{"book": "adl0145", "page": 1, "text": "Afghanistan Digital Library\n\nadl0145\n\nhttp://hdl.handle.net/2333.1/9w0vt4gw\n\n[ILL]\n(امير المسلمين)\nبسم الله الرحمن الرحيم\n(افادۀ مرام)\n\nدار التوضيح دي بمدار تبدۀ مطبعۀ الله\nپرنپل هنداست بر قبه کلدیرس نیونزا راجپوت\nتاطبع ودولت وقوم ظبل ته خيرونكي .\nايضا دی دماني دنمری داكخا نه طر قود د لم\nاوراج کی قول عرایضات و علی الصباح طبع\n\nThis is a PDF version of an item in New York University's Afghanistan\nDigital Library (http://afghanistandl.nyu.edu/). For more information about\nthis item, copy and paste the \"handle\" URL above into a web browser.\nWhen referring to or citing this item please use the \"handle\" URL\nand not this document or the URL from which you downloaded it.\nAll works presented on New York University's Afghanistan Digital Library website are, unless\notherwise indicated, in the public domain. The images available on this website may be freely\nreproduced, distributed and transmitted by anyone for any purpose, commercial or non-commercial.\nNYU Libraries, Digital Library Technical Services, dlts@nyu.edu"}
{"book": "adl0145", "page": 2, "text": "(هو الله الموفق)\nبِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ\n(افادهٔ مرام)\nدا امر معلوم دی چه اراده د خدای تعالی\nپر ترقی دحالت دیو قوم تللی وی نو ټوله ارادے\nدَ افراد دَ ملت ویوَه طرف ته متوجه کی ۔\nشقاق ونفاق له زړی وشخږد هغه قوم د فع\nاو رفع کی ۔ ټو ل افراد دملت متفق اللفظ والمعنيٰ"}
{"book": "adl0145", "page": 3, "text": "په ترقی کی دَ دِین اَوَ دَ دُنیا ساعی اَوَکوبناری یی\nهر یودَ بل دَ مقصد په حاصلیُدوکی کوښښ\nکَوِی ـ اَوهر فِرد دَ بل مسلمان مقصد اَومطلب\nخپل مراد اَو مطلب وگڼئ ـ خُو دَ ټولو مقصد\nاَو مطلب یَو وگرزی ـ یَوداسی اتحاداَوَ اتِفاق\nحقیقی ظاهرسی چه پرعین کثرت کی دَ اَفرادُو\nدَ مِلَّت یَو وَحدت ملاحظه کیږی ـ چه نتیجه\nیی سعادت دَ دَواړو جَهَانُووِی ـ اَوپه کَښی\nمملکت کی ډیری ظاهری اَوَ باطنی فایدی\nحاصلیږی ـ اَوپه لږمُده کی یَو داسی ترقِیا\nفوقُ لُعاده پیداسی چه نُور لُوی دَولتونه"}
{"book": "adl0145", "page": 4, "text": "۵\n\nچه له سعادته د اتحاد او اتفاق محروم وی\nپر ډیر و مدتوداسی نتایج حسنه نسی پیدا کولای\nدا سعادت د اتفاق او اتحاد له حاصلیه\nمعلوم ده چه اصلی علت ید اتحاد د مقصد ـ\nيعني يو والي د مطلب) دی نوکد دتولوا فرادو\nمقصد او مطلب ترقی د دین وی دین بے\nترقی وکی ـ او کہ ددنیا و ترقی ته متوجه سی ـ\nدنيا بے ترقی وکی ـ\nفرد\nکه حاصل سي اتحاد د مقصد چاته\nدين دنيا به يه بيشکه ترقي کي"}
{"book": "adl0145", "page": 5, "text": "۶\nاو تحصیل ددی مطلب اعلى يعنى (اتحاد د مقصد)\nچه سرمایه د ترقى ودسعاد ت ددوا ړو\nجها نودی په اطاعت او اتباع کښ دَ فردِ\nاوّل اَو رُكن اكملِ دين و دَ دولت ـ اَوزيږه\nاوّ روح دَ رعیّت چه وجود باجودِ خلیفهٔ\nزمان وسایه دَ خُدایِ حلیم رحمن دی نخصّا\nلری ـ او بی لدی امکان دحصول نه لری ـ\nولی چه ارادهٔ ازلی پُردی تللی ده چه په\nهر وقت او هره زمانه کښ بی وجود دَ نبیانو\nاَو دَرسُولانويه خپل بندگان و راه راست\nته نه دی رااَستولی ـ اَو دَ دُوی امرِ شاد"}
{"book": "adl0145", "page": 6, "text": "او هدایت یی پر ذریعه دَ انبیا وُ وُ دَ زمانی\nحاصل کری دی ـ او پس له ختم دَ نُبُوّت یی\nخُلفایِ راشِدین جانشین دَ پیغمبر مُقَرَرکری\nدی ـ او هغہ وظیفه دَ هدایت او دَ اِرشاد\nدَ بندگانویی پر دُوی باندی ایښی ده ـ او پس له\nخِلافتِ راشِده یی حقوق دَ خلافتِ راشِده\nپر ذمَّه دَ اسلامی سلاطینو ایښی دی ـ تر هغو چِ\nمسلمانانو اِطاعت او محبت دَ اسلامی پادشاهانو\nپہ کمالِ صداقت درلوُدْ ـ دین اَوُ دنیا یی\nدیره ترقی کړی وه ـ اَو اسلامی سلطنت\nوَدیری ترقی اَو پَراخی تہ رسیدلی وُو ـ"}
{"book": "adl0145", "page": 7, "text": "۸\nپرلہ ھغہ وقتہ چہ مطلب اعلٰے د(اتحادمقصد)\nبرطرفہ اوورك سوي دی او دمسلمانانو\nمقصد ونہ یولہ بلہ متغیر او مخالف سوي دي\nمعلومہ دہ چہ حالت او سلطنت داسلام\nمخ پرتنزل اوخرابی دی\nنوموږ پښتانہ چہ الحمدللہ والمنۃ یو دین\nاويو مذہب یوپادشاہ لرو۔ او پر ذات شجاعت\nاُومہ انۂ مُتصف یو۔ او مقصد دپادشاہ او\nد رعیت او دټولو افراد ود مملکت مويودي۔\nاولہ فضل ولہ مہربانی دخدای تعالی\nپر رعیتی دخپل مہربا نہ پا د شاہ"}
{"book": "adl0145", "page": 8, "text": "۹\n\n(اعلیحضرت سراج الملة والدین) فخر کوو -\nاَو رَضا دَ خُدای تعالی اَو دَ پیغَمبَرِ مُجتبیٰ\nعلیہ الصلوة والسلام پہ رَضا اَو اِطاعَت\nکښ دَ خپل پادشاه پہ حکم دَ دین اَو دَ ایمان\nمُنحَصرَہ بُولو - اَو فَنا دَ خپلِو اَترِ واحِو پہ اِطاعَت\nکښ دَ خپلِ اَولی الامر فرضِ اَو لازمِ بُولو اَولِہ\nدے لُویِ نعَمتِہ چہ (اتحاد دَ مقصد)\nدَ پادشاه اَو دَ رِعیتِو دی اُمید وار دَ دین\nاَو دَ دُنیا دَ لُویِو لُویِو ترَقیِا تو یُو - پِرمُږ\nرعایا وُو فرضِ دی چہ شُکر دَ دے نعمِت عظمیٰ\nاَدا کو - اَو دَ دوام دَ دے سَعادت لِحَضرتِ"}
{"book": "adl0145", "page": 9, "text": "۱۰\nفیاض مطلق شخہ پر ڈیر عجز آو نیازو غوارو۔\nبیت\nخدایہ تا چہ دا نعمت راکری موږتہ\nتاج وی پہ تزايد کی څو جهان د\nآو علاوه پرآدا د شکر کامله تو جه لرو\nچہ پہ اتحاد آو اتفاق کی یوله بله ساعی یو۔ آو\nآوامر الهیّه آو ارشادات نبويّه چه ملار\nزموږ د سعادت دی پہ باب كښ د اتحاد\nآو اتفاق او اطاعت او محبت د خپل خلیفه\nد زماني مدّنظر لرو۔ چه خدای تعالی آو\nمحمد مصطفی آو امامانوا و مقندلیانو ددین\nنتیجه دالر سالہ"}
