{"book": "adl0611", "page": 1, "text": "[BLANK PAGE]"}
{"book": "adl0611", "page": 2, "text": "وما توفیقی الا بالله علیه توکلت والیه انیب\nحسب الامر جناب جلالت مآب وزیر صاحب معارف دام اقباله\nبرای افاده طلبای مدارس ابتدائیه دولت علیه افغانستان\nسنه ۱۳۳۹ هـ\nاول کتاب افغانی\nسنه ۱۳۰۰ ش\nمؤلفه قاضی گل احمد مهاجر پشاوری معلم افغانی و اردو\n[ILL] عالیه کابل\nگردید"}
{"book": "adl0611", "page": 3, "text": "بسم الله الرحمن الرحيم\nاز اسمائ مختلفه ترکیبهای مضاف و مضاف الیہ\nسبق (۱)\nخدائ - رسول - نمونځ - روژه - جمعه - رمضان\nحج - کعبه - نوم - جهان -\nدَ خدائ نوم - دَ جهان خدائ - دَ خدائ رسول -\nدَ جمعی نمونځ - دَ رمضان روژه - دَ کعبی حج -\nسبق (۲)\nچاقو - پچاره - تخته - قلم - کاغذ - سياهي -\nکتاب - مشواڼي\nدَ خدائ کتاب"}
{"book": "adl0611", "page": 4, "text": "۳\nستا قلم ـ ځما تخته ـ ستاسو سياهي ـ دَ كتاب\nكاغذ ـ دَ محمد اكبر مشواڼي ـ\nسبق (۳)\nصبا ـ نماښام ـ ورځ ـ شپه ـ مياشت ـ كال ـ\nورځ ـ لاره ـ جنت ـ دوزخ ـ عذاب ـ ثواب ـ\nپیدایش ـ (پيداوښت ـ) وفات ـ\nدَ صباغونځ ـ دَ نماښام وقت ـ دَ وفات كال ـ دَ\nپيدايش ورځ ـ دَ دوزخ عذاب ـ دَ جنّت لاره دَ حج ثوا\nسبق (۴)\nهغه ـ هغوي ـ ستا ـ ستاسو ـ ځما ـ ځمونږ ـ"}
{"book": "adl0611", "page": 5, "text": "دهغه پيدا وېښت - د هغوي وفات - ستاسوځ\nستاسوج - ځماد وږه -ځموږ رسول - ځماخپل\nځموږ خپلوان - سبق (۵)\nځوی - پلار - مور - لور - ورور - خور - اګا -\nښځه - ښتن -\nځاځوئی - ځموږ پلار - ستالور - ستاسو مور -\nد هغه ورور - د هغوي خور - د هغوي اګا -\nد هغه ښځه - سبق (۶)\nغنم - اوربشی - چودړئي - اوړه - هکئي -\nکباب - څه [ILL] ړی - پزه - غوا - آس"}
{"book": "adl0611", "page": 6, "text": "دَ غنُمو دوړِي - دَ اور بشواوړه - دَ چرګی هګئي -\nدَ بزِی غوښه - دَ غوا شِیدی - دَ اوسیّ کباب -\nدَ اکبر آس - دَ عیسیٰ خر - ځما سپی - ستا پیشیّ -\nسبق (۷)\nویښته - سَر - سترکی - غوږ - پوزه - ږَبه - خوله\nغاښونه - مخ - لاس - پښه - زړه - شونډه - نوکونه -\nدَ سَرویښته - دَ او سیّ سترکی - دَ غوا ږَ به -\nدَ خَر غوږ - ستا سو پوزه - دَ سپی غا ښو نه -\nخپِل لاس - خپِله خوله - دَ پیشِی نوکو نه -\nدَ هلک پښه - ځما مخ - ستازړه - دَ عمر شونډیّ -\nسبق (۸)"}
