامنامه د عمومی بودجی په عمومی هیئت د شورا\nدولت کښی په اوّل کښی نظر و عمومی هیئت نظامنامی\nترخبری پر کښی کیږی لپاره د اصلاحاتو د مالئے\nاعضا د شورای دولت بعض تکلیفونه کولای شی،"}
{"book": "adl0692", "page": 18, "text": "۱۷\n\nنظرم شان دتکلیفونو ددوی ته دغه اصلاحات\nپه نظامنامه د عمومی بودجی کښ لیکیلی شوی\nیا ځانته نظامنامی جوړیږی .\n(۳۱) : پس له قبول کیدلو د عمومی هیئت د نظامنامی\nد فصلو په خبرو کښ شروع کاول شی\nپه منځ د خبرو د فصولو کښ لپاره دکملولو\nاو اضافه کولو د خوښونو داعضا له خوا تکلیفونه\nکیدلی شی .\n(۳۲) : په خبرو د نظامنامی د بودجی کښ خصوصی\nاو عمومی مجلس د شورای دولت ته ، دوزیرانو له\nخوا معين يا يوله رئيسانو د مامورينو ددی څخه\nوکالتاً لپاره د روښانه بيانولو حاضریدلی شی\n(۳۳) : پس له غور كول او فکرونو د شورای\nدولت څخه نظامنامه د عمومی بودجی سره\nله لايحی د موجبه سببونو چه شورای دولتی"}
{"book": "adl0692", "page": 19, "text": "۱۸\n\nجوړوی ، عالی مجلس دوزیرانوته بیا وپاندی کښی\n(۳۴) دمجلس د وزیرانو به په طور د قطعی سره آخری\nنظر دغور خپل کوی، او لپاره د منظوری\nبه ئی حضور دشاهانه ويزاندی کوی.\n(۳۰) که په کمه خبرود نظامنامی دبودجی کښ\nد شورای دولت او وزیرانو په منځ کښ یواختلاف\nاو جګړه ښکاره شویوی ، یولوری ییول او\nصافول ددی اختلافاتو ګرد په لاس د توان\nدا علیحضرت همایونی کښ دی، او په ققو\nدحکم دحضور سره کار کاره شی.\n(۳۶) پس له پوره کولو د غور د نظامنامی\nدعمومی بودجی منظوری د حضور د\nاعلیحضرت همایون ته وسییږی.\n(۳۷) پس له منظوریدلو د اعلیحضرت همایونی\nڅخه نظامنامه دعظومی بودجی"}
{"book": "adl0692", "page": 20, "text": "۱۹\nحکم د اجرا لری ، او ګردو\nوزارتو او مدیریت مستقله او خصوصی\nاداروته ور ښکولو کښی ."}
{"book": "adl0692", "page": 21, "text": "۲۰\n(۳)\nدریم فصل\nبرابره ول او چلول د نظامنامی د\n(عمومی بودجی)\n(۲۸): برابره ول او چلول د نظامنامی د عمومی\nبودجی دادی چه په وقت د یو کال چلیدلو\nدهغی کښ ټول هغه آمدنی او محصولونه\nچه په هغی کښ معلوم شویدی په\nښه شان سره لاس ته راوستل کیږی\nاو هم د غسی رنګه کرد هغه خدماتونه د دولت\nچه په مقابله او برابری د دی آمدنی او\nمحصولونو کښ معلوم کړی شویدی\nپه فائده مند صورت سره اجرا کیږی،\nتنخواه او نور خرڅونه په طور د انتظامیه\nورکول کیږی، ښایی داباندی کرد"}
{"book": "adl0692", "page": 22, "text": "۲۱\n\nمامورین په چلولو ددی نظامنامی عمومی\nبودجی سره مامور اوجوابده بلل شی.\n\n(۲۹) پس له منظوری څخه دنظامنامه د عمومی بودجی\nدا بودجه په هیچ صورت سره نه تغیر او\nنه تبدیل پذیری.\n\n(۳۰) پس له منظوری د نظامنامی د عمومی بودجی\nکه ولیده شول هغه تخصیصات چه لپاړه\nد یو خدمت مقررہ شوئیوہ کفایت د دی خدمت\nنه کوی اوبیا سر له سره نوی تخصیصات\nلپاره د هغه كار ضرور ليدل كيږی،\nپه دغه خصوص په نظامنامه د بودجی کښی\nنوی تخصیصات ور كاول كيږی، هغه تخصیصات\nچه ضم کڑی شوی او نوی ور کڑی شویدی\nنوی تخصیصات بال شی، نوی تخصیصات\nاو ضم کڑی شوی همره په لیکلی شوی لجازی"}