{"book": "adl0145", "page": 10, "text": "پردے باب کښے خبر فرمایلی دی ۔ اَوَزموُږ\nپښَتنَوُدَ پاره پردے زمانه کښے څہ دستوُ\nالْعمل راکړی سَوَیْ دیْ ۔ پردے رساله\nکښے بعضے اَوَامرِالهیّهْ اَوَسُنَنِ نَبَوِيَّهْ اَو\nاَعمال اَوَ اَقْوال دَاَئِمَّهْ وُ وُ دَ دین مبین چہ\nتعلیم اَوتعلُّم دَهغوُ دَټوُلوُ پښتنوُ اَوَ باقِی\nوُورَعايا وُ له ضرور دی نوشته سَوی دی\nپرا جازه دَحضَرتِ عالي متعالي جَنابُ معيّن السلطنه\nصاحب چه يوْلوُیْ شهزاده دَمسلمانانو\nخصوصاً زموږپښتنودی پږژږپږژږ\nپر فارسي اَو پر پښتو چاپ سَوِی دی ۔"}
{"book": "adl0145", "page": 11, "text": "۱۲\nاَوَوَتُولوتَه مُفِت وَرکَوَلِ کیږی *\nخدای تعالی دَ وَتولوپښتنوتَه توفیق\nورعَطاکَی چِ دَا اَوَامِرسُنِيَّه دَ زړه پَه\nغوَږ وَاروِى اَوَعمَل پِه وَکی ۔ امین\nیا رب العلمین ۔\n[المؤلف]\n(حقیر عبد الرب عفی الله عنه)"}
{"book": "adl0145", "page": 12, "text": "١٣\nبسم الله الرحمن الرحيم\n(اطاعت اولی الامر)\n(١) - ايات كلام الهی -\nيَا اَيُّهَا الَّذِيْنَ امَنُوا اَطِيْعُوا اللّٰهَ وَاَطِيْعُوا\nالرَّسُوْلَ وَاُولِي الاَمْرِ مِنْكُمْ فَاِنْ تَنَازَعْتُمْ فِيْ شَيْءٍ\nفَرُدُّوْهُ اِلَى اللّٰهِ وَالرَّسُوْلِ اِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُوْنَ\nبِاللّٰهِ وَالْيَوْمِ الْاٰخِرِ ذٰلِكَ خَيْرٌ وَاَحْسَنُ تَأْوِيْلَاه\n(سورهٔ نساء پارهٔ پنجم)"}
{"book": "adl0145", "page": 13, "text": "۱۲\n\nیعنی ای صاحبانو د ایمان طاعت د خدآ\nآو دَ رَسُول آو د خپلوا ميرانو پرځان لازم بُسی\nآو پر هر آْمَر کیی چه مونزاع آو خلاف سی وَ\nآمر ته د خدای آو د رسول مُرَاجَعَه کوی ۔\nکه مُو پَر خدای آو د آخرت پر روځ ایمان\nرا وړی دَئی ۔ آودا تْوله اِمرْ شادات د خدا\nستاسی دَ پاره خَیر آو سبب د ښه آنجام دِی\n\n(۲) ( احادیث نبوی )\nعَنْ ابِی هُرَیْرَةَ رَضِیَ اللهُ عَنْهُ قَا لَ قَالَ\nرَسُوْلُ الله صَلّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّم - مَنْ اطَّا\nعَنْ\nفَقَدْ اَ طَاعَ اللهُ وَمَنْ عَصَانِی فَقَدْ عَصَی اللهِ"}
{"book": "adl0145", "page": 14, "text": "۱۵\nوَمَنْ يُطِعِ الأمِيرَ فَقَدْ أطاعَني وَمَنْ يَعْصِ الأمِيرَ\nفَقَدْ عَصَاني وَإِنَّمَا الإِمامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ\nوَرائِهِ وَيُتَّقى بِهِ *\n(صحیح مسلم أو بخاري)\nيعنى له حضرت أبُوهُرَيره چه يتوله لويو\nآصحا بُو دَ حضرت محمد مصطفي عليه الصلوة\nوالسلام دى - روایت دی چه آنحضرت\nفرمایلی دی چا چه زما اطاعت وکى دَ خُدا\nاطاعت يە وکى - آوچا چه زمانا فرمانی\nوکړه دَ خدای نافرمانی يه وکړه - اوڅوك\nچه اطاعت دَ خپل امیر وکى زما اطاعت"}
{"book": "adl0145", "page": 15, "text": "١٦\n\nپروکی - اَو هغہ څوك چہ نافرمانی د امیر كوی\nزما نا فرمانی یی وکړه - پادشاه یَو دَ اسي سپر دَ ی\nچہ ددَه تر شا جنك کیږی - او سائد هم\nپہ دَه سره کیږی - یعنی مقاتله اَو مغلوبی\nدَ دښمنانو اَو حِفظ اَو نكهبانی دَ رعایا و و\nدَ واړه مُنحَصَر دَ پادشاه په وجود پورې دی\nد لدې ارشادِ نَبَوِی وَ دی نتیجې ته\nوَرَسیدُ و چہ له دښمنانو سره مقاتلہ\nبې امره اَو متابعت دَ پادشاه زموږ\nدَ پیغمبر له اَمَرمخالفه ده )\nعَنْ اُمّ الْحُصَيْنِ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا قَالَتْ\n\nحقوق المكاتب"}
{"book": "adl0145", "page": 16, "text": "۱۷\n\nقالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیهِ وَسَلَّمَ إِنَّ اُمِّرَ\nعَلَیکُم عَبدُ مَجدَعٌ یَقُودُکُم بِکِتابِ اللهِ\nفَاسَمَعُوا لَهُ وَاطِیعُوا.\n\n(صحیح مسلم)\n\nیعنی حضرت اُمّ الحصین رضی الله عنها\nچه یوه له ښځو صحابیا تو د حضرت کاسالتمآب\nاو راوی د ډیرو احادیثِ شریفه وو\nده داسی فرمائی چه انحضرت صلی الله\nعلیه وسلم فرمایلی دی که یو پزه غوټه\nپریګړی مریی پر تاسی امیر سی۔ چه\nپر حکم د خدای او د رسول ستاسی رهنما"}
{"book": "adl0145", "page": 17, "text": "۱۸\nکښ حکم کوی قبول د امر او د اطاعت یی\nپر تاسی واجب دی .\nعَنْ اَنَسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ اَنَّ رَسُوْلَ اللهِ\nصَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ اسْمَعُوْا وَاَطِيْعُوْا\nوَاِنِ اسْتُعْمِلَ عَلَيْكُمْ عَبْدٌ حَبَشِيٌّ كَاَنَّ\nرَأْسَهُ زَبِيْبَةٌ .\n(صحیح بخاری)\nیعنی حضرت انس بن مالک رضی الله عنه\nچه د انحضرت صلی الله علیه وسلم\nد حضور خادم و ـ فرمایلی دی چه حضرت\nرسول مقبول فرمایلی دی ـ چه دخپل"}
{"book": "adl0145", "page": 18, "text": "١٩\nعامل هر آواطاعت پرجان لازم ونسی کی\nڅه هم ستاسی عامل حبشی غلام وی\nچه سربه لکه یوه دانه دوڅکی وی -\nمطلب دادی چه دخلیفه عامل لکه\nپخپله عامل لازم الاطاعت دی- او\nمرادله کچنی والی سریه نقصان دعقل\nدی چه په قرار د ارشاد محمدی صلی الله\nعليه وسلم نقصان د عامل سبب دعد\nاطاعت دخلیفه نه گرزی - بلکه عد\nاطاعت دعامل سبب دعدم اطا\nدخلیفه گرزی ."}
{"book": "adl0145", "page": 19, "text": "۲۰\nعَنْ اَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ تَعَالَى عَنْهُ قَالَ\nسَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ\nيَقُولُ مَنْ خَرَجَ مِنَ الطَّاعَةِ فَمَاتَ مَاتَ مِيْتَةً\nجَاهِلِيَّةً وَمَنْ قَاتَلَ تَحْتَ رَايَةٍ عِمِّيَّةٍ\nوَيَغْضَبُ لِعَصَبِيَّةٍ فَقُتِلَ فَقِتْلَةٌ جَاهِلِيَّةٌ\nوَمَنْ خَرَجَ عَلَى اُمَّتِي بِسَيْفِهِ يَضْرِبُ بَرَّهَا\nوَفَاجِرَهَا وَلَا يَتَحَاشَى مِنْ مُؤْمِنِهَا وَلَا يَفِي\nلِذِيْ عَهْدٍ عَهْدَهُ فَلَيْسَ مِنِّي وَلَسْتُ مِنْهُمْ\n(صحیح مسلم)\nیعني حضرت ابي هريره رضي الله عنه\nفرمایلدي چي له انحضرت صلي الله عليه وسلم"}
{"book": "adl0145", "page": 20, "text": "۲۱\nمی روید لی دی چه فرمایل دے څوک چه\nله اطاعت د پادشاه و ووت او په هغه\nحالت کښ مړ شو مرگ یے مرگ د جاهلیت\nدی - چه د مسلمانی احکام نه پر جاری\nکیږی -\nاو څوک چه تر نا معلوم بیرق لاند\n(یعنی هغه بیرق چه حقیقت او حقیت\nیے نه وی معلوم مقاتله وکی او د قومی\nتعصُّب د پاره پر غضب سوی وی\nاو قتل سی د هغه قتل هم پر قسم د جاهلیت\nدی - او څوک چه زما پر امت توره"}