{"book": "adl0611", "page": 7, "text": "۶\n\nخاوری - (اوبه - باد - اور - نمرخاته - (قبله) نمرلویده -\nقطب - سهیل - رود - غر - ځمکه - فرش - کور -\nد کابل خاوری - د رود اوبه - د دوزخ اور -\nد قطب باد - د نمرخاته سوداګر - د قبلی ځمکه -\nد سهیل رود - د هندوکش غر - د کور فرش -\nاز صفت اسما مختلفه ترکیبهای صفت موصوف -\nسبق (۹)\nپاک - پلیت - زوړ - نوی - ښه - بد - تنګ - هور -\nپاک بدن - پلیتی اوبه - نوی جامه - ښه ښځه -\nبد کار - زړه خولۍ - تنګ زړه - هرته لار -\nسبق (۱۰)"}
{"book": "adl0611", "page": 8, "text": "يخى ـ توده ـ وچ ـ لوند ـ ځوان ـ زَړَه ـ ګړندى\nتور ـ سپين ـ سور ـ زير ـ\nيخى اوبه ـ توده ډوډۍ ـ ځوان سړی ـ زړه\nښځه ـ ګړندى آس ـ تورى سترګى ـ سپين\nکالى ـ سوررنګ ـ وُچ لرګی ـ زير مخ ـ\nاسماء اشاره ـ سبق (۱۱)\nهغه ځاى ـ دغه کور ـ هغه ګړندى آس\nدغه ځما ورور ـ دَ دغه هلک کتاب ـ دَ هغه\nځوان ښځه ـ دَ هغه سړي چاړه ـ دَ دَغه\nرود اوبه ـ دهغه ژور سړي لُور ـ دَدغه هلک\nچاقو ـ واحدجمع سبق (١٢)"}
{"book": "adl0611", "page": 9, "text": "سړی ـ سړي ـ ښځه ـ ښځی ـ ځوی ـ ځامن\nکالی ـ کالي ـ کار ـ کارونه ـ لاس ـ لاسونه\nلور ـ لوڼړه ـ سترګه ـ سترګی ـ آس ـ آسونه\nمري ـ مريونه ـ مور ـ ميندی ـ خور ـ خويندی\nدا سړی د کوم ځائی دی ـ دا سړي دکابل دي\nدا يوه ښځه ده ـ هغه د يوی ښځی دي ـ د هغه\nيوځوئی دئی ـ د ده څلورځامن دي ـ د ايو\nکالی دئی ـ د هغه ډيرکالي دي ـ دده څه\nکاردی ـ دده کارونه ډيردي ـ د ده يولاس\nدی ـ د هغه دواړه لاسونه نشته ـ ددی ښځی\nيوه لورده ـ د هغی دری لوڼری دی ـ د هغه"}
{"book": "adl0611", "page": 10, "text": "۹\nيوه سترکه رنده ده - دده دواړه سترکی خوږيږي\nدده يو آس دی - د هغه څلور آسونه دي - دده\nيو مري دی - د هغه ځان پنځه مريونه دي -\nدده يوه سکه مور ده - د هغه يوه سکه او\nدوه ناسکه (میری) ميندی دي - دده يوه\nخور ده - د هغه شپږ خویندی دي -\nخبرهای ترکیبی سبق (۱۳)\nځوی م ځوان دی - ستاسو ورونه خوش\nنولین دي - ته ښه سړی ئې - تاسو ځوانان\nيئ - زه بوډايم - مونږ غمجين يو - چاقوتيره\nدی - زړونه خوشحال دي - بدن م پاک دی"}
{"book": "adl0611", "page": 11, "text": "۱۰\nزه دَ دغه ځوان پلار یم ـ ته دَ هغه بوډا سړي\nځوئی يې ؟ قرآن دَ خدائ کلام دی ـ مونږ دَ\nخدائ بندګان یو ـ\nمصدر ګانو فقرات ـ سبق (۱۴)\nویل ـ لوستل ـ ورکول ـ لوَل ـ ګټل ـ خوړل ـ\nکول ـ څښل ـ\nاسلام دا دی: کلمه ویل ـ نمونځ کول ـ زکوٰة\nورکول ـ دَ رَمَضان روژې ساتل ـ دَ بیتُ\nالله حج کول ـ ما هلکان شړل ـ هغه شفتالو\nخوړل ماضي مطلق مع فقرات ـ سبق (۱۵)\nهغه وُو ـ هغو وُو ـ تا وُو ـ تاسو وُو ـ"}