{"book": "adl0692", "page": 23, "text": "۲۳\nد اعلحضرت سره چه د وزارت مالیه له خوا\nاغستل کیږی ، وی به .\n(۳۱) : نظر و (۲) قاعدی ته بدلون د نظامنامی دبودجی\nجائزنه دی مګر په منځ د هغو مادو کښ چه\nیو فصل لاندی لیکلی شوی دی ، که دیوی د کمبود\nاو په بلی د زیاده ولو امکان وی ، په دی باب کښ\nبنا پر لزوم او ضرورت چه د وزیرانو او مدیر\nمستقله او خصوصی ادارو له خوا لیک کیږی\nپه واسطه د وزارت مالیه پس له عرض او اذن\nغوشتل له حضوره د اعلحضرت شنی حکم د اجرا\nلری ، او له یو مستقل فصل د نظامنامی د عمومی بودجی\nبل فصل ته نقل د تخصیصاتو بالکل نه کیږی .\n(۳۲): هغه تخصیصات چه پر نظامنامی دعومی بودجی\nلیکلی شوی ی ، په کال د حسابی د دی نظامنا\nد بودجی کښ په خرڅ نه وی رسیدلی په آخر د کال"}
{"book": "adl0692", "page": 24, "text": "۲۳\n\nکښ دغه تخصیصات کرد موقوف شمیرل کیږی،\nکه لپاره د دغه کارپه نظامنامی د بودجی دنوی\nکال کښ ځانته تخصیصات نوی لیکلی شیو\nله دی پمبنیو تخصیصاتو څخه نه شیندل شی،\nهمداسی رنګه په یوکال د حسابی کښ که یوه\nشیندنه ثابته شویوی اوترهوسه په مدت\nددغه کال کښ ددولت له خزانوځنی نه وی\nورکړی شوی لپاره د اجراکولو ددغی شیندنی\nپه نظامنامی دنوی بودجی کښ مُتَمِّمَه تخصیصا\nلیکل اواضافه کول شی،لپاره د هغوخَرجونو\nچه په تیرکال کښ ثابت شوی اوله خزانی\nڅخه نه وی ورکړی شوی لپاره دورکولو ددَی پیسو\nله تمامیدلود کال تردوه میاشتوپوری یوه دَئْ\nمتتمه معلومول شی،بناپه داسره په دی مدت\nددوه میاشتوکښ دغه پیسی یی له متتمه تخصیصاتو"}
{"book": "adl0692", "page": 25, "text": "٢٤\n\nڅخه له رمښتیو تخصیصاتو ځنی چه په نظامنامی\nد بودجی کښی لیکلی شویوی ورکاول کیږی پس\nله تیریدلو ددوه میاشتوله متممة تخصيصاتو\nوت\nورکأول کیږی، او متممه تخصيصات هم له وزا\nماليه ځنی پس له اجازه غوښتلو له حضوره ورکالو\nکیږی پس له قطع او تمامیدلو د حسابيّه دوُرَۀ\nهغه پیسی چه په مدت د ښځو کلوکښی نه وی غو\nښتیلے\nشوی، لپاره د دی پیسی ور کول د اجازی متممه\nتخصيصاتويي له اذن غوښتلو له حضور ځنی موقوف\nمی ماند\n\n(٣٣)- هغه وقت چه یوه حسابيّه دوره تمامه شوی وی\nاو نوی دوره ئی شروع کیږی او هغو لپاره يوه نوے\nنظامنامه د عمومی بودجی ترهؤسه پوری نه وي\nلے\nجوړه شوی، پس له اذن اخستلو د اعلیحضرت همايو\nله خواحكم ور کاوه شی چه نظامنامه دعومی\nبودجي دتيركال په ضرورةِ مآله کښی به جاری"}
{"book": "adl0692", "page": 26, "text": "۲۵\n\nپاته کیږی په دی صورت کښ کود هغه\nخرڅونه چه په نظامنامی دعمومی بودجی دتیرکال\nکښی لیکلی وی فقط ضروری مقدار د هغه\nاجرا کاره شی، یعنی یو وزارت یا مستقله مدریت\nهغه مقدار چه د دوی خپلی نظامنامی د بودجی\nلیکلی شو یوی له دی مقدار څخه فقط هغه مقدا\nچه لی ویشود منظوری د دوی سره تقابل کوی\nپه هغه وعده کښی زیاد له دی اندازی\nڅخه نه شی بنسند لی په دُ صورة كښ له وزارة\nمالیه څخه لپاره د گردو وزارتو او مستقله\nمدیریت او مخصوصه ادارو ، معلومول د\nموقتی خرڅو نوجو یږی."}