{"book": "adl0145", "page": 21, "text": "۲۲\n\nو کاږی بټه اوږدیږي رنګه وهی - اوزمان\nمؤمن امتی کناره نه و کا وله خاوند سره\nد عهد وفا پر عهد ونه کی - نو داسی کسان\nنه زما دی او نه زه د دؤئی یم +\nکه د اوامر سنيّه او ارشادات نافعه\nچه پردی حدیث شریف نبوی کی وارد\nسوي دي په نظر د بصیرت ملاحظي\nښکاره او ظاهره ده چه اصول د کلی\nاصلاحا تو په ده کی مندرج دی - چه\nاجمال د هغه اوامر و پر دی رنګه دی.\n(۱) د یاغی کسانو مرګ مرګ دجاهلیت دی"}
{"book": "adl0145", "page": 22, "text": "۲۳\n(۲) هغه کسان چه په یواُمرنامعلوم اوخیالِ\nخام له پادشاه سره دزمانی مقاتله کوی\nاَوُد فساد اَوُد فتنی تر بيرق لاندی اجتماع\nاَوُټولنه وَکی اَومړه سی-مرګ ئی جاهلیت\nدی نه شهادت.\n(۳) هغه کسان چه په سبب دقومی\nتعصّباتو او دښمنی په غضب سوی وی\nاَویُو له بله سره وژنی اَوُ په خلاف دَ اَمر\nدپادشاه په خپل میان کی فتنی اَوُفسادنو\nبرپا يروی دَدُوی قتل د جاهلیت دَی\nنه دَ شهادت ۔\nترجمۀ حدیث \nصحيح مسلم که شيخ \nکَی دَی"}
{"book": "adl0145", "page": 23, "text": "۲۴\n(۴) هغه څوك چه وكشت خون ته\nراغب وی۔ آوښه آو بد مسلمانان ټول\nيورنګه وژنی او پر عهد وفا نه کوی دا ټول\nأمُور سَبَب د نارضائی و بیزاری\nد رسول د خدای دی.\nچه له حَق سبحانه تعالی څخه نجات\nآو ساتنه د خپل قوم او دټولو پښتنو له\nدې فساده غواړو!\nعَنْ عَوفِ بْنِ مَالِكِ الأَشْجَعِي رَضِيَ اللَّهُ\nعَنْهُ قَالَ خِيَارُ اَئِمَّتِكُمُ الَّذِيْنَ تُحِبُّونَهُمْ\nوَيُحِبُّونَكُمْ وَتُصَلُّونَ عَلَيْهِمْ وَيُصَلُّونَ عَلَيْكُمْ"}
{"book": "adl0145", "page": 24, "text": "۲۵\nوَشِرَارُ اَئِمَّتِكُمُ الَّذِيْنَ تُبْغِضُونَهُمْ\nوَيُبْغِضُوْنَكُمْ وَتَلْعَنُوْنَهُمْ وَيَلْعَنُوْنَكُمْ قَالَ\nقُلْنَا يَا رَسُوْلَ اللّٰهِ اَفَلَا نُنَابِذُهُمْ عِنْدَ ذٰلِكَ\nقَالَ لَا مَا اَقَامُوْا فِيْكُمُ الصَّلٰوةَ لَا مَا اَقَامُوْا\nفِيْكُمُ الصَّلٰوةَ ــ اَلَّا مَنْ وَّلِيَ عَلَيْهِ وَالٍ\nفَرَاهُ يَأْتِيْ شَيْئًا مِّنْ مَّعْصِيَةِ اللّٰهِ فَلْيَكْرَهْ\nمَا يَأْتِيْ مِنْ مَّعْصِيَةِ اللّٰهِ وَلَا يَنْزِعَنَّ يَدًا\nمِّنْ طَاعَةٍ ۰\n(صحیح مسلم)\nیَعنِی عَوف بن مَالِک اَشْجَعِی رَضِىَ اللّٰهُ عَنْهُ صَحَابِی\nدَ رَسُولِ خُدَا مِی فَرمَایَلِی دِی۔ چہ"}
{"book": "adl0145", "page": 25, "text": "۲۶\nبهترین ستاسی دپادشاهانو هغہ دی\nچہ تاسی دُوی دَوست لریَ اَو دوی ستا\nدوست لری ۔ او تاسی ددُوی دعاکوۍ\nاو صفت کونکی یاست - اَو دوی ستاسی\nدعا گوی اَو صفت کونکی وی - اَو بَرتریَن\nستاسی دپادشاهانو هغہ دی چہ دُوی\nستاسی مبغوض وی او تاسی ددُوی\nمبغوض یاست - اوتاسی ددُوی مذمت\nکونکی اَو بدگوی یاست - اَو دوی ستاسی\nحضرت عوف چہ راوی دَ یے\nحدیث شریف دی وائی چہ مونږ صحبا"}
{"book": "adl0145", "page": 26, "text": "۲۷\n\nدحاضر ینو اصحا بو په حضور د آنحضرت\nصلی الله علیه وسلم عرض وکړ چه که\nزموږ بادشا هان له دویمه قسمه وی ایا\nد دُوی بادشاهی باقی پاته کیږی؟\nایا موږ به ددوی سره مقاتله ونکړو؟ او د دوي\nاطاعت له خپلو غاړو وانږ دُو؟\nانحضرت علیه الصلوة والسلام پذیر\nشدت وفرمایل څو ستاسی په منځ کښی\nنمونځونه کوی اوله نمونځه انکارنه کوی\nکاهے له دُوی سره معارضه مه کوی\nکاهے له دُوی سره معارضه مه کوی"}
{"book": "adl0145", "page": 27, "text": "۲۸\n\nاو تکرار د دے فقرے د تاکید د پاره دی\nپس له هغہ یه داسی فرمایل چه اګاه\nاوسئی اے امت مرحومہ ! پردہ چے\nکه څوك لاندی تر حکومت یا ولایت\nدَ یَوَ والی وی ـ او یوګنَہ له ګنھو\nدَخدای تعالی له خپله والی ووینی\nنو لازم دی چه هغه ګناه بد و زیمه\nکښ بد وګنړی ـ لکن ګاهے له اطاعت\nسَرونه باسی.\n( لدے حدیث شریف کے انثایج )\n( حاصیلیږی)"}
{"book": "adl0145", "page": 28, "text": "۲۹\n(۱) دا چه د مسلمانانو امیران ښه او بد دي -\nاو بهترین د پادشاهانو هغه دی چه\nدوی له رعیتو راضی وی او رعیت له\nدویه - او بدترین د پادشاهانو بالعکس\nد دے دی .\n(۲) دا چه که خدای ناخواسته مسلمانانو\nپادشاه د خپل قوم مبغوض وگرزی -\nاو قوم مبغوض د پادشاه سی - تر هغو\nڅو اثار د اسلام لکه ادا د نمانځه او نور\nشعایر د اسلام یه نه وی ترک کړی -\nرعایا ووله سره له مبغوض والی"}
{"book": "adl0145", "page": 29, "text": "۳۰\nدطرفينو اطاعت دپادشاه لازم اقرار\nدی - آو مبغوض إلى اوعدم رضاله\nپادشاه گاهی (مُجَوّز) آوْرَواکُونَکِے\nدنافرهانی نه گرزي.\n(۳) داکر رعایا له خپله والي يا دشاه\nكول ديوگنه له گنهو دخدای تعالی\nووینی - نو په قراره امرد پیغمبر لازم دی\nچه هغہ گناه په زړه کښ بد آو مکروه\nوگنژی - اوله درگاه دخدای تعالی\nچه پادشاه حقیقی دی داسی سوال و کی\nچه هغہ گناه یہ پہ طاعت بدلہ سی ۔\nتمت بالخير"}
{"book": "adl0145", "page": 30, "text": "۳۱\n\nد پر ساب دی لیدود گناهی گاهے\nله اطاعت سرنه باسی چه د گناه\nلیدل عذر د عالم اطاعت نہ گرزی\nعَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ تَعَالَى\nعَنْهُمَا قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ\nعَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ مَنْ خَلَعَ يَدًا مِّنْ طَاعَةٍ\nلَقِيَ اللهَ يَوْمَ الْقِيَمَةِ وَلَا حُجَّةَ لَهُ وَمَنْ\nمَّاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ مَّاتَ مِينَةً\nجَاهِلِيَّةً .\n(صحیح مُسْلِم)\nیعنى عبدالله زوى د امير المؤمنین عمر"}
{"book": "adl0145", "page": 31, "text": "۳۲\n\nابن الخطاب فرمایلی دی چہ لہ آنحضرت\nعلیہ الصلوة والسّلام محا ئر ويدلی\nدی چہ فرمایل یے چا چہ لا ئس لہ اطاعت\nاولہ فرمانبرداری وکیہز ل قیامت\nپہ روځ بہ لہ خدای تعالی سرہ ملاقی\nسی و هیځ حجت ا وسندل نجات بہ نہ\nلری او څوک چہ مړسی او پرغاړہ\nکښ یے بَیّعَت نہ وی دَ امرګ یے دَ جاہلیت\nدی .\n\n(مفاد د حدیث شریف)\n(۱) دا چہ لاس کښل لہ اطاعت دَ پادشاہ"}