{"book": "adl0611", "page": 12, "text": "ما وو - مونږ وُ وِ - وه ئی لوست - ورئ کړ\nوه ئی کړ - درلود ئی - \nمحمود قرآن لوست - ورور دِ زکوة ورکړه؟\nهغه کار وکړ - څوئی مِ روژه درلودله - احمد\nاودَس وکړ - خلقو نمونځ وکړ - تاکار وکړ؟\nهوما کار وکړ - تاسو سلام وکړ - هومونږ\nسلام وکړ - تا قرآن شریف ولوست؟ هما\nقرآن شریف ولوست - تا سو نمونځ وکړ -\nهومونږ نمونځ وکړ -\nچند حروف مع فقرات سبق (١۶)\nسره - ته - په - ور - له - تر - لره - څه -"}
{"book": "adl0611", "page": 13, "text": "۱۲\nولی ـ هو ـ هرکله ـ چا ـ\nله ماسَره ـ هغویْ ته ـ په کورکښ ـ په سرباندی\nهغه لره ـ له صبا ـ تر نما ښام ـ ستاڅه نوم دی\nځما نوم عبدالرحمن دیْ ـ ځما ورور څه وو ـ ستا\nورور کلمه وویله ـ اکبر خپل کتاب چاله ورکړئ\nکریم له ئی ورکړ ـ خلقو زکوة ورکړ ـ هو خلقو\nزکوة ورکړ ـ ځما ورور له دڅه ورکړل ـ ستا\nورور له مِ روپئی ورکړی ـ تاسو ځما شوانړو ته\nهغه ته ولی ورکړه ـ هغه پر کاغذ ليکي ـ\nهرکله راشه ـ خوار مه شی ـ\nماضی قریب معه فقرات سبق (۱۷)"}
{"book": "adl0611", "page": 14, "text": "۱۳\nلوستلَی دَی ـ لوستلي دِي ـ لوستلَی ئې ـ لوستلي\nيې ـ لوستلَی یم ـ لوستلي یو ـ\nورور دِ قرآن لوستلَی دَی؟ نه ناجوړ دَی\nستا سولونرو څه لوستلي دِي؟ دَ خدائ کتاب\nتا دا کتاب لوستلَی دَی ـ هو ما داکتاب لوستلَی دی\nتا مونځ کړی دَی؟ هو ما مونځ کړی دَی ـ خدائ\nدِ قبول کړي ـ ورور دِ ځما کلاه کریم له ورکړیده؟\nځما ځامنو روژه نیولی ده ـ ما دَ سحر مونځ کړی\nدَی ـ تاسو ځما ورور ته څه ويلي دِي؟ زه په\nجماعت کښ ناست یم ـ تا ځما کتاب لید لَی ئې؟\nما ستا کتاب نه دَی لید لَی ـ"}
{"book": "adl0611", "page": 15, "text": "۱۴\n\nماضی بعید مع فقرات سبق (۱۸)\nهغه راکړی وه - هغو راکړی وه - تا راکړی وه -\nتاسو راکړی وه - ما درکړی وه - مونږ درکړی وه\nاحمد مالګه یخی او به راکړی وی - مونږ خپل\nآس هغوي ته ورکړی وه - دوي ستا سو\nچاقو ما ته راکړی وه - تا ماته څه شی راکړی\nوه - ما تاله د هغه کتاب درکړی وه - تاسو\nنوی خولئي كريم ته ورکړی وه - ما اول تاسؤ ته\nویلی وو - هغوي پخوا ماته ویلي وو - تاسو\nقرآن لوستلی وه - دوي د صبا نمونځ کړی وه -\nموږ د رمضان د میاشتی روژی نیولی وی"}
{"book": "adl0611", "page": 16, "text": "۱۵\nماضی استمراری مه فقرات ـ سبق (۱۹)\nهغه و ـ هغو و ـ تاو ـ تاسو و ـ ما و ـ مونږ و ـ\nځوی م وعظ کاوه ـ ښځو ورته شاباسی و ـ تاسو\nځما ورور ته څه و؟ مونږ ورته هېڅ نه و ـ کریم\nمدرسی ته تللو ـ عبد الله دَ خدائ کلام\nلوستلو ـ استاد ورته وچه ولی مدرسی ته\nپه وقت و نه رسیدی؟\nښځی تاسو کو را تللی ـ او کښينا ستلی ـ هر کله\nچه زه هلته ورسېدلم ـ نو پرده ئې وکړله ـ\nتا هلته څه کول؟ ما دَ دیوال پناه لټوله ـ\nماضی شکیه مه فقرات ـ سبق (۲۰)"}