{"book": "adl0692", "page": 27, "text": "٢٦\n\nڅلورم فصل\nساتنه او پلټنه دنظامنامے د بودجي\n\n(٣٤) ينظامنامۀ د عمومى بودجى پمئى له ښندلنى او\nورستى له ښندلني په يو ساتنه او پلټنه سره\nنيوله کېږی، او پلټنه يې لۀ ښندلو د وزارۃ\nماليه لخوا له لاندی قاعدو څخه اجرا کاولۀ شی\n(٣٥) هغه مالی چہ نظامنامی د عمومی بودجی له حضوره\nد اعلحضرت همایونی ځنی منظور يږی، له مدتى\nد عمومی محاسبی څخه بنا پر هغو فصلونو او مادوچہ\nپه نظامنامی د بودجی کښ ليکلی شويوی لپاره\nد هر وزارت او اداره مستقله او خصوصی ادارو\nیو خصوصی حسابونه پرانتلی، موجوده تخصیصاً\nسره له دی مخصوصی حسابونو به په مقررشوی\nنمونی د هغه کښ قید او ثبتوی.\n\n(بودجى عمومى)\nتلفن نامه د اعلیحضرت همایونی لخوا څخه صادر شوی دی نه پسیغویږي"}
{"book": "adl0692", "page": 28, "text": "۲۷\n(۳۶) : هر سند نه چه بنابر سبب د نظامنامی عمومی\nبودجی د دولت له خوا کاوله شی توله په صکوکیه\nورقو کښ چه د وزارت مالیه له خوا چاپ شوی\nليكل او اجرا كيږی .\n(۳۷) : هغه صکوک سره مخصوصی نمونی د هغه سره\nچاپيږی ، او په سند د هر مصرف کښ لیکل\nکيږی چه آیا دا مصرف پر دی نظامنامی د\nعمومی بودجی کښ پر کم فصل او کڼی مادی پوی\nتعلق لری ، نمبر د هغه فصل او مادی په کښ لیکل کیږی\n(۳۸) : پخواله ورکولو د وجهی له خزانو د دولت څخه\nدا سندونه ، د هغو مدیریتنو له خوا چه و زارت\nماليه پوری تعلق لری په غور سره کتل شی او هغو\nلاندی تصدیق د ملاحظی کاوه شی .\n(۳۹) : لپاره د کتلود مصرف له طرفه د هغو مدیریتنو چه\nوزارت مالیه پوری تعلق لری ، اول به مخصوصا جستا"}
{"book": "adl0692", "page": 29, "text": "۲۸\nد هغی دائری ته چه دا سند د مصرف هغی پوری\nتعلق لری، او په (۳۵) قاعده کښی بیان شویدی،\nرجوع کوی او برابروالی د خرڅونو به له تخصیصاتو\nسره په غور سره ګوری هغه مالی چه لپاره\nددی مصرف په نظامنامی عمومی بودجی کښی یو\nشانته تخصیصات درج شویدی، اوله پخوانیو\nخرڅونو ترهوسه پوری دا تخصیصات نه وی\nتمام شوی سند د دی خرڅونو به تصدیقوی\n(٤۰): د وزارت مالیه مدیریتونه ګرد سندونه د\nخرڅونوئی چه ملاحظه کړیوی، په دی دفتر\nد تخصیصات کښ به ئی ثبت کړی په دی صورت\nسره هر مالی به دا خبره معلوموی، چه له\nدی تخصیصاتو څخه څومره روپی باقی پاته دی.\n(٤١):- د هغو سندونو له مخی چه د هغو مدیریتونو لخوا\nچه وزارت مالیه پوری تعلق لری نه وی تصدیق"}