{"book": "adl0145", "page": 32, "text": "۳۳\nدزمانی سبب دباطلیدُ ودتولودَلاً\nدنجات اُخروی دمؤمن می۔ یعنی کہ\nڅرھم خورادِ ڈیر دلایل دعبادت دپاره\nدَنجات اُخروی لری۔ اوپہ اطاعت\nکښ پہ لږڅہ خلل وی دادڈیر بیدرمنا\nٹولہ باطل وی۔ (حق سُبحانہ تعالی\nدقِوم اَوْرعیت دَافغانستان لہ دے\nمصیبت وساتی اٰمین!)\n(۲) داچہ ھغہ کسان چہ پہ یاغستان\nکښ بود وباش لری اولہ مُسلمان بادشا\nسرہ یہ بیعت ندوی کړی۔ اوپہ غلما"}
{"book": "adl0145", "page": 33, "text": "۳۴\nکښ پہ طوق دَ اطاعت دَ مسلمان پادشاه\nنە وی - مرگ دَ تولو مرگ دَ جاهلیت دَے\nالحمد للہ پہ زړۀ زرہ وُ شکرونہ\nدی وی حضرت پادشاه حقیقی تہ\n(جل جلاله) چہ پښتانہ لہ خپل قوم\nمسلمان دین دارہ پادشاه لری۔ اَو\nدَ جاهلیت لہ مرگہ ئې طرفاً وُساتل دَے\nعَنْ عَرْفَجَةَ رَضِيَ اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُ قَالَ\nسَمِعْتُ رَسُوْلَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ\nيَقُوْلُ اِنَّهُ سَتَكُوْنُ هَنَاتٌ وَهَنَاتٌ\nفَمَنْ أَرَادَ أَنْ يُفَرِّقَ أَمْرَ هَذِهِ الْأُمَّةِ"}
{"book": "adl0145", "page": 34, "text": "۳۵\nوَهِيَ جَمِيعٌ فَاضْرِبُوهُ بِالسَّيْفِ كَائِنًا\nمَنْ كَانَ .\n( صحیح مسلم )\nیعنی حضرت عرفجه رضی الله عنه\nچه صحابی دی داسی فرمایی چه له رسول الله\n(صلی الله علیه وسلم) می اَوریدلی\nدی چه فرمایل یی - ژر دی چه ډیر\nفسادونه او شور وشَرّونه پیښ سی -\nنو هر هغه څوك چه اراده د تفریق\nد امر د اُمّت وکی په داسی حال کښی\nچه اُمّت جمع او متفق وی - په توره یی و وهی"}
{"book": "adl0145", "page": 35, "text": "۳۶\n\nهغه تفریق کونکي هر څوك\nچه وي .\n(مفاد دَ حدیث شریف)\nلدے حدیث شریف ظاهره\nمعجزه دَ آنحضرت صلے اللہ علیہ وسلم\nثابتیږی چه پخواتر وقوع دَ فسادُ وُ\nاَو دَ شر واَو دَ نزاع یی په اَمر کښ دَ خلافت\nپیش ګوئی کړے ده ۔ اَو دَ اصحابو اَو\nدَ باقی مسلمانانو هدایت یی کړیدی\n(۲) دا هر څوك چه یوداسی اُمّت تہ\nچه پَریو سړی یی اجتماع حاصل سِوی وی"}
{"book": "adl0145", "page": 36, "text": "۳۷\nاو دی تفریق ور کوی لازم القتل دی\nمطلب دادی که یوسری مدعی د فضیلت\nوی او باعث او سبب د فتنی و گرزی\nاو پر اجتماع کښ د مسلمانانو خلل\nآچوی هغہ سڑی سرہ لہ فضیلتہ\nواجب القتل دی ۔ لدی جہتہ چہ تھی\nد شرعی اوامروا وهدایات د نبی\nد اقوالو مقتضی د بقا د امْنِ امان\nاو دفع دفساد اود فتنے دی - او تحریک\nدفتنی که څہ هم فرضا د پاره د یوی\nنتیجے وی پر حکم د شریعت ممنوع"}
{"book": "adl0145", "page": 37, "text": "۳۸\n\nاو محرك يه واجب القتل دی -\nوَعَنْهُ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ\nعَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ مَنْ آتَاكُمْ وَأَمْرُكُمْ\nجَمِيعٌ عَلَى رَجُلٍ وَاحِدٍ يُرِيدُ اَنْ يُشَقَّ\nعَصَاكُمْ أَوْ يُفَرِّقَ جَمَاعَتَكُمْ فَاقْتُلُوهُ .\n(صحیح مسلم)\nيعني د غه رنګه حضرت عرفجه رض\nچه د پخوانی حدیث را وی دی فرمایلی\nدی چه له حضرت رسول مقبول\nعلیہ الصلوة والسلام می اوریدلی\nدی چه فرمایل یے چه که ستاسی امارت"}
{"book": "adl0145", "page": 38, "text": "۳۹\n\nپریوهری قرار نیولی وی او ستاسی\nاجتماع پر حاصل سوی وی - هر\nڅوک چه ستاسی پر اتفاق کښ اراده\nدخلل اندازی وکی - یا ستاسی د جماعت\nند تفریق او جدائی ورکوی هغه\nسړی مړکئی.\nعَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ تَعَا عَنْهُمَا\nقَالَ قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ\nمَنْ با يَعَ إِمَامًا فَأَعْطَاهُ صَفْقَةَ يَدِهِ وَتَمْرَةَ\nفُؤَادِهِ فَلْيُطِعْهُ مَا اسْتَطَاعَ فَإِنْ جَاءَ\nاخَرُ يُنَازِعُهُ فَاضْرِ بُوا عُنُقَ الْأَخَرِ صَحِيح مُسْلِم )"}
{"book": "adl0145", "page": 39, "text": "۴۰\n\nیعنی حضرت عبدالله بن عمر (رض)\nروایت کوی چی انحضرت علیہ\nالصلوة والسلام فرمایلی دی چی لہ یوه\nپادشاه سرہ بیعت و کی و دلاس پیام\nاو ثمرہ د زړه یی ورہ تہ ورکوہ نو لازم\nدی چی خو یہ قدرت او استطاعت\nوی د دہ پہ اطاعت کښ بہ قصور نہ\nکوی ۔ آو کہ بل یو راسی لہ دغه موجود\nپادشاه سره منازعہ آو جنگ وکی\nد هغہ گردن ووهی.\nعَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُمَا"}
{"book": "adl0145", "page": 40, "text": "۴۱\nاَنَّ النَّبِيَّ صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمْ قَالَ اِنَّ\nالسُّلْطَانَ ظِلُّ اللهِ فِی الْاَرْضِ يَأْوِی\nاِلَيْهِ كُلِّ مَظْلُومٍ مِّنْ عِبَادِهِ فَاِذَا عَدَلَ\nكَانَ لَهُ الْاَجْرُ وَعَلَی الرَّعِيَّةِ الشُّكْرُ وَاِذَا\nجَارَ كَانَ لَهُ الْاَجْرُ وَعَلَی الرَّعِيَّةِ الصَّبْرُ\nیعنی از حضرت عبد الله بن عمر\nفاروق (رض) روایت سوی دَی\nچه انحضرت عليه الصلوة والسلام\nفرمايلی دَی پادشاه سايه دَخدای\nتعالی ده پر مځکه کی ـ چه هر مظلوم\nاَوْستم ديده له بندگانو دَخدای تعالی"}
{"book": "adl0145", "page": 41, "text": "۴۲\n\nوده ته رجوع کوی ـ او پر داد خواهي\nوده ته ورپخی ـ که عدل وکی ده له\nاجر ثابت دی اُو پَر رعايا رُوشکر\nلازم دی ـ اوکه ظلم اُو جور وکی\nپردہ دگناه بار لازم ـ او پر رعایا\nوُوصَبُر واجب .\nعَنْ يُونُسُ بْنِ إِسْحَقَ عَنْ أَبِيهِ قَالَ\nقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ\nكَمَا تَكُونُونَ كَذلِكَ يُؤْمَرُ عَلَيْكُمْ .\nیعنی حضرت یونس بن اسحق تابعی\nله خپله پلاره چه صحابی د حضرت"}
{"book": "adl0145", "page": 42, "text": "۴۳\nرسول علیه الصلوة والسلام دی\nروایت کړی دی چه انحضرت\nصلی الله علیه وسلم فرمایلی دی\nلکه تاسی چه یاست دغرسی امیر\nاو حاکم پر تاسی مسلطیږی یعنی\nښه والی او بد والی د حاکم پر برابری\nد ښه والی او بد والی ستاسی دی\nاو په دغه مضمون په بل ځای کی\nثابت سوی دی چه (اعمالکم\nعمالکم) یعنی ستاسی عملونه ستاسی\nعاملان دی ـ تفصیل د دی"}