{"book": "adl0611", "page": 17, "text": "١٦\nهغه به کړی وي - تا به کړی وي - تاسو به\nکړي وي - ما به کړی وي - مونږ به کړي وي -\nهغه به ستاسو کار کړی وي - هغوی به څه\nکړي وي ؟ زه به هلته تللی یم - مونږ به دا\nکتاب لیدلی وي - تا به جماعت کښ نونځ\nکړی وي - تاسو به څه لیدلي وي ؟\nتر څو چه سړي خبره نه وي ويلي عيب او هنرئ\nپټ وي - \nماضی تمنائی معه فقرات - سبق (٢١)\nهغه تللی وی - هغوي تللي وي - زه تللی وی\nمونږ تللی وی - ١"}
{"book": "adl0611", "page": 18, "text": "۱۶\nکه محمود هلته تللی وی نو بیرته به نه وه کرزیدلی-\nکه زه په کور کښ وی نوتاله به م خپل کتاب\nورکړی وی-که دی خلقو دخدائی کلام\nلوستلی نو گمراه شوی به نه وو- که چیری\nتاسو لیکل کولی نوخوش نویس شوی به وئی-\nکه موز مدرسی ته تللی نوله تا سوبه مخکی\nوی- که شما خبره د آورید لی وی- نو\nبنه کتاب به دله لاس ورکړی نه وه -\nفعل مستقبل مع فقرات - سبق (۲۲)\nهغه به لاړشي- هغوي به لاړشي- ته به\nلاړشی- تاسوبه لاړشي- زه به لاړشم-"}
{"book": "adl0611", "page": 19, "text": "۱۸\nمونږ به لا ړ شو ـ\nته به چیری ځی ؟ زه به جماعت ته ځم ـ دا\nخلق به چیری ځی؟ دوئي به مدرسی ته ځي ـ\nهلته به څه کوي؟ خپل ځامن په ګوري ـ\nتاسی به چیری کښيني؟ دَجماعت په ور\nکښ به کښینو ـ احمد به مدرسی ته ځي؟\nما آوريدلي دي چه نن به لاړ نه شي ـ\nمضارع مصادر مختلفہ معہ فقرات ـ سبق (۲۳)\nوائي ـ لولي ـ ورکوي ـ کړي ـ لوي ـ راځي ـ\nپکار دي ـ راوړي ـ آخلي ـ آروي ـ ليکي\nګوري ـ پوهيږي ـ کښيني ـ پاتی کیږي ـ"}
{"book": "adl0611", "page": 20, "text": "تا سوڅخه به قلم چیرته وي ـ ځما ورورځه وکري؟\nستا ورور د فبر لاړ شي ـ روپي دی واخلی اود\nغنمو اوړه دی راوړي ـ خط دي بيکي ـ خپل\nسبق دي يادوي ـ کریم له تاسوڅخه کښيني که\nخپل کتاب ولوري ؟ که محمود باغ ته ورسيږي\nنوتازه ميوه به بيا مومي ـ هر چا له پکاردي\nچه لمونځ دکوي ـ او پس له لمانځه نه وعظ د\nآوري ـ دا فقره څه معني لري؟ که کويم\nپوهيږ ي نووه دی وائي ـ که محمود راشي نو\nپر آس دسور شي ـ سړي له پکار دي چه\nد خدائی له ياد غافل پاتي نه شي ـ"}