{"book": "adl0692", "page": 30, "text": "۲۹\n\nشوی دی تول جرائم شخصی هیځ وجه نه ورکارول کیږی کم خزانته ارائی دلت\nبنا پر هغو سندونو چه د وزارت مقا د مدیریتونو لخوا ، ثه تصدیق شو\nوجه ذکری سخت جوابه بلک د اشیا خزاندا رانو تها تضمین اخستنه پیسه اخے\nیا په بل طور جزا ور کاوله کیږی .\n(٤٣):- پاره د ملا کولو د هغه سند چی تادیها وپل د مصرف هغود مدیریتینه لخوا\nوزارت مالیه پوری تعلق لری کاو نه دی او\nدا مصرف په نظامنامی د بودجی کښی لیکلی شویی\nهغه مدیریتونه له بلی خوا مکلف دی چه آیا\nدا مصرف تحقیق کیدلی شی او که نه مثلاً\nپاره د تصدیق کولو د سندونو د تنخواه بنا پر\nهغو قاعدو چه په صورت د استخدام د مامورینو\nکښی ئی معلوم کړیدی او وعده ئی نه دی تیره\nشوی او په دی صورت کښی هغه مامور لپاره د\nتنخواه خپلی استحقاق نہ وئی پیدا کړي هغه\nسند نه تصدیقیږی ، همداسی رنگه لیا لو دفوت"}
{"book": "adl0692", "page": 31, "text": "۳۰\nمصرفونو او مثلاً په وقت د خرید ادی کښې ګرد\nورقی او رسید ددوی لرسند ده صرف سره\nتړلی، هغو مدیریتونه چه وزارت مالیه پورې\nتعلق لری دپاندی کاول شی، او هغه مدیریننو\nپس له غور کولو د ثبته ورقو سندونه\nد مصارفاتو د دوی ملاحظه کوی.\n(م۴۶) هغو مدیریتونه چه وزارت مالیه پورې تعلق\nلری کرد هغه سندونه چه په اصول اوختا\nقاعدی سره جوړ او مثبت ورقی دهغوئې ترې\nنه وی، یا هغه مصرفونه چه اساساً تخصیصاً\nد دوی موجود نه وی، یا هغه مصرفونه چه\nپس له تیریدا لود مدت د متهمی، متعممه، تخصیصات\nد دوی نه وی ورګوی شوی، دا دازې د مصرفو\nسندونه به تصدیق نکړی اوهره میاشت\nهغه معاملی چه خلاف له نظامنامی لیلړے"}
{"book": "adl0692", "page": 32, "text": "۳۹\nکیږی، په واسطه د وزیر مالیه سره به\nیو رپوټ حضور د اعلیحضرت همایونی ته وړاندی کېږی\n(٤٤): هغه مالی چه عمومی بودجه پس له جوړ کول او تصدیق\nڅخه منظوری د حضور د شاهانه ته ورسیږی\nوزارت مالیه د هغو تخصیصاتو او مصارفاتو\nد ولایتو چه په عمومی بودجی کښی منظوری منلی\nنائب الحكومګانو او مستوفیانو د ولایتونه به\nخبر ورکوی چه سم له منظوری د حضور سره دی\nو پېژنی مستوفیان او مأموران د مالیې پر\nهغو معلومو شویو تخصیصاتو او مصارفاتو چه\nله حضوره ئې منظوری منلی وی، او له وزار\nمالیه څخه دوی ته رسیږی زیات هیڅ خرڅ\nنه شی کولای.\n(٤٥): هغه تخصیصات چه پر بودجی د مالی\nکښی ئې لپاره د يو كال معلوم او\n\n(د مالیې اصول)\nتلفن نامه چه عموماً تسلیمي چيلونه پکښې لیکل کیږی دغه دي په مخكښې... هـ هـ هـ هـ"}
{"book": "adl0692", "page": 33, "text": "۳۲\n\nمنظور شویلی کی یو کلن مصرف د\nهمغه خصوص پوره نکړی دهوچیه کیفیت\nار دانداری د ضروری مصرف د هغی\nبه مستوفیان وزارت مالیہ تہ خبرورګی\nپس لہ اذن غوستلو لہ هغہ وزارت اوس\nلہ منظوری د حضور څخہ خرڅ کولای شہ\n(٤٦) بغیر لہ ھغو خصوصیاتو څخہ چہ پہ بوجہ\nدمالی کنښ لپارہ دنائب الحکو متمانو\nاو اعلی حکومتیو معلوم او منظور یږی کہ\nکُم ضروری تلیواری مصرفونہ پیښ شی\nاو په سبب دتنګی د وقت امکان د اجازه\nغوشتلو له مرکز خنی نه وی، هغه معلومات\nپیسی چه له حضوره فرمان د اختیارا تو دگو\nلره ورکړی شوی پہ موجب دحکمنامی\nخپلی د په خرڅ رسوی، رپوټ د خرڅولو د"}