{"book": "adl0145", "page": 43, "text": "۴۴\n\nخطاب پُر آینده حدیث آتی بیشتر\nذکر شوی دی.\nعَنْ ابی درداء رَضِیَ الله تَعالیٰ عَنهُ\nقَالَ قَالَ رَسُوْلَ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیهِ وَسَلَّمَ\nاِنَّ اللهُ تَعَالیٰ یَقُولُ اَنَا اللهُ لَا اِلٰهَ اِلَّا اَنَا\nمَالِكَ الْمُلُوْكِ وَمَلِكُ الْمُلُوْكِ قُلُوبُ الْمُلُوكِ\nفِي يَدِيْ وَاِنَّ الْعِبَادَ اِذَ ااَطَاعُوْنِي حَوَّلْتُ\nقُلُوْبَ مُلُوْكِهِمْ عَلَيْهِمْ بِالرَّحْمَةِ وَالرَّأْفَةِ\nوَاِنَّ الْعِبَادَ اِذَا عَصَوْنِي حَوَّلْتُ قُلُوْبَهُمْ\nبِالسَّخْطَةِ وَالنِّقْمَةِ فَسَامُوهُمْ سُوْا لْعَذَابِ\nفَلَا تَشْغَلُوْا اَنْفُسَكُمْ بِا لدُّعَاءِ عَلَی الْمُلُوْكِ"}
{"book": "adl0145", "page": 44, "text": "۴۵\nوَلكِن اِشْغَلُوْا اَنْفُسَكُمْ بِالذِّكْرِ وَالتَّضَرُّعِ\nكَيْ اَكْفِيَكُمْ مُلُوْكَكُمْ\n(ابونعیم په کتاب کښی حلیة الاولیا)\nیعنی حضرت ابودرداء چه صحابی\nدی (رض) روایت یی کړی دی\nچه انحضرت علیه الصلوة والسلام\nفرمایلی دی چه خدای تعالی وائی\nزه خدای یم برحق غیر له ما هیڅ معبود\nبرحق نشته مالک او خاوند د پاد\nشاهانو یم ـ او پادشاه د پادشاهانو یم\nد پادشاهانو زړونه زما د تصرف"}
{"book": "adl0145", "page": 45, "text": "۴۶\nپر لاس کښی دی ـ که بندګان زما\nاطاعت کښی نو د پادشاهانو زړونه\nبه پر دوی برما و مهربان کم ـ آو که\nبندګان زما نافرمانی وکی نو د پادشا\nهانو زړونه به پر قهر او پر عذاب\nرَاسَوَلو بد لَوَم ـ چه دوی پر سخت\nعذاب سره پر عذاب کی نو چه دا\nټول اُمُور زما پر اراده او فرمان\nسره مَخصُوص دی نوګاهے پر\nبَد ویلو د پادشاهانو مه مشغولیږی\nلکن چه له دوی څخه ظلم أو ستم"}
{"book": "adl0145", "page": 46, "text": "۴۷\n\nووینی نو زما و درگاه ته په ذکر\nاو تضرع او زاری یو مشغول سی چه\nشتاسی کفایت شتاسی له پاد\nشاهانو وکړم حدیث (حدیث\nقدسی دی) چه لفظ او عبارت یه\nد حضرت رسول مقبول آومضمون\nیه دخدای تعالی دی چه رسول\nدخدای یه په خپله ژبه مبارکه\nحکایت کړی دی ـ وموږ پښتنو\nمسلمانانوته چه الحمد لله عقیده مے\nمؤکاملی دی کافی او شافی دستور\nکرشم تواند (۲۲۰) پښتو په"}
{"book": "adl0145", "page": 47, "text": "۴۸\n\nالعمال دی چه د ټولو کا سرو اختیار\nد حق تعالی دی. نیکی آو بدی د بالا\nدستانو تړلی ده په ښه عمال و بد عمل\nد زیر دستانو. که زیر دستان ښه\nوی بالا دستان به ښه وی او که\nزیر دستان بد وی بالا دستان\nبه بد وی. حق سبحانه تعالی دی\nي\nزموږ عملونه ښه او په شریعت محمد\nمطابق او برابر لری چه همیشه\nپه مرحمتو او مهربانیو د خپل پادشاه\nسرفرازیو- امین *"}
{"book": "adl0145", "page": 48, "text": "٤٩\nعَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ رَضِيَ اللَّهُ\nتَعَالٰی عَنْهُ قَالَ بَايَعْنَا رَسُولَ اللَّهِ\nصَلَّی اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَی السَّمْعِ وَالطَّاعَةِ\nفِي الْعُسْرِ وَالْيُسْرِ وَالْمَنْشَطِ وَالْمَكْرَهِ\nوَ عَلَی أَثَرَةٍ عَلَيْنَا وَعَلٰی أَنْ نَقُولَ\nبِالْحَقِّ أَيْنَمَا كُنَّا لَا نَخَافُ فِي اللَّهِ\nلَوْمَةَ لَائِمٍ وَعَلٰی أَنْ لَا نُنَازِعَ الْأَمْرَ\nأَهْلَهُ إِلَّا أَنْ تَرَوْا كُفْرًا بَوَاحًا عِنْدَكُمْ\nمِنَ اللَّهِ فِيهِ بُرْهَانٌ .\n(صحیح بخاری و صحیح مسلم)\nیعنی حضرت عباده بن صامت"}
{"book": "adl0145", "page": 49, "text": "۵۰\n\nصحابی (رض) فرمایلی دی ۔ چه موبر\nجماعه دَ اَصحابُوله رسولِ مُبارک\nعلیه السلام سَره پر دی کارو بیعت\nوَکی :-\n(۱) قبول دَ اَمر اَوَ اطاعت پر وقت\nکښ دسختی اَوُدَ آسانی او پر حالت\nکښ دَ خوشحالی اَوَ د عدم خوشحالی\n(۲) قبول دَ غوره کیدو ۔ دَ بل یَوَه\nپر حکومت سره پَر موږ باندی .\n(۳) رښتیا ویل هر چېری چہ یو ۔\nاو پر اطاعت کی دَ خدای تعالی"}
{"book": "adl0145", "page": 50, "text": "۵۱\n\nله ملامتی د هیچ ملامت کونکی بیره\nنه کوو.\n\n(۴) نزاع نه کول په امارت کی له\nاهل سره د هغه - مگر هغه وخت چه\nظاهر کفر چه په نزد د خدای تعالی\nدليل اوسند دَ عدمِ اطاعت\nکیدای سی له ده څخه ښکاره او\nظاهر ولیدسی - نعوذ بالله منها !-\nدا حدیث مبارک سره له دی\nچه الفاظ یی لږ دی - لکن کلی امورات\nد سلطنت او اصول د حقوق"}
{"book": "adl0145", "page": 51, "text": "۵۲\nد پادشاه او د رعیت پکښی دی ـ\nکیفیت دبیعت پر د مسلمانانو رعایا\nوو له مسلمان پادشاه سره پر دے\nرنگه فرمایلی دی :-\n(۱) قَبْلَول دَ أمر اِطاعت پر وقت\nکی دَ سختى اَو دَ اسانى اَو دَ رضا اَو\nدَ عدم رضا ـ یعنی رعایا دی په\nسخت أمر او اسان امر کی که په مطابقی\nله خیال او یا مخالف له خیال وی\nیو رنگه اطاعت کوی .\n(۲) که پادشاه پر یَوَ حق له حقو بعض"}
{"book": "adl0145", "page": 52, "text": "۵۳\n\nرعایا مخصوص کی - او بعض محروم\nاو یا بعض پر بعضو حاکم او بالا\nدست مقرر کی - هغه زیر دست\nسری پر قرار د امر د پیغمبر حق د\nشکوی او شکایت نه لری -\nبلکه قبول د آمر او د اطاعت تولو\nرعایا وو له لازم دی.\n(۳) راست کاری او راست گوئی\nهر چیری او هر وقت پر رعایا وو\nلازمه ده چه پر امر کی د خدای\nتعالی له هیچا بیره ونه کی - آوله"}
{"book": "adl0145", "page": 53, "text": "۵۴\nملامتیا د ملامت کو نکو باک و نه شمیری\nراستی خپل خوی و گرزوی - او د\nپادشاه حقونه په راستی داکی - اوله\nکذب او له دروغه او له فریب اوله حیلے\nله پادشاه سره او په خپل منح کی پرهیز\nاو اجتناب لازم و شمیری .\n(۴) داچه په امارت کی له اهل سره\nد هغه هیچ نزاع او خلاف و نہ کی ۔\nاو تره خو خود - مسلماز ابو خلیفه\nمسلمان وی او صریح کفر هیچ شک\nاو شبه پکښ نه وی له خلیفه شخنه"}