{"book": "adl0611", "page": 21, "text": "فعل حال مع فقرات - سبق (۴۴)\nهغه کوي - هغوي کوي - ته کوی - تاسو کوئي\nزه کوم - موږ كوو -\nاحمد مشق کوي - هغوي نمونځ كوي - ته څه\nکوی؟ زه کار کوم - تا سو سلام کوئي؟ مونږ\nمشق كوو - هغه كورته نه ځي - هغوي جماعت ته\nځي - ته ښهرته ځی؟ نه (یه) زه اسلاميه\nمدرسی ته ځم - تاسو چيري ځيئي؟ زه د\nقرآن شریف ترجمه لوستلو له ځم - د\nتا څوئی ډوډئی ولی نه خوري؟ رنځور\nدی ځکه نه خوري - ته څه ليکې؟ زه خپل"}
{"book": "adl0611", "page": 22, "text": "۲۱\nسبق لیکم ـ تاسو خپل کتاب آخلئ؟ هوزه\nخپل کتاب آخلم ـ زه داکتاب د پښتو آخلم\nڅه عیب خونه لري ـ بیشکه واخله هیڅ عیب نه لري\nامر حاضر مختلف مصادر معه فقرات ـ سبق (۲۵)\nووایه ـ ولوله ـ وركړه ـ وکړه ـ راشه ـ\nلاړشه ـ واوره ـ ولیکه ـ ووینځه ـ وګوره ـ\nکښینه ـ راوړه ـ واخله ـ پوه شه ـ ما څخه راشه ـ\nکتاب راوړه ـ څه چه د لوستلي دي بیائی ولوله\nیخی اوبه راکړه ـ ماڅخه راشه لاسونه دووینځه ـ\nدمشرانو نصیحت واوره ـ\nخپل سبق ولیکه ـ اودس وکړه ـ هروقت"}
{"book": "adl0611", "page": 23, "text": "خپل خدای په یاد لره ـ جزودان دی واخله.\nمکتب ته لار شه ـ هوکله چه د استاد په\nمخکښ ور شی سلام وکړه ـ په خپل ځای\nپه ارام کښینه ـ ادب زده کړه.\nنہی حاضر مضارع مختلفہ معه فقرات سبق (۲۶)\nمه لوله ـ مه ورکوه ـ مه وایه ـ مه کوه ـ\nمه خه ـ مه لره ـ مه اوسه.\nخطا مه لوله ـ زړه تنگ مه لره ـ هغه چه\nنه پوهیږی مه وایه ـ په نمونځ کولو کښ غفلت\nمه کوه ـ د اکتاب له لاس مه ورکوه ـ و بدانو\nپه مجلس کښ مه کښینه ـ خپل کتاب مه خرابوه."}
{"book": "adl0611", "page": 24, "text": "د پښتو ژبه ډیره آسانه او خوږه ده - شرم\nمه کوه - څه چه د له مخه کیږي په پښتو کښي\nخبري کوه - هم دغه سي زده شی -\nفقره های اسم فاعل - سبق (٢٧)\nمالمه - پیدا کونکی - لیکونکی - لوستونکی -\nسوال کر - ( غوښتونکی )\nخدای ځموږ پیدا کونکی دی - لیکونکی پوهیږي\nچه په خط کښي څه دي - نن م یو ډیر ښه مارغه\nولید - قرآن خوان د خدای مقبولی دی -\nسوال کر له دزه مه وه وه -\nفقرات اسم مفعول - سبق (٢٨)"}
{"book": "adl0611", "page": 25, "text": "پیدا شوی - لیکلی- آوریدلی - لیدلی -خفه- \nکیږ لی - مصرعہ دَ لیدلي په شان کله آورید وۍ\nمونږ دَ خدائی پید ایش یُو- ځما خَط و کوره - \nزړه خفه مه ساته - مصرع \nدَ خپل کرلی علاج نشته دی هونیاره - \nپه اسلام کښی اوه څیزه سنت دي- یَو هک \nسُنَتَوُل - بُل دَ شونډو ویښته اَ خِستل-\nدریم دَ پوزی ویښته شوکول - څلورم نوکونه \nپَريکَوُل- پنځم سر خریل- شپږم دَ تخرګو یبښته\nخریل - اُوْم دَ نامه دَ لاندی ویښته لری ګَول -\nسبق (۲۹)"}