{"book": "adl0145", "page": 54, "text": "۵۵\nظاهر نسی ترهغو وقت خلیفه د وقت\nمطاع الامر او لازم الاطاعت دی\nاو نزاع کونی او محرک د فتنی لازم\nالقتل دی ۔ او ودی نکتی ته توجه\nد مسلمانانو لازه دی چه په دی\nحدیث مبارک کی چه سبب د اصلا\nد حالت د جمیع افراد او رافع دفتنی\nاو د فساد دی ۔ په باب کښ د عدم\nنزاع په امارت کښ ډیر تاکیدونه\nوارد سوی دی ۔ او په اعجاز نبوی\nسره دا امر خوانر وقوع او پښیدو"}
{"book": "adl0145", "page": 55, "text": "۵۶\nمعلوم سوی دی چه بعض رعایا\nبه پر تقاضا دَ نفس له خپلو امیرانو\nسره دَ وقت نزاع وکي ـ اَو دَ دُي\nبهانه دَ نزاع به نسبت دَ کفر اَوَ دَ\nظلم اَوَ غیره وی ـ داسی نه ده\nدا بهانه سبب دَ تحریک دَ فَساد\nاَوَ دَ فتنی ده .\nاَوَ حضرت هادی صراط\nمستقیم او بانی دَ شرع مبین علیه\nالصلوة والسلام له دی قسم فساد و\nتول افراد دَ امّت تر قیامت منع کړي دی"}
{"book": "adl0145", "page": 56, "text": "۵۷\n\nاو حفظ داسلامی قواعدو پر اطاعت\nکې د اولی الامر او اتفاق او اتحاد او\nبا رداری دَ ټولو افرادو دَ امّت\nتړلیده - او داسی فرمایلی دی چه\nترهغو څو دَ مسلمانانو پادشاه مسلمان\nوی او دَ مسلمانی دَ اصولو منکر\nنه وی واجب الاطاعت او لازم\nالاتباع دی - مگر هغه وقت چه\nدَ مسلمانانو حکومت پر کافر تکیه\nوکی یا دَ مسلمانانو حاکم پر شوهندف\nدَ شيطان کفر اختیار کی -"}
{"book": "adl0145", "page": 57, "text": "٥٨\n(نعوذ بالله منها) اَوَدَ اسلامي\nاُصولوانکار وکي اَوکفريہ ظاهر\nاَوښكاره وي چه هيڅ تأويل اَوُ\nبهانہ اَو حيله نه لری - پدے صُورت\nکښ دَ مسلمانو رعايا و و صَبر پر اطاعت\nاَوَزير دَستي دَ کافر سبب د نارضائی\nدَ حضرت پیغمبر او باعث دَتباهی\nدَښُوعَمَلو اَوَدَ غيرتِ اسلامی دی.\nسبحان الله ! اے پاک خُدایہ!\nڅنگه صادق پيغمبر او موافقِ خير\nخواه چه ټوله ارشادات يي سبب"}
{"book": "adl0145", "page": 58, "text": "۵۹\n\nد سعادت ددواری و جهانی زمونږ\nدی ـ له انعاماتو د خدای تعالی\nوموبوته راعطاسوی دی ـ آو په\nشرافت د ده د اُمت والی مُو فخر پیدا\nکړی دی ـ آو موږ مسلمانانو په خہ\nحلا و آندا زه په آدا کی د دینی حقو\nآو عمل په مقتضا دِ ښی د آمر و تفریط\nآو تقصیر کړی دی ـ چی په خدمت\nکښ ددین آو د خپل دولت بہانہ\nجوئی کوو!!\nهغه کسان چی مسلمانان آو پہ اُمت"}
{"book": "adl0145", "page": 59, "text": "۶۰\nکی د حضرت سید الانام حساب دی\nآولر شومی دَ اعمالو او له غفلت دَ\nارْشاداتواُوَ دَ هداياتو د پیغمبر خداے\nعلیہ الصّلوة والسّلام دَ غير ملت\nترتسلط لاندی دی ـ اَودین اَوْ\nناموس یے پر محل کی دَخطر دی پر\nاِطاعت کی دَخپلو حاکمانو چہ غیر دین\nدی کوښښ کوی ـ او پر نفسانی\nبھانوا وشیطانی اَنْدیښنیواطاعت\nدغیر ملت یے سبب دَ نجات خپل\nشمیری دی ! اوحقیقی کفر"}
{"book": "adl0145", "page": 60, "text": "٦١\n\nاوظاهری شرك! اوبديهی نصرانيت\nدحاكمانوبه سبب دنزاع درعايا\nوويد له حاكمانوسره نكُرزی.\nموږ پښتانه مسلمانان چه الحمد لله\nوالمنة دعوه دغيرت دينی او قومی\nاوفطری لرو ـ اوعاشقان دمحبت\nاوداطاعت دَرسول مقبول عليه\nالصلوة والسلام يُو اَوَدَزمن خادمان\nاونوكران دَدين اسلامی يو ـ اَو\nدبل ملت زير دستی ضداً ومخالف\nدايمان اوداسلام بُولو ـ اَوپه"}
{"book": "adl0145", "page": 61, "text": "۶۲\n\nواړ و واړو مو خپل قوم او ناموس\nله زیردستی د بل ملت پہ حکم ددین\nاو د ایمان او پہ توفیق او معاونت\nد حق سبحان محفوظ اوساتلی دی\nاو کچنی او لوی او ځوان او زاړه\nمو پہ فنا او قربانید و د خپل روح\nکفیل او ذمہ بردارہ د حفظ او\nنگہبانی د خپل دین او ناموس\nسوی دی ۔ خپلہ ہستی یی پہ زیر\nدستی او محکومیت کی د بل ملت\nسبب د زیان او د نقصان ددین"}
{"book": "adl0145", "page": 62, "text": "۶۳\nآوْ دَ دُنیا آوْدَ نارِضائی دَ محمدٌ مصطفیٰ\nاَوْ مُوجِب دَ نِزول دَ غضَبَ دَ الله\nتعالیٰ بَللے دہ اُوْ بولی یے۔\nنوسرہ لہ دے چہ مُوږ پر داسی\nصفاتِ فاضلہ وُومُتَّصفِ یُو اَوْ\nالحمد لله خپل آوْ بیګانہ پر دے سرہ\nاقرار اَوْ اظهار کوی - نو څنګہ پہ\nاطاعت اَوْ محبت آوْ خدمت کښ\nدَ خپل مُسلمان دِین داره پادشاه\nچہ پہ نیت اَوْ بہ اعتقاد او بہ\nعبادت سرہ مُتَّصف دی خپل"}
{"book": "adl0145", "page": 63, "text": "۶۴\nجانونه محوا و نابود نه‌کو؟ او رضا\nد خپل پادشاه آوُ سعی پر اطاعت\nآوُ فرمان برداری کښ دَده وَلی\nدپاره دَرضا د رسول د خدای\nآو دپاره دباطلید و دَ فاسدو\nمی\nارادو ددُښمنانو ددین آو نا کا\nد تدبیر ود مفسدا، خول اشیا حا صلند کو\nای مهربان خدایه و مَوب\nپښتنوته او زموږ و پادشاه ته توفیق\nاو هدایت نصیب کړے چے طبق\nدرضا ستا او پر وفق دآ مروُ"}
{"book": "adl0145", "page": 64, "text": "۶۵\nدَ رَسُولِ برحق ستا پر خدمت کښ\nدَ دين او دَ دَولت ټول همت اَو غيرت\nصرف کو!\nع :- (دَا دُعاد هم لره ما اَو ملکوو ی متين)\n( ۳ ) (فی بعض الکُتُب)\nابْنَ ادَمَ تَدْعُوا عَلَي مَنْ ظَلَمَكَ وَ\nيَدْعُوا عَلَيْكَ مَنْ ظَلَمْتَهُ فَإِنْ شِئْتَ\nاجَبْنَاكَ وَاجَبْنَا عَلَيْكَ وَاِنْ شِئْتَ\nاَخَّرْنَا الاَمْرَا لِي يَوْمِ القِيْمَةِ فَيَسَعُكُمْ لِعَفْوِ \nيعنی پر بعض اسمانی کتابوکی\nدی چه خدای تعالی انسان ته"}
{"book": "adl0145", "page": 65, "text": "٢٦\n\nخطاب کړی دی - اے ابن آدم:\nته ښه راکوی وهغه ته چه پرتا به ظلم\nکړی دی - او زما څه حق غواړی\nاو پر دغه حالت کښې وتا ته بل یوه\nله ظلمه پر سَوَی دَی وتا ته ښه راکوی\nاو له ما څخه حق غواړی - نو که\nغواړی دَ دُوایمو دعابه قبوله\nکړم او ستا حق به له ده او د ده حق\nبه له تا واعلم - او که غواړی دَ دَ\nوایمو کار به وقیامت ته پرېږدم\nچه زما لو عفو و ټولو ته وَرَ سېږی."}
{"book": "adl0145", "page": 66, "text": "٦٧\nله دی حدیث قدسی واضح سو\nچه هر ستم او ظلم چه انسان له خپل\nبالادست وینی ۔ پہ دغه حالت\nکښ ده پخپله پر خپل زیردست\nباندی ظلم اوستم کړی دی -\nچه په سبب د عدالت د خدای\nتعالی پر ده باندی خپل بالادست\nظلم اوستم کوی .\nنو هر منصف عاقل ته لازم\nدی چه حقوق دخپلو زیردستانو\nضایع نہ کی ۔ اولہ ظلم دبالادست"}
{"book": "adl0145", "page": 67, "text": "۶۸\nشکوه او شکایت ونہ کی ۔ او اصلي\nعلاج یہ پہ رضا دخپلو زیردستانو\nوکی *\nقَالَ عَبِيدَةُ السَّلْمَانِي لِعَلِيٍّ رَضِيَ اللهُ\nتَعَالَى عَنْهُ يَا اَمِيرَ الْمُؤْمِنِينَ مَا بَالُ\nاَبِي بَكْرٍ وَعُمَرَ اِنْطَاعَ النَّاسُ لَهُمَا\nوَالدُّنْيَا عَلَيْهِمَا أَضْيَقُ مِنْ شِبْرٍ فَاتَّسَعَتْ\nعَلَيْهِمَا وَوَلِيْتَ اَنْتَ وَعُثْمَانُ الْخِلَافَةَ\nوَلَمْ يَنْطَاعُوا لَكُمَا وَالدُّنْيَا قَدِاتَّسَعَتْ\nفَصَارَتْ عَلَيْكُمَا اَضْيَقُ مِنْ شِبْرٍ فَقَالَ\nلِأَنَّ رَعِيَّةَ أَبِي بَكْرٍ وَعُمَرَ كَانُوا مِثْلِي"}
{"book": "adl0145", "page": 68, "text": "۶۹\n\nوَمِثْلُ عُثْمَانَ وَرَعِيَّتِي أَنَا اَلْيَوْمَ مِثْلُكَ\nوَشِبْهُكَ .\nیعنی حضرت عبیدۃ السلمانی تابعی\nلہ حضرت علی کرم اللہ تعالیٰ وجہہ\nڅخہ پوښتنہ وکړہ چہ خلق پرڅہ\nسبب دَ ابوبکر اَوْ دَ عُمَرَ إِطاعت\nقبول کړی۔ اَوْ دُنیا چہ یوہ لویشت\nوہ وسعت یی پیداکی۔ اَوْ چہ\nنوبت دَ خِلافت وتا اَوْ وَعثمان تہ\nورسیدہ ستاسی لہ طاعت یی\nنفرت وکړ اَوْ پر اخردُنیا پر تاسی"}
{"book": "adl0145", "page": 69, "text": "باندی ترلويشت تنگه سوه حضرت\nعلی پر جواب کی و فرمایل چه\nد حضرت ابو بکر او عمر رعیت\nلکه زه او عثمان داسی کسان وو\nلدی جهته زموږ امیران وهغه\nحدته ورسیده - او زما رعیت\nستاسی پر مثال دی نوبه څنګه\nوهغه حد ته ترقی وکو؟\nلدے اثر مبارک رو دے نتیجے\nته ورسید و چه مادی او معنوی\nترقیات د امر د خلافت او د"}
{"book": "adl0145", "page": 70, "text": "۷۱\n\nسلطنت تابع دَ رعایا وُودَ حالتِ دی\nکه رعایا په ښه صفتواَوُ په ایمانی\nجُوش و خَرُوش مُتصف وی حالت\nدَ امارت هم ترقی کوی - اَوُ\nخلیفه دَ وَقت له خپلو رعایا وُو\nښه خدمات اخیستائی سی -\nاَوله سعی دَ رعایا وُ ولُوئ لُوئ\nدینی اَوُ دنیوی ترقیات حاصلیږی\nاَوُ که قومی تعصبات اَوُ اغراض\nشخصیه مَدّ نظر دَ رعایا وُو وگرزي\nدَ خلافت اَوُ د سلطنت حالت"}
{"book": "adl0145", "page": 71, "text": "۷۲\nمتغیر یږی ۔ آؤ د رعایاؤود بدو\nاخلاقو په سبب توجہ د خلیفه\nدوقت موجب د بَشواوکاملو\nفائد ونه ګرږی .\nنوله دی جهتہ پر هر فرد د رعایاؤو\nفرض عین او عین فرض دی چه\nکامله توجہ و اصلاح تہ د خپلو\nحالاتو او اعمالو وکی .\n(قطعه)\nپیغمبر د فرمایلی ماوتا تہ\nچه دی ستاسی عملونہ عاملان"}
{"book": "adl0145", "page": 72, "text": "۷۳\nکۀ خپل عمل وی ښۀ حاکم بۀ ښۀ وی\nأوکۀ بـدوی سـیا بۀ بدوی حاکمان\nکۀ اصلاح دَحاکم غواړی خپله ځانکی\nچی ځان ښه کی خدای بۀ ښه کړی حاکمان\n(رفتار دَمجتھد ښودرَسُول کريم)\n( دَ دِين )\n[ په باب کی دَ اطاعَتِ أُولِى الامر ]\nحضرتِ امام اعظم أومُقتدی دَعالَمْ\nامام ( ابو حنيفه كوفي ) رحمة الله\nتعالی علیه چه یولوی امام دَدین\nأومُجتهدِ مطلق دی ـ أومُور پهښتانه"}
{"book": "adl0145", "page": 73, "text": "۷۴\n\nدَ دَه په مذهب اَوْمُقَلِّدِ دَدَه دَ\nفِقْهِ دَ احکامو يُوَ - ولادت با سعاد\nیِه په سنه (۸۰) اتيا يمه د هجرت اَوْ\nوَفات حسرت آيات يه په سنه (۱۵۰)\nيوسل پنځوس هجری کی دی *\nحضرت امام اعظم د خلیفه\nاَبوُ جعفر منصور دوانيقی (دويَم\nخلیفه د خلفای عباسیه وُوَ)\nمعاصر دی - چونکه عِلم اَوْ تَقْوى\nاَوْ زُهْدَ اَوْ فقاهت دَ امام صا.\nشُهْرَت پیدا کی (خلیفه ابو جعفر"}
{"book": "adl0145", "page": 74, "text": "۷۵\nمنصور) اراده وکړه چه د ټول\nاسلامی ممالکومنصبِ قضا وَ\nامام صاحب ته مّفَوّض کِی -\nنوُیه حضرتِ امامِ اعظم صاّحّب\nخپل حضورته را وغُوَښت اَمَر\nیه ورته وکى چه منصبِ د قضا\nقبول كى -چونکه امام صاحب\nله ټولو نفسانی حظوظوتِرسِوی\nوُو - اَو اَشغال اَو مناصب یی مُخِل\nدَ اَدَادَ عِبادَاتو اَو دَ طاعاتو\nبَلَلَ - دَ خلیفه په حضور کښی د قضا"}
{"book": "adl0145", "page": 75, "text": "۷۶\n\nله منصب إستعفا وكړه - اَوُ خليفه\nله مجلس مرخص سو - چونکه هميشه\nبه دِئيَر خلق دَ پاره دَ حل دَ دينی\nمَسْئلوُ وَحْصُور ته دَ امام صا\nحاضريدي - حاسدانو اَوُ مخالفانو\nدَ امام صاحب وَ خليفه ته وَ\nرَسوَل چه امام أبو حنيفه (رح)\nدَ قضا منصب قبول نه کی اَوُ\nدَ پادشاه له مرحمت او منصب\nيه ابا وكړه لیکن خپل كُورْ وَخلقوته\nدَ مسئلوُ فتوی وركوي -"}
{"book": "adl0145", "page": 76, "text": "۷۷\n(خلیفه ابو جعفر منصور) لدے\nکاره خُپہ سَوا مہ پیروَکی چہ ابولیلی\nچہ لوئی فقیہ عالم اَو معاصر دَ\nامام صاحب وُ دَ قضا پر منصب\nدِ مقرر سی ۔ اَو حضرت امام\nابو حنیفہ د بالکل لہ فتویٰ موقوف\nوی ۔ حضرت امام اعظم (رح)\nپس لہ صادر ئیدُ وُ دِدِ ی اَمر\nدروازه پر جان پیسی وتړلہ اَو\nهغه کسان چہ بہ دپاره دَحَل دَ\nمسئلو وَرتل ٹول بے وَ (ابولیلی) تہ"}
{"book": "adl0145", "page": 77, "text": "۷۸\n(چہ دَ شاکرد پر درجہ کي دَ امام\nصاحب وَ اوْ پر علم اَوْ پر عمل لہ امام\nصاحب سرہ برابر نرو) دَ خلیفہ دَامر\nپہ سبب بے وژلئہول۔اَوُ دَھیڅ\nمسئلے جواب یہ نہ ورکاوہ ۔ څو\nیَوَه شپَه دَ امام صاحب لُوْرچِہ\nخورا ډَیرہ اَوُ قدرمَنْده وَه دَتَهَجُّد\nدَ پاره پر نِیمہ شپَه وِلاړه سِوَی وَه\nپس لہ تکمیَل دَ اَوْداسہ یہ غاښُ مبارک\nلہ خُھ وِینی سِوَئی وُ۔ چہ ناړی\nیہ وَلید ے پہ سبب دَ لږ تغیر"}
{"book": "adl0145", "page": 78, "text": "۷۹\nد رنگ د نامُرو ـ پر نقص کی دَ\nاَوْ داسر مُشْتَبَرَ شوه پرهغه\nنِیمه شپه وَ خپِل پلار ته وَرَ غْلهَ\nکیفیت دَ اَوْ داسه یه‌ عرض کی ۔\nاَو حل دَ دِے مسئلے یه‌له حضرت\nامام صاحب وَغُوښت ـ اما\nصاحب پر دِے شریف وقت\nکښ پر تهَجُدْ مشغول وُ ـ و خپلی\nپاکی عفیفی لُور ته یه‌ پر نظردمرحمت\nو کتل اَوُ وْ یی ښل او پر حَلْ کی دَ\nسوال یه‌ عذر وَ غُوشْت ـ اَو پر"}