{"book": "adl0611", "page": 26, "text": "نام های هفته در اصطلاح قدما\nشنبى - یکشنبى - دوشنبى - سه شنبى -\nچارشنبى - پنجشنبى - جمعه\nاسمای هفته در اصطلاح عام افغانان\nخَالِي - اتبَار - ګُل (یا پِیر) نَهَی دَ شُروع ورځ (یا چارشنبه)\nدَ زیارَت ورځ (یا پنجشنبه) جُمعَه -\nدَ خَالِي په ورځ دَ یهودیانو چُتِي وِي - دَ اتبَار\nپه ورځ دَ نصارٰی رُخصت وِي - دَ ګل (پِیر)\nپه ورځ رسُول دَ خُدائ پیدا شوی وُه -\nاو هم په دغه ورځ ئې وفات موندلَی وه -\nدَ نهی په ورځ بی بی فاطمی رض له دنیا څخه سفر\nکړی وه - دَ زیارت په ورځ رسُول دَ خدائ"}
{"book": "adl0611", "page": 27, "text": "٢٦\n\nله مکی معظمی نه په نیت د هجرت را وتلی دی ـ\n\nدجمعی ورځ د مسلمانانو اختر دی ـ او هم په\n\nدغه ورځ دجمعی لمونځ اداکوي ـ\n\nانتخاب از صد پند لقمان\n\nسبق (٣٥)\n\nای د پلار زو یه خدای و پیژنه ـ که چاته دی\n\nنصیحت کولو نواول ورباند یپخپله عمل وکړه ـ\n\nپه اندازه خبری کوه ـ دخلقو قدر کوه ـ د هر چا\n\nحق پیژنه ـ خپل راز پټ ساته ـ په سختی\n\nکښی یار مه آزمایه ـ په سود و زیان کښی\n\nد دوست امتحان وکړه ـ له نا پوهه خلقو تښته"}
{"book": "adl0611", "page": 28, "text": "۲۷\nدوست هوښیار لټوه - په ښه کارکښ کوشش\nکوه - خبره په دلیل سره وایه - د دوستانو\nعزت کوه - دوست او دښمن سره تندی\nروئ لره - مور پلار غنیمت ګڼه - اوستاد\nله پلاره بهتر شماره - خرڅ په اندازه د حاصل کوه\nسبق (۳۱)\nپه هر کار کښ میانه رو اوسه - ځوانمردي\nخپل کسب کوه - دمیلمه خدمت چه دله څخه\nکیږي ښه کوه - د خپلو سترګو او د ژبي حفاظت\nکوه - جامه او بدن پاک ساته - د خټی سره\nټوخ کوه - که د توان وي نو سورلی او تیراندازي"}
{"book": "adl0611", "page": 29, "text": "زده کړه - د هر چا کار د هغه په اندازه کوه\nچه د شپی خبری کوی نو په قرار او ورو ورو\nکوه - او چه د ورځی کوی نو خوا و شا گوره\nد کم خوړلو او د کم ویلو او د کم اوده کیدلو\nعادت ونیسه - څه چه په ځان نه خوښوی\nپه نورو هم مه خوښوه - کارونه په عقل\nاو په تدبیر کوه - چه د څه زده نه وي نو\nاستادي مه کوه - دچا په ځیز زړه مه تړه -\nله د بد اصلو سترگه (طمع) د وفا مه لره -\nسبق ( ۳۲ )\nپه هیچ کارکښ بی فکري مه کوه - ناکړی کار"}
{"book": "adl0611", "page": 30, "text": "۲۹\nکړی مه شماړۀ - دَ نَن کار صباته مه پریږدۀ -\nدَ مشر سره بی آَدَبی مه کوه - دَ مشرانو سره\nډیری خبری مه کوه - سوال کوسه نااُمید کوه -\nتیر جنګ مه یادَوَۀ - خپل مال دوست او\nدښمن ته مه ښکاره کوه - له خپلو او خپلوئي\nمه پریګوه - دَ نیکانو غیبت مه کوه - ځان ته\nمه ګورَه - دَ خلقو په مخکښی په پوزه او په خوله\nکښی ګوتی مه وَهَه - دَ چا دَ وړاندی په غاښونو\nکښی خاشه مه وَهَه - توکی دَ خولی په زوره\nمه غورزَوَه - او پوزه په زوره مه سونږکوه -\nخُوشی خبری مه کوۀ - دَ خلقو دَ وړاندی"}
{"book": "adl0611", "page": 31, "text": "څوک مه شرموه - سترګی مه غړوه\nبلی خبره بیامه وایه -\nسبق (٣٣)\nچه په کومه خبره خندا راځي ځان تر ساته -\nخپل صفت د چا د وړاندی مه کوه - خپل ځان\nد ښځو په شان مه سازوه - چه خبری\nکوی نو لاس مه ښوروه - (یا مه خوځوه)\nمړی په بد ومه یادوه - ځکه چه خیرنه لری\nچه څو توانیږی نو جنګ او دښمني مه\nسازوه - خپله ډوډي د بل په دسترخوان\nمه خوره - په هیچ کار کښي جلدي مه کوه -"}
{"book": "adl0611", "page": 32, "text": "د دنیا د پاره ځان په تکلیف کښی مه اچوه -\nد قهر په وقت خبره په پوه کوه -پوزه\nلستوڼي سره مه پاکوه -\nسبق (۳۴)\nپه نمرخاته خوب مه کوه - په لارچه ځی\nله مشرانو وړاندي مه ځه - دخلقو په\nخبرو کښی مه واژه - خوا ؤ شا مه ګوره -\nد میلمه دوړاندي چاته قهر مه کوه -سایه\nته د کار مه وایه - لیونی سره خبری مه\nکوه - د اوزګار وخلقو سره په لارکښی مه\nکښینه - په هر سود زیان باندی عزت"}
{"book": "adl0611", "page": 33, "text": "۳۴\n(کپیره)\nمه ورگوه ـ کبر جن مه اوسه ـ له جنگ\nاوله فِتنی نه په ډډه اوسه ـ په عاجزِي\nاوسه ـ ژوندون تیره وه د خدائتعالٰی\nسره په صداقت ـ او د نفس سره په قهر\nاو د خلقو سره په انصاف ـ او د مشرانو\nسره په خدمت ـ او د کچنو سره په مینه\nاو د درويشانوسره په سخاوت ـ او د دوستا[نو]\nسره په محبت ـ او د دښمنانو سره په نرمي\nاو د عالمانو سره په تواضع ـ او د جاهلانو\nسره په نصیحت ـ"}
{"book": "adl0611", "page": 34, "text": "٣٣\nقصه\nسبق (٣٥)\nله سکندر په وقت د مرګ چا پوښتنه وکړه\nچه په دا لږ ژوندون دڅرنګ جهان واخیست\n(بالاندی که) هغه ځواب ورکړ-چه په دوه خبرو-\nیوداچه دښمنان م ناچاره کول چه م دوستان\nکړی-بله داچه دوستان م نه پریښول-\nچه م دښمنان شي-\nدوه څیزه هیرول نه دي پکار-يوخداي-\nاو بل مرګ-\nقصه"}
{"book": "adl0611", "page": 35, "text": "۳۴\nسبق (۳۶)\nیو غل چا فقیر کره غلا له لاړ - هر قدر\nچه تالاش ئي وکړ- څه ئي بیاونه مونده-\nفقیر ویښ وه- سر ئي پورته کړ- ورته ئي وُو-\nچه زه په رڼا ورځ دِلته څه نه مومم\nته په توره شپه کښ به د لته څه بیامُومِي\nقصه\nسبق (۳۷)\nچا وُ و چه فلانکي دَ شپی شراب څښلِي\nوُو- او بیخو ده پروت وه - یو نیک\nسړي دا واورید ه- وه ئي وُ چه که په"}