{"book": "adl0145", "page": 79, "text": "٨٠\nډیر رِقَّت یه وویل چه (اے زما\nد زړګی سره) خلیفه د زمانی\nزه له فتویٰ منع کړی یم حَلْ شتا\nد سوال نه سم بیانولائ - له\nقاضی ابی لیلیٰ چه قاضی د مملکت\nاَو مَنْصُوب دَ خلیفه دَ وقت دی\nد خپل طلب حَلّ وغواړه له دی\nجوابِ با صواب یه پاک عفیفه\nلُور هُم پوه راشوه - اَو دَواړه\nډیر و پوهیدل - حضرت امام صبا\nوَویل چه لیاقت دَ قضا دَ منصب"}
{"book": "adl0145", "page": 80, "text": "۸۱\n\nمی پر ځان کښ نه لید له دې جهته\nمی پر حضور د خلیفه استعفا\nوکړه ـ لیکن په نیمه شپه په باب\nکی د حل د سوال د خپلی لوڼی پر خلاف\nد امر د خلیفه فتوی تم ورکولائی\n( سُبحانَ الله ! ای پاک خدایه ! )\nڅنګه متین دین او خرامامان\nاو تابعان د حضرت سَیّدالمُرسلین\nلرو ! چه تقلید او متابعت د اثار\nمُباركه د دُوى سبب د نجات\nد دُنیا او د عُقبى زَموږ دى."}
{"book": "adl0145", "page": 81, "text": "۸۲\nای پښتنو!\nرفتار او سلوك د حضرت امام\nاعظم رحمة الله عليه چې زموږ\nمقتدا او امام د دین دی دا وو\nچې په نیمه شپه یې په حل کې د دینی\nمسئلې و خپلې لور ته پر خلاف د\nامر د خلیفه فتوى نه ورکوله!\nموږ پښتانه چې الحمد لله تعالى د\nحضرت امام صاحب تابعان يُو\nپردې آخیره زمانه چې جدایی\nله قوم او له مسلمان پادشاه سبب"}
{"book": "adl0145", "page": 82, "text": "٨٣\n\nدَ شَلِيدُ وا وَ دَ خَرابِی دَ شِيرَازِے\nدَ إِسلَامِى حکومت گنړی ۔ وَلی\nپہ اطاعت اَوَ مُحَبَّت کښے دَ خپل\nپادشاه لہ سرہ قدم جوړہ نہ کُو؟ اَوَ\nوَلی رِضا دَ خپل وُلی لامَر دَ پارہ\nدَ ترقِى دَ خپل دِين اَوَ دَ وَلَت\nحَاصِلہ نہ کُو؟\n\nتَمَّت\n\nغلام جیلانی"}
{"book": "adl0145", "page": 83, "text": "۸۴\n(ترجمه فرمان د اعلیحضرت همایونی)\nشپه د دوشنبی ۲۵ د لمری خورشید ۱۳۳۴\nعالیجاه فضایل همراه قاضی القضات\nتدی واضح وی!\nاحادیث شریفه او بعضی اقوال\nچی پر دی رساله کښی درج دی\nښی پر درستی ملاحظه کړه که له\nشرع شریفی سره مطابق وی تصدیق\nیی وکړه\n(دستخط مبارک اعلیحضرت)\nچاپکۍ بی حضور ته رالیږی انشاء الله تعالی\nغلام جان"}
{"book": "adl0145", "page": 84, "text": "۸۵\n(ترجمہ دَجواب دَ فرمان)\nتصدّق دَحضور دَ اعليحضرت\nوالاسمه! پَہ باب كى دَ رسالے دَ\nاطاعت دَاولى الامرچہ لہ حضورہ\nراليږلے سوى دہ ۔ عرض كوږچہ\nپہ باب كى دَاِطاعت دَ اُولى الامر\nهر څونہ ډيْر دينی دَلايل كہ نوشته\nسی هَنُوْز لږ دی ۔ ولی چہ اطاعت\nدَاولى الامر دَريمه دَاِطاعت دَ\nخُدای اَوْدَ رَسُول دى ۔ اَوْپَہ اَمرِ\nمباح كے اطاعت دَاَمر دَ اُولى الاْمَ"}
{"book": "adl0145", "page": 85, "text": "۸۶\n\nواجب گرزی - او دیر لازم دی چہ\nپر دے باب کی رسایل اوتوالیف\nاجرا اوچاپ سی۔ پخپلہ دے\nبنده دخدای تعالی پر دے با\nکی ٹنگ عزم درلو وچہ پر باب\nکی داطاعت داولی الامر دینی\nدلایل ولیکہ لیکن پر سبب ددیثیّ\nوالی دمرض وبخښلی یده - دارساله\nصحیح اوواجب العمل ده - زیاتی\nاختیار دحضور والادی - بلکہ\nامر داولی الامر مُباح کارم واجب"}
{"book": "adl0145", "page": 86, "text": "۸۷\n\nگرزوی فقط (خدای دی دَ\nدواړو جهانو خیر نصیب کی په\nبرکت دَ محمد صلی الله علیه وسلم)\n(دستخط قاضی القضاة صبا)\n\nبزبان افغانی قندهار برابر\nترجمه شده فقط\n(دستخط کمینه ملا محمد)\n(عرضبیگی)"}
{"book": "adl0145", "page": 87, "text": "۸۸\n\n(اعتذار)\nدا يرساله، له فارسی رسالے\nڅخه تحت اللّفظ ترجمه سوی ده\nهرجائی لحاظ دَ معنی سوی دی\nنه دَ عبارت آرائی .\n(فرد)\nکه خطا په عبارت گويی باک نسته\nاهل لغو يری مضمون آوينه معنی\nمترجم :- صالح محمّد"}
{"book": "adl0145", "page": 88, "text": "۸۹\n\n(از مترجم در اطاعت اولی الامر)\n(قطعه)\nاطاعت دَ اولی الامر فرض عین دی\nبلی بلی ثابت سوی پر قرآن\nاثر و یدلی بدوی پر خلق وائ\nرعایا دی ٹولہ پسونہ شہ شبان\nهغہ پسہ چہ اطاعت دَ شبان نہ کی\nخو بے وخوری دَ لیوان اَو شرموشان\nپسہ دَجان پر خیر و شر کلہ پوهیږی\nلہ رَ مے ووُزی لقمہ سی دَ گرگان\nچہ لیو پر رمہ راسی دَاسی تیخہ\nجمعیت پر یږدی هځ سی پر بیابان"}
{"book": "adl0145", "page": 89, "text": "۹۰\nچه جلا جلا سی وی خپل شپانږ پږی\nلیوخپل مطلب حاصل کی پر دا آن\nچه لیوه پر رمه ګډشی حال بے دا وی\nپہ شر و وینو تول لملی پږی لمان\nجلا مہ سی جدائی تورہ بلا دہ\nهم د غد له خدا پر غواړی دښمنان\nد دښمن هم دا مطلب دی مثل واوره\nلیوه خر غواړی له خداد و باران\nبحالمه سی له رمی شپانه قبول کی\nأو کہ نہ وی بیا بہ وکی ډیر آرمان\nپر رکاب کی پر سرو تر کی بښہ تابع سی\nشکرے و کی ژموږ شپانہ دی مسلمان"}
{"book": "adl0145", "page": 90, "text": "۹۱\n\nدَ هَرَ شْپَه تَعظِیم لاره پَر هَر مِیری\nاَوُکَه نَه کِی خود بَه وُکِی پَر نُقْصان\nباری خُدایَه تَه توفِيق راکی وَمُونږ تَه\nچَه دَخپل شْپانَه تَابِع سُو پَه بَیْشان\nڅُونَه لُوی نِعْمَت دَ رَبْ دی پَرْمُونږسَوی\nچَه پادْشاه مُمُسَلمان دی هَم اَفغان\nدَغَه لُوی مِهْربانی دَ خُدای دَه جانه\nچَه لَه خِپلَه قَوْمَ دی زْمُونږ شْپان\nخُدایَه وُ مْرکَی جُلائی اُودُ وْ رَنْگی کَی\nتول یَوْ کانْدی جُمْله مُسَلمانان\n-(امین)-"}
{"book": "adl0145", "page": 91, "text": "۹۲\nالحمدلله والمنه که رسالۀ نافعۀ (پښتو) اطاعت\nاولی الامر حسب الفرمان عالی متعالی معین السلطنه\nصاحب افخم در مطبع سنگی ماشین خانۀ دارالسلطنۀ کابل باهتمام\nجناب فخامت انتساب جرنیل صاحب محمد سرور خان\nجرنیل کارخانه جات ـ بقلم فقیر احقر السادات\nسید محمد ایشان بتحریر شده بچاپ رسید .\nاین اثر نخستین است که در دارالسلطنۀ کابل\nاز یمن توجهات حضرت معین السلطنه صاحب بزبان قومی\nافغانی چاپ و شایع گردیده است الله تعالی\nنافع گرداناد آمین یا رب العلمین.\nبتاریخ یوم پنجشنبه سوم شهر شوال المکرم ۱۳۳۳ هجری باتمام رسید"}