{"book": "adl0611", "page": 36, "text": "۳۵\nڅو دَ ئي - نو شراب په ئي بۀ وُ و چَښلَي -\nقصه\nسبق (۳۸)\nجالينوس حکيم تۀ ې وُو ـ چه کومه غذا\nاصلاح دَ بدن کوي ؟ هغه وُ وچه لوږه ـ\nاوبيا ئ وُو چه خوراک دَ پاره دَ ژوندون\nدَی ـ نه ژوند دَ پاره دَ خوراک ـ\nڅو نصيحتونه\nسبق (۳۹)\n(۱) خرڅ په اندازه دَ حاصل کوه ـ\n(۲) دَ نکته چينو په خبرو اعتبار کول نه دي"}
{"book": "adl0611", "page": 37, "text": "۳۴\nپکار ۔\n(۳) څو چه توانیږی له دښمن څخه (سره)\nمدار کوه ۔\n(۴) په صلح رضامند شه - چه په آخر\nد کار بی له خدای هیڅوک پرنه پوهیږی\n(۵) په کثرت د مال او د یارانو هیڅ\nاعتبار پکار نه دی ۔\n\nتمت بالخير والعافیة"}
{"book": "adl0611", "page": 38, "text": "اطاعت پادشاه اسلام\nبموجب حکم قرآن شریف\n\nالله پاک دي په قرآن کښي فرمايلي\nأَطِيعُ اللَّهَ وَأَطِيعُ الرَّسُولَ دي ماليدلي\nورسره دَي أُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ جانه\nدغه حکم له قرآن دَي عيانه\nمعنی داچه دَ الله رسول احکام\nتل منئي مسلمانانو صبح و شام\nبیا چه ستاوی باد شاه بلند اقبال\nوي له تاسو نه نيکمرغي فرخنده فال"}
{"book": "adl0611", "page": 39, "text": "۳۸\n\nاطاعت ئي په همان فرض کڼري يارانوا\nنافرمان به باغي شي هوښیارانو\nد باغي حکم د قتل وايه کيږي\nپه کتبو کښی داهسی معلوميږي\nاوس د خپل بادشاه غازي ليکم صفت\nخدائ د تل د ده د ځان کړي حفاظت\nمعارف پرور ځموږ اعليحضرت دی\nشام مدام په غمخورکئي د خپل ملت دی\nچه د قوم د بهبودي دپاره وروره\nشب و روز کوی کوشش هسی و ګوره\nمدرسی ئي کړی جاري په هر مقام"}
{"book": "adl0611", "page": 40, "text": "۳۹\nپه خپل خرڅ سره دی شاه عالی مقام\nچه هر قوم شي له هر علم نه فیضیاب\nجهالت له ملک ورک شي شي په آب\nچه بادشاه دانون پاره اختو په ځان\nد خرحنود تعلیم له هره شان -\nباید دا چه فائده واخلئي په دا شان\nچه هر تاسی شئي خوشحال هم شاه زمان\nدغه وکڼرئي رحمت د خدائی یا رانو\nدولت د شاه دی غنیمت ای هوښیارانو\nکه دا وقت موله لاس ورکړ نو ارمان دی\nدا ارمان د هریوکس ګوره په ځان دی"}
{"book": "adl0611", "page": 41, "text": "۴۰\nخَسِرَ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةَ ورګوره\nده خواري ددين دنيا اى ځما وروره\nمهاجر ګل احمد جوړ کړ داكتاب\nچه مِلَّت د واړه شي تِرنه فيضياب\n\nدستخط بنده قاضی گل احمد مهاجر معلم افغانی مدرسه مبارکه حبیبیه"}
